Homeخبرونهملګري ملتونه: د روان کال تر پایه به د راستنو شوو افغانانو...

ملګري ملتونه: د روان کال تر پایه به د راستنو شوو افغانانو شمېر اتو میلیونو ته ورسېږي

تاند/ شنبه د تلې ـ میزان ۴مه/ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر وايي، تمه ده چې د روان کال تر پایه به افغانستان ته د ستنو شویو کسانو شمېر نږدې اتو میلیونو ته ورسېږي.

د یاد سازمان عالي کمېشنر زیاته کړې چې، ډېری راستانه شوي یې په سختو شرایطو کې او ځینې یې په جبري توګه ستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، راستنېدونکي له سخت بشري وضعیت، بې‌وزلۍ، محدودو خدمتونو او کمو اقتصادي فرصتونو سره مخ دي.

د هغه په وینا کډوال د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره بشري مرستو، پراختیايي پانګونې او د معیشت فرصتونو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې، راستانه شوي کډوال هم دلته د هېواد په داخل کې سخت او ننګوونکي ژوند سره مخ دي.

دوی وایي د ژمي د سړې څپې راتګ او د دوی د سرپناه نشتون هغه څه دي چې، ښایي د ډېرو کډوالو ژوند وګواښي.

راغلي کډوال له طالبانو غواړي چې، د دوی د لاسنیوي او سرپناه برخه کې چټک ګامونه واخلي او دوی ته د مناسب ژوند زمینه برابره کړي.

اوس هم هره ورځ په لسګونه افغان کورنۍ او خپله خوښه او یا جبري ډول له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو افغانستان ته ستنول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...