Homeخبرونهد پاکستان تحریک انصاف ګوند د اکټوبر په ۴مه لاریونونه پیلوي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اکټوبر په ۴مه لاریونونه پیلوي

تاند/ شنبه د تلې – میزان ۴مه/ د پاکستان تحریک انصاف (PTI) اعلان کړی، چې د اکټوبر په ۴مه به په پېښور کې لاریونونه پیل کړي.

ټاکل شوې وه چې لاریونونه د سپتمبر په ۲۷ مه پیل شي، خو د ګوند سیاسي کمیټې د پرېکړې له مخې د اکتوبر تر ۴مې پورې وځنډېده.

په همدې حال کې، د پاکستان حکومت د لاریونونو د مخنیوي لپاره اسلام‌اباد ته په غځېدلو لارو کې شاوخوا دوه زره کانټینرونه ځای پر ځای کړي دي.

د ډان نیوز په وینا، د پاکستان حکومت به د دې کانټینرونو مالکینو ته هره ورځ شاوخوا ۴۶.۵ میلیون پاکستاني روپۍ ورکړي، چې لګښت به یې هر ځل چې لاریونونه وځنډول شي زیات شي.

د پاکستان پولیسو د لاریونونو د مخنیوي لپاره د پنجاب څخه د ۱۶ زره پولیسو او د سند څخه د دوه زره پولیسو د ځای پر ځای کولو غوښتنه هم کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند د غړو په وینا، د لاریونونو اصلي هدف د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خوشې کول او د قانون او اساسي قانون بیا رغونه ده.

د دې اوونۍ په پیل کې، د عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمه خان او نورین نیازي نیول کېدو، تاوتریخوالی زیات کړی دی. دوی د “ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو ملاتړو د هڅولو او د دولتي ادارو پر وړاندې د هڅولو” په تور نیول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...