Home+د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

د هغه نوم سینوهه و (ناول) ډاکټر خلیل خیام ایسپزی

پنځم څپرکی

هغه مور، چې درې نومونه یې لرل

ستي موږ د پاچاهانو لهٔ درې څخه د سپوږمۍ تر را ختلو مخکې وایستلو. خپل عسکر یې رخصت کړل او ویې ویل، چې د غرونو پهٔ لمن کې دې زموږ پلونه ګډوډ کړي. عسکرونه پوښتنه و نهٔ کړه. پهٔ مصر کې هغه عسکر ډېر عمر کوي، چې د خپل مشر فرمان واوري او د مقصد او پاېلې هېڅ پوښتنه و نهٔ کړي.

موږ د نیل خوا ته پرا یوه وچه دره روان شوو… ستي مخکې سپور و، زهٔ او میریت تر شا پر دوو آسونو. زما اوږه د نېزې پهٔ څوکه څيرې شوې وه او وینه مې مړوند پورې رسېده. ستي يؤ ځل شاته وکتل او ویې ویل:

«وینه دې بنده کړه. که د ښار تر دروازو پورې وڅڅېده، مېن مس به زموږ تر خبرو مخکې را ورسیږي.»

میریت لهٔ غاړې تاوه لته څيرې کړه او زما زخم یې وتاړهٔ. ما د هغې ګوتو ته کتل. هماغه لاس، چې څو شېبې مخکې یې د مړهٔ پاچا مهر مات کړی و، اوس یې زما د وینې د بندؤلو هڅه کوله.

ما وویل: «ته د سینوهه شاګرده وې؟»

هغې وویل: «نه. شاګرد د استاد خبرې زده کوي، ما د هغهٔ لهٔ چوپتیا زده کړه کړې وه»

ستي زموږ خبرې واورېدې: «سینوهه پهٔ خپل ژوند کې هم د مړو پهٔ شان ډېر رازونه لرل»

ما وپوښتل: «تا هغه پېژاندهٔ؟»

دهٔ ځواب را نهٔ کړ. د پوځ سړي کله ناکله چوپتیا د ډال پهٔ څېر کاروي، نهٔ پرې دښمن وهي او نهٔ خپل مخ ورښيي.

د سیند پر غاړه یوه کوچنۍ جنګي کښتۍ ولاړه وه. بادبان یې را ټول و او د لرګي  دوه ملاحال(بېړۍ چلوونکي) ولاړ وو، تور پوستکي یې لرل، سپينې جامې یې اغوستې وې او پهٔ غوږنو کې یې د مسو کړۍ وې. هغوی د ستي پهٔ لیدلو سرونه ټیټ کړل، خو زموږ پهٔ لیدلو یې سترګې پورته پاتې شوې.

کښتۍ د سیند د بهیر خلاف شمال ته وخوځېده. د شپې نیل د ورځې د نیل پهٔ نسبت بل وړ وي. د ورځې بزګران، سوداګر، مالیه اخیستونکي او کاهنان پرې واک چلوي، د شپې تمساحان، غله او د مړو روحونه بېرته خپل حق اخلي. ملاحانو د تمساح د الهې لپاره پهٔ اوبو کې وچه ډوډۍ ورغورځوله. یوه غټه کتره ډوډۍ پر اوبو ګرځېده، ملاحان اندېښمن شول، ځکه کهٔ ډوډۍ ډوبه نهٔ شي، دوی باور لري، چې خدای نذر نهٔ دی منلی.

ستي د دهٔ اندېښنه ولیده او خپله طلایي ګوتمۍ یې اوبو ته وغورځوله. ملاح حېران شو.

ستي وویل: «اوس به ستاسو الهه زموږ کښتۍ نهٔ ډوبوي»

ما ورته وویل: «کهٔ سوبک ستا ګوتمۍ هم و نهٔ مني؟»

دهٔ وویل: «بیا به پوه شم، چې د دوی الهې هم د دوی د کاهنانو پهٔ شان تر سپینو سرهٔ زر ډېر خوښوي.»

د دهٔ پر شونډو موسکا وه، خو سترګو یې نهٔ خندل. هغه د راتلونکي فرعون زوی و او لهٔ کوچنیوالي یې زده کړي وو، چې یوه خبره د عسکر لپاره، بله د کاهن لپاره او درېیمه د خپل زړهٔ لپاره…

تر نیمې شپې وروسته موږ د طیبس شمالي بندر ته ورسېدو. هلته د غلو لویې کښتۍ ولاړې وې. لیکوالو د هرې کڅوړې وزن پر ماتې خاورینې ټوټې لیکه، مامورینو مهرونه لګول او مزدورانو غنم د معبدونو انبارونو ته وړل. د نیل د حاصل لهٔ برکته مصر شتمن و، خو د شتمنۍ لارې ټولې د ماڼۍ او معبد پر دروازو ختمېدې.

ستي موږ د غلو پهٔ تشه ګاډۍ کې پټ کړو. د ګاډۍ چلوونکي د آمون دعا ویله… بیا یې د لارې ساتونکي ته رشوت ورکړ. ما تر بوجیو لاندې وویل: «دعا یې خپلې الهې ته وکړه، خو باور یې یوازې پهٔ رشوت و»

میریت ځواب را کړ: «ځکه ساتونکی ورته نژدې و»

موږ د ښار ختیځ  لوري ته د پارامسو ماڼۍ ته ننوتلو. ماڼۍ د فرعون د شاهي کور پهٔ اندازه نهٔ وه، خو د یوهٔ عادي وزیر لپاره ډېره لویه وه. پهٔ انګړ کې د آسونو روزونکي ولاړو وو.

پارامسو زموږ انتظار کاوهٔ. هغه د زړښت لهٔ امله لږ کوږ شوی و، خو د مخ هډوکي یې کلک وو. ساده سپینه جامه یې اغوستې وه او پر غاړه یې نهٔ د سرو زرو زنځیر او نهٔ د وزیر لویه نښه وه. ځواکمن سړی، چې یوازې وي، خپلو نښو ته اړتیا نهٔ لري. زموږ ټول کوششونه پهٔ دې دي او د دې لپاره دي، چې ځان تر نورو بهتر او لوړ وښیو، خو لوړتیا پهٔ خدمت کې ده.

دهٔ ستي ته وویل: «تا ته امر شوی و، چې نخت مین یوازې راولې»

سیتي میریت ته وکتل. هغه غلې شوه. پارامسو وویل: «سینوهه به لهٔ تا ستړی شوی وي»

هغې وویل: «سینوهه لهٔ ځان پرته، لهٔ ټولو ستړی شوی و»

پارامسو ما ته د ناستې اشاره وکړه. ما و نهٔ منله. غوښتل مې هغه پوه شي، چې زهٔ د دهٔ بندي نهٔ یم، کهٔ څهٔ هم ماڼۍ یې لهٔ عسکرو ډکه وه. انسان کله وار، پهٔ خپل فکر کې بندي وي.

دهٔ وویل: «تهٔ د آيي نخت مین نهٔ شې کېدای هغه جنرال و، د پوځ سړي یې پېژندل او د ده مجسمې پهٔ اخمیم کې ولاړې وې. تهٔ د مړو د کور یؤ کاتب یې»

ما ځواب ورکړ: «مجسمې یې ماتې شوي، نوم یې پاک شوی او سینوهه ویلي وو، چې حافظه یې پهٔ ټپونو ور ورکه شوې وه»

پارامسو د خپل مېز لهٔ صندوقه د ډبرې یوه وړه ټوټه راوایسته. پر هغې د دوو جنګي ګاډیو انځور و. د یوې ګاډۍ مخې ته هورم هب او د بلې هغې مخې ته نخت مین لیکل شوي وو.

دهٔ وویل: «دا د شمال د یوې جګړې د یادګار برخه ده. هورم هب، چې فرعون شو، پهٔ نورو ګاډیو یې نوم وکیښ. ما دا ټوټه لهٔ ماتېدو وساتله، نهٔ ستا لپاره، بلکې ځکه، چې یؤ سرتېری باید پوه شي، چې کومه بریا د چا وه»

ما د ډبرې پر ژوبل لیک ګوته کېښوده. پهٔ ذهن کې مې ناڅاپه د آس چیغه، د څرخ ماتېدل او د وینو بوی تېر شو. انځور د اسماني برېښنا پهٔ شان راغی او لاړ. زنګنونه مې کمزوري شؤل.

پارامسو زما بدلون ولید. پهٔ حېرانتیا یې وپوښتل: «څهٔ دې ولیدل؟»

ما دروغ وویل: «هېڅ»

پارامسو موږ ته خبر راکړ، چې هورم هب لهٔ شماله ناروغ را ستون شوی. عامو خلکو ته ویل کېدل، چې فرعون د دښمنانو لهٔ ښارونو سرهٔ زر راوړي، خو پهٔ حقیقت کې د دهٔ پښې پړسېدلې وې، ساه یې تنګېده او د دربار طبیبان یې یؤ پهٔ بل پسې لهٔ خونې ویستل. دهٔ زوی نهٔ درلود، د آمون ستر کاهنان، د پوځ قوي مشران او د ماڼۍ ځینې لیکوالان د راتلونکي واک پهٔ حساب بوخت وو.

پارامسو وویل: «هورم هب خپل وارث ټاکلی دی، خو فرمان تر هغو پټ دی، تر چې پهٔ فرعون کې ساه چلیږي. کهٔ تهٔ د ايي زوی نخت مین یې، نو تخت به دوه وارثان ولري او د تخت دوه وارثان او دوه واکداران د جګړې بل نوم دی»

ما وویل: «زهٔ دا تاجونه ماجونه نهٔ غواړم»

دهٔ وویل: «دا خبره هر هغه سړی کوي، چې لا یې تاج نهٔ وي لیدلی»

تخت د سرو زرو څوکۍ نهٔ ده، تخت دا دی، چې ستا یوه خبره د زرګونو خلکو سبا بدل کاندي.

میریت وویل: «نخت مین خپله موږ غواړي. مين مېس هغه د هورم هب پهٔ زړه ماڼۍ کې ساتلې ده»

پارامسو خپل زوی ته وکتل. ستي سر ټیټ کړ، لکه د مور د زندان خبر، چې دهٔ لهٔ خپل پلاره پټ ساتلی وي.

پارامسو سر وښوراوهٔ: «ستا خبرې او کردار د پاچا نهٔ دي، د طبیب دي، ښايي سینوهه پهٔ تا کې تر خپلې خوښې ډېر څه پریښي وي»

دهٔ د یوې ماڼۍ نقشه را وویسته. هورم هب هغه ماڼۍ د اخناتون لهٔ زړو ډبرو جوړه کړې وه، آتون د معبدونو وړې ډبرې یې دننه د دېوالونو پهٔ ډکؤلو کې کارولې وې. ماڼۍ درې انګړونه، د بندیانو زېرزمینۍ، د غلو د انبار خونې او د نیل خوا ته پټه دروازه لرله.

ستي وویل: «سبا ماښام د آمون د سپېڅلې کښتۍ مراسم دي. د ماڼۍ نیم ساتونکي به د لارې پهٔ ساتنه بوخت وي. موږ به د غلو د مامورینو پهٔ جامو کې د سیند لهٔ دروازې ننوځو»

میریت وپوښتل: «مور؟»

ستي وویل: «زما پلار غواړي، چې نخت مین ژوندی پاتې شي. زهٔ نهٔ پوهېږم، چې دا ژوند د مصر لپاره غواړي او د خپلې پاچاهۍ او تاج لپاره؟ خو فرمان یې همدا دی»

پارامسو پهٔ کلک غږ وویل: «زهٔ مصر لهٔ جګړې ژغورم»

ما ورته وویل: «هر جنرال خپله جګړه د مصر ژغورنه بولي»

هغه وخندل، خو پهٔ خندا کې یې ستړیا او ماتم و: «اوس پوه شوم، چې تهٔ ولې سینوهه لهٔ درباره پټ ساتلی وې. کهٔ یې داسې نهٔ وای کړي، تهٔ به یوه ورځ د ټولو دښمن شوی وې»

شپه مو د ماڼۍ د آسونو پهٔ کوټه کې تېره کړه. خوب نهٔ راتهٔ. د سینوهه لیک مې بیا ولوست. دهٔ زما د سر د ټپ خبره کړې وه، خو نه یې ویل، چې چا؟

کهٔ هورم هب غوښتل، چې زهٔ مړ شم، ولې یې جسد و نهٔ موند؟ کهٔ سینوهه ژغورلی وم، ولې یې خپل شاګرد نهٔ کړم؟ ولې یې د مړیو پهٔ کور کې پرېښودم؟ تر هر ځواب لاندې د نورو سوالونو هغې طبقې پرتې وې!!

میریت د کوټې پهٔ بل سر کې ناسته وه. ما تر وپوښتل: «تهٔ زما پهٔ اړه څومره پوهېږې؟»

هغې وویل: «دومره، چې باید درته و نهٔ وایم او دومره لږ، چې باید باور پرې و نهٔ کړې.»

خبره یې مبهمه وه. و مې ویل: «سینوهه تا ته څهٔ سپارلي وو؟»

هغه لږ خاموشه شوه، بیا یې وویل: «دا، چې کله صندوق طیبس ته ورسېد، تا د خپل نوم تر حقیقته ورسؤم»

نور پوهېدل مې غوښتل، بیا مې وویل: «او لهٔ هغې وروسته؟»

هغه یوه شېبه غلې شوه. بیا یې وویل: «تر هغې وروسته یې ویلي وو، پرېږده، چې خپله لاره وټاکي، حتی کهٔ لاره یوهٔ نامالوم ځای ته هم تللې وي.»

سهار د معبدونو پهٔ زنګونو پېل شو. کاهناننو د آمون مجسمه پهٔ رنګه پردو کې پټه کړې وه او پر سپېځلې کښتۍ یې کېښوده.

خلکو باور درلود، چې د دوی الهه د کښتۍ د خوځېدو لهٔ لارې «هو» او «نه» وايي. خو ما ولیدل، چې د کښتۍ وړونکي د ستر کاهن د ګوتې پهٔ اشاره ښي او کیڼ لور ته ګرځي. د دوی د دغې الهې ځواب د هغو اوږو تابع و، چې هغه یې لېږداوهٔ.

موږ د غلو د مامورینو جامې واغوستې. ستي خپل مخ پهٔ دوړو تور کړ، خو د دهٔ د ولاړېدو طرز لا هم د مشر و. ما ورته وویل: «کهٔ ساتونکي دې وپېژني؟»

دهٔ وویل: « بې پروا شوی یم. بې پروايي خپل د سکون یوه لاره ده، بلکې د سکون مقام دی.»

بیا یې ملا کږه کړه او د یوه ستړي کاتب پهٔ شان روان شو.

د سیند پټه دروازه د غلو د لسو کڅوړو تر شا وه. پارامسو د انبار مهر را کړی و. ساتونکي مهر وکوت، خو د میریت مخ ته یې ډېر وکتل. هغې ورته وویل: «کهٔ د غلو شمېر زما پر مخ لیکل شوی وي، ښهٔ یې ولوله!»

ساتونکي وخندل او موږ ته یې اجازت را کړ.

پهٔ ماڼۍ کې دننه د آتون د پخوانیو ډبرو کرښې د دېوال پهٔ تشو کې لیدل کېدې. پر یوې ډبرې د لمر وړانګه کښل شوې وه، چې د پاچا لاس یې رڼا کاوهٔ. د اختان الهې اوس د هورم هب د غلو تر ګودامه محدود شوی و.

موږ تر لومړي انګړ تېر شوو. دویم انګړ کې بندیانو د اوبو لوی لوښي وړل. د هر یوهٔ پر غاړه د لرګي تخته وه، چې جرم یې پرې لیکل شوی و: د ماليې ځنډ، د معبد د ځمکې نیول، لهٔ پوځه تېښته او یا د منع شوي نوم یادول. یوه سړي پر تخته یوازې یؤ نوم درلود«آتون» د هغهٔ جرم د دهٔ د خدای د نوم اخیستل وو.

زېرزمیني ته د کوزېدو زینې د زندان د کاتب تر مېز لاندې وې. ستي مهر ور وښود. کاتب د پارامسو نښه وپېژندله او رنګ یې واوښت. ده دروازه خلاصه کړه، خو زموږ تر تېرېدو وروسته یې د تېښتې زنګ ته لاس ور واچاوهٔ. وفاداري ښهٔ شی دی، خو پهٔ هر ځای کې یې بڼه بدلیږي. د واک پهٔ خونو او ماڼیو کې وفاداري د هغهٔ سړي کار دی، چې د دوو زورورو لهٔ منځه د نږدې زورور خوا نیسي.

موږ منډه کړه. د ځمکې لاندې هوا ګرمه او نمجنه وه. لهٔ خونو د بندیانو ټوخی، دعا، ښکنځل او نور بې ترتیبه اوازونه را تلل.

میریت غږ وکړ. لهٔ لرې خونې یؤ کمزوری غږ راغی: «نخت مینه!»

زهٔ جام پاټې شؤم. هغه غږ مې نهٔ پېژاندهٔ، خو اندرون مې څهٔ ویل، څهٔ کش مکش را کې پېدا شو. پهٔ ذهن کې مې د آسونو شور شو او پهٔ غوږونو کې مې یوې ښځې سندرې ازانګې کړې. دروازه مو ماته کړه. دننه یوه سپین سرې ښځه پرته وه. لاسونه یې پهٔ زنځیر تړلي وو او مخ یې د تبې لهٔ امله سور و. هغې سترګې پرانیستې او زما زنې ته یې لاس را اوږد کړ: «ستا مخ زوړ شوی دی وګوره د وېرې پر وخت دې کیڼه سترګه تنګیږي.»

هماغه شېبه مې پهٔ حافظه کې یوه دروازه خلاصه شوه. ما هغه د اخمیم پهٔ یوه باغ کې ولیده. ما د جنرال جامې اغوستې وې او هغې زما پر مټ یوه لته تړله. آيي لرې د تاکونو سیوري ته ناسته وه. را ته و یې ویل: «هورم هب پوځي بدن او زړهٔ لري، تهٔ باید د مصر حافظه خپله کړې»

بېرته حال ته راغلم. پهٔ زندان کې د یوې زړې ښځې مخ ته ولاړ وم. زهٔ پهٔ زنګونو قات شؤم: «مورې!»

هغې موسکا وکړه، خو زما تر شا یې ستي ولید، موسکا یې مړه شوه.

هغې پهٔ حېرانتیا وویل: «د پارامسو زوی!!»

د زینو لهٔ پاسه د عسکرو اوازونه رانږدې شول. ستي د هغې زنځیر ته قیچي ته ورته شی اړم کړ. هغې د ولاړېدو هڅه وکړه، خو پښو یې توان نهٔ درلود. ما ژر پهٔ اوږه کړه.

هغې زما پهٔ غوږ کې وویل: «مین مس هورم هب ته کار نهٔ کوي»

ما وپوښتل: «نو چا ته یې کوي؟»

هغې ځواب را نهٔ کړ، ځکه مین مس د دهلېز پهٔ پای کې را ښکاره شو. تر شا یې د آمون د معبد وسله وال ولاړ و، نهٔ د فرعون عسکر!

هغه وویل: «بوډۍ یوي ریښتیا وايي. فرعون مړ کېدونی دی. موږ د مصر لهٔ هغه ځواک سره یو، چې تر فرعون اوږد ژوند کوي»

مین مس وخندل عسکر پهٔ موږ را وخوځېدل، ستي لومړی وار د یوه عسکر پهٔ نېزه وکړ. میریت د څراغ تېل پر ځمکه توی کړل او لمبه یې ور خطا کړه. اور د دهلېز منځ ونیوه.

موږ د بندیانو خونې پرانیستې. غله، بزګران، پخواني آتوني کاهنان، تښتېدلي عسکر او نور یؤ ځای راووتل. ځینو د مین مس پهٔ کسانو برید وکړ، ځینې هغه د دروازې پهٔ لټه کې شول او ځینې یوازې پر ځمکه کېناستل. اوږد زندان د ازادۍ مانا بدلوي، حتی پردی کوي یې.

د ماڼۍ د اوبو سوری مو وموند. ستي مخکې، زهٔ یوي پر اوږه ورپسې او نور وروسته را روان وو. اوبه تر زنګونو را رسېدې او لوګی پهٔ تونل کې را راوان و.

یوي مې پر اوږه وه، را ته و یې ویل: «تهٔ باید لهٔ پارامسو سره لاړ نهٔ شې»

ومې ویل: «ولې؟»

هغې ورو وویل: «ځکه آيي پهٔ هغه باور نهٔ درلود.»

ورو مې وویل: «نو آيي پهٔ چا باور درلود؟»

هغې کمزورې خندا وکړه: «پهٔ هیچا»

د سوري پهٔ پای کې زنګ وهلی جال و. پهٔ اسانۍ مات شو او د نیل شنو اوبو ته ورسېدو.

پهٔ غاړه د آمون مراسم روان وو. زرګونه د آمون کښتۍ ته پهٔ زنګنونو وو. موږ د هغوی تر منځ لانده او پهٔ خټو ککړ را ووتو، خو هیچا سر پورته نهٔ کړ. شاید دغه مهال درې تښتېدلي کسان او یوه زنداني مور د لیدلو وړ نهٔ وو.

یوازې یوهٔ ماشوم ولیدو. هغهٔ خپلې مور ته وویل: «مورې دا خلک لهٔ سینده را ووتل»

مور یې سر ټيټ وساتهٔ ورو یې وویل: «چوپ شه! نن شاید امون ښار ته راوتلی وي.»

ماشوم وویل: «هغه خو پهٔ پردو کې پټ دی»

ما د هغهٔ خبرې واورېدې. د ماشوم ذهن سپین کاغذ وي. چې هر څهٔ دې پرې ولیکل، و به یې لولې.

د پارامسو کښتۍ موږ ته را نژدې شوه. ستي پهٔ کې د یوي بې دمې ژوند تن ورکېښود. زهٔ د ورپورته کېدو پهٔ حال کې وم، چې یوي مې مړوند ونیوه: «نخت مینه! سینوهه تهٔ یوازې د هورم هب لهٔ تورې نهٔ وې ژغورلی»

ما وپوښتل: «لهٔ بل چا یې ژغورلی وم؟»

هغې د کښتۍ پهٔ بل سر کې پارامسو ته وکتل. ورو یې وویل: «لهٔ هغهٔ سړي، چې ستا پلار یې وواژهٔ»

ما وویل: «زما پلار آيي و؟»

هغې سترګې پټې کړې: «آيي ستا پاچا و. ستا پلار بل څوک و»

کښتۍ لهٔ غاړې ورجلا شوه. د آمون د مقدسې کښتۍ ډولونه وغږېدل، خلک پهٔ سجده پرېوتل او پارامسو مخ را واړاوهٔ. یوي نور څهٔ و نهٔ ویل. خو ما د دې پر زوړ مخ د هغه سړي سیوری ولید، چې ښايي زما د پلار نوم، مرګ او د مصر راتلونکی درېواړه ورسره تړلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...