Homeخبرونهسره صلیب د سپین‌بولدک روغتون ته د ټروما د درملنې تجهیزات ورکړل

سره صلیب د سپین‌بولدک روغتون ته د ټروما د درملنې تجهیزات ورکړل

تاند/ شنبه د تلې – میزان ۴مه/ د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان څانګې ویلي، د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ روغتون ته یې د ټروما (شدیدو ټپونو) د درملنې بشپړ تجهیزات برابر کړي دي.

دې ادارې نن (شنبه، د تلې ۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سپین‌بولدک روغتون د لرې پرتو سیمو شاوخوا ۱۷۰ زره اوسېدونکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په وینا، ورکړل شوي تجهیزات به روغتیايي کارکوونکو سره مرسته وکړي چې د پراخو مرګ‌ژوبلو پېښو او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال ټپیانو ته پر وخت او د لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

یادې کمېټې زیاته کړې، د دې روغتون د مهم رول له امله یې د یادو تجهیزاتو په برابرولو سره د دغه روغتون ملاتړ کړی دی.

روغتیاپالان وایي، د سپین‌بولدک ولسوالۍ روغتون ته د ټروما د درملنې د تجهیزاتو برابرول د سیمې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د دوی په وینا د ټپيانو د درملنې لپاره د مناسبو تجهیزاتو شتون، په ځانګړي ډول د جګړو، چاودنو، ترافیکي پېښو او نورو بېړنیو حالاتو پر مهال، د ناروغانو د ژوند ژغورلو او د روغتیايي کارکوونکو د کار د اسانتیا لپاره ارزښت لري.

خو د روغتیايي خدمتونو د دوام او اغېزمنتیا لپاره یوازې د تجهیزاتو برابرول بسنه نه کوي؛ د مسلکي روغتیايي کارکوونکو شتون، د درملو او طبي وسایلو دوامداره تأمین او د روغتون ملاتړ هم اړین دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...