Homeخبرونهپه افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستري روغتون...

په افغانستان کې د سرطان د درملنې لپاره د ۱۰۰ بستري روغتون د جوړولو طرحه تصویب شوه

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۴ مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) د سرطاني ناروغانو لپاره د یوه ځانګړي خیریه روغتون د جوړولو طرحه تصویب کړې ده. دا روغتون به په لومړي پړاو کې ۱۰۰ بستره ولري او هدف یې د سرطان د ناروغانو تشخیص او درملنې د اسانتیاوو پراخول دي.

د سوداګرۍ خونې د اجرايي کمېټې په ۱۴مه غونډه کې، چې د دې خونې د رئیس سید کریم هاشمي په مشرۍ جوړه شوې وه، دا طرحه د رایو په اکثریت تصویب شوه.

د سوداګرۍ خونې په وینا، په دغه روغتون کې به د سرطان هغو بېوزلو او زیانګالو ناروغانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې د تخصصي درملنې د لګښتونو د برابرولو توان نه لري.

د پروژې د عملي کولو لپاره یوه تخنیکي کمېټه هم جوړه شوې ده. دا کمېټه به د روغتون د جوړېدو ځای، معماري طرحه، طبي وسایل، د سرطان د درملنې تخصصي څانګې، د جوړولو لګښتونه، د بودجې سرچینې، د مدیریت جوړښت او د خصوصي سکتور د شریکانو ونډه وارزوي.

سید کریم هاشمي ویلي، دا پروژه باید د یوه کس یا یوې ادارې شخصي کار ونه ګڼل شي، بلکې د ټول هېواد یوه بشري پروژه ده. هغه له افغان سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه بنسټونو او شتمنو کسانو غوښتي چې د روغتون د جوړولو، تمویل او تجهیز لپاره مرسته وکړي.

هاشمي ویلي، د سرطان د تشخیص او درملنې لګښتونو ډېری افغانې کورنۍ له سخت مالي فشار سره مخامخ کړې دي. د هغه په وینا، د دې پروژې هدف یوازې د یوه روغتون جوړول نه دي، بلکې هغو ناروغانو ته د هیلې ورکول هم دي چې د درملنې لګښت نه شي برابرولی.

د افغانستان د سرطان بنسټ د معلوماتو له مخې، په هېواد کې له ۱.۵ میلیونو ډېر کسان پر سرطان اخته دي او هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي.

د افغانستان د سرطان بنسټ مشر شفیق شینواري ویلي، سرطان په افغانستان کې د زړه او رګونو له ناروغیو وروسته د مړینې دوهم لوی عامل دی. هغه ویلي، ډېری ناروغان ځکه په ناوخته پړاو کې تشخیص کېږي چې د سرطان د سکریننګ او تشخیص امکانات محدود دي.

د شینواري په وینا، په ښځو کې د سینې او رحم د غاړې سرطانونه ډېر لیدل کېږي، په داسې حال کې چې په نارینه‌وو کې د سږو، معدې، پروسټات او کولمو سرطانونه ډېر تشخیص کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، په هېواد کې یې د سرطان د درملنې خدمتونه پراخ کړي او په هره سیمه کې یې د سرطان د درملنې لپاره ۵۰ بستریز مرکزونه او په کابل کې یې ۲۰۰ بستریز تخصصي سرطان روغتون جوړ کړی دی.

وزارت زیاتوي چې په تېر یوه کال کې د سرطان نژدې ۹۰ زره ناروغانو په دولتي روغتیايي مرکزونو کې له بسترېدو پرته درملنه ترلاسه کړې ده.

سرطان لا هم په افغانستان کې د عامې روغتیا له مهمو ستونزو څخه دی. ډېر ناروغان د کیموتراپۍ، وړانګو درملنې او نورو تخصصي خدمتونو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، ځکه په هېواد کې د سرطان تخصصي درملنه محدوده او ګرانه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون نړیوالو ادارو هم څو ځله په افغانستان کې د سرطان د درملنې د خدمتونو او د متخصصو روغتیايي کارکوونکو د روزنې پر پراخولو ټینګار کړی دی.

د سوداګرۍ خونې ویلي، ۱۰۰ بستریز روغتون د دې پروژې لومړی پړاو دی او پلان شته چې په راتلونکې کې یې د بستونو شمېر او خدمات پراخ او په یوه بشپړ تخصصي سرطان درملنې مرکز بدل شي.

دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د نړیوالو مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان روغتیايي نظام له مالي ستونزو سره مخامخ دی. د هېواد په بېلابېلو روغتونونو کې د درملو، تشخیصي وسایلو او متخصصو روغتیايي کارکوونکو د کمښت راپورونه ورکړل شوي او له همدې امله د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره پر خیریه او خصوصي سکټور ډېره تکیه کېږي.

چارواکي وايي، د روغتون د جوړېدو ځای، د کار د پیل نېټه او د ټولې پروژې لګښت به د تخنیکي کمېټې له ارزونې او د وروستي عملي پلان له بشپړېدو وروسته اعلان شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...