تاند/ شنبه د تلې – میزان ۴مه/ د اریانا افغان هوایي شرکت وایي چې، دوی د ملي سوداګرو او د سوداګریزو اموالو د لېږد-رالېږد د اسانتیا په موخه د کابل – ډیلي ترمنځ کارګو الوتنې زياتې کړي دي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې، نن خپره شوې اوس هره ورځ دوه منظمې کارګو الوتنې ترسره کېږي. په داسې حال کې چې مخکې هره ورځ پر ياد مسير يوازې يوه الوتنه ترسره کېده.
د اریانا افغان هوایي شرکت همداراز ویلي چې د دغو منظمو او ورځنیو کارګو الوتنو له لارې افغان سوداګر او شرکتونه کولای شي خپل سوداګریز توکي په چټک، خوندي او باوري ډول د افغانستان او هند ترمنځ ولېږدوي او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره له دې مهم هوايي فرصت څخه ګټه واخلي.
د سرچینې په وینا چې د آریانا افغان هوايي شرکت هڅه کوي چې د هېواد سوداګرۍ د ودې، د ملي سوداګرو د اړتیاوو پوره کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره د هوايي کارګو خدمتونه لا پراخ او چټک کړي.
د یاولو ده چې اوسمهال ډېرو هېوادونو ته د اریانا افغان هوایي شرکت په الوتنو کې زیاتوالی راغلی دی.