Homeخبرونهپه پاکستان کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ امنیتي ځواکونه وژلي

په پاکستان کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۱ امنیتي ځواکونه وژلي

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴ مه) په خیبرپښتوخوا کې نن (شنبه) مازدیګر په یوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو او ژغورنې ادارو په وینا، بریدګر د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه امنیتي پوسته د چاودېدونکو توکو ډک موټر برید کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د بېړنیو خدمتونو ویاند بلال فیضي ویلي، برید د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې شوی دی.

د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د «ټي ټي پي» په نوم هم پېژندل کېږي، د دغه برید مسوولیت منلی دی.

ټي ټي پي له شاوخوا ۴۰ قبایلي او غیرقبایلي وسله‌والو ډلو جوړه ده او عمده هدف یې د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه ده.

په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د وسله‌والو بریدونه زیات شوي او ټي ټي پي د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ټي ټي پي د دې برید مسوولیت منلی دی.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ د خیبرپښتونخوا په کواټ کې د پولیسو پر مرکز د یوې چادونې له کبله ۳۱کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...