Homeخبرونهمشاهد حسین: پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره په اساسي...

مشاهد حسین: پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره په اساسي ډول بدله کړي

تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د پاکستان پخواني سناتور او سیاستوال مشاهد حسین سید ویلي، اسلام‌اباد باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره په اساسي ډول له سره وڅېړي.

هغه دا خبره د «د پاکستان او افغانستان له شخړې هاخوا؛ د سیمه‌ییزې سولې او متقابل تفاهم د پرمختګ» په نوم غونډه کې وکړه چې په پېښور پوهنتون کې جوړه شوې وه.

مشاهد حسین وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې باید د امنیتي او ستراتیژیکو اندېښنو پر ځای پر سوداګرۍ، پانګونې، د خلکو ترمنځ اړیکو او ګډو اقتصادي ګټو ولاړې وي.

هغه د خبریال او سیاستوال په توګه د افغانستان په اړه خپلو څلوېښت کلنو تجربو ته په اشارې وویل، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې یوازې د دوو ګاونډیو هېوادونو اړیکې نه دي، بلکې د دواړو هېوادونو په تاریخ، جغرافیه، کلتور او اقتصاد کې ژورې ریښې لري.

نوموړي زیاته کړه چې د تېرو څلورو لسیزو تجربې ښودلې چې پوځي لاسوهنې او ستراتیژیکې محاسبې په افغانستان کې دوامداره ثبات نه شي رامنځته کولی.

دغه پخواني پاکستاني سناتور له اسلام‌اباد څخه وغوښتل چې سوداګري له سیاسي اختلافاتو جلا کړي او ویې ویل چې سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

مشاهد حسین خبرداری ورکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سوداګرۍ کې خنډونه کېدای شي د ایران او منځنۍ اسیا له لارې بدیلې سوداګریزې لارې پیاوړې کړي او د پاکستان اقتصادي سیالانو ته زمینه برابره کړي چې د افغانستان د بازار لویه برخه خپله کړي.

هغه همداراز د سیمه‌ییز اتصال پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د واخان دهلېز کولی شي پاکستان، افغانستان، تاجکستان او چین له یو بل سره ونښلوي او له منځنۍ اسیا سره د نویو سوداګریزو فرصتونو زمینه برابره کړي.

د غونډې نورو ویناوالو هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ دوامداره شخړې او ترینګلې اړیکې د سیمه‌ییزې سولې، دوه‌اړخیزې سوداګرۍ، اقتصادي نښلونې او د سرحدي سیمو د ثبات لپاره ګواښ وبللې.

دوی له دواړو هېوادونو وغوښتل چې خپله تګلاره له مقابلې او تقابل څخه خبرو اترو، سوداګرۍ او سیمه‌ییزې همکارۍ ته واړوي.

1 COMMENT

  1. واخان په مسیر کې موږ له پاکستان سره سوداګیریزه لاره نلرو ، د پاکستان او افغانستان لاری د خوست، پکتیا او پکتیکا او تورخم او همدارنګه کندهار سپین بولدک لاره ده نو لیکوال باید دا واخان موضوع په اړه زیرک ووسی چې واخان لپاره خو پاکستان له جبهی مقاومت او پخپله څو ځله کوښښ وکړ چې خپله کړی او هلته بدخشان کې یې څلې جوړ کړی چې بیا څو کاله پخوا وران شو
    که پاکستان غواړی چې ستونزه تل حل شي نو تیرو لارو بندیدو له امله افغان سوداګرو ته تاوان او غرامت ورکړی او بیا ځلی د لاره بندیدو لپاره د سوداګیری سازمان او چین یا امریکا یې تضمین وکړی چې بیا به دروازه نه بندوی، همدارنګه سعودی او ترکیه هم کولی تضمین وړاندی کړی یا سعودی عربستان ځکه بی له تضمین ورکولو موږ افغانان په پآکستان هیڅ باور نلرو پنجابیانو خپل اعتبار بایللی ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د «زاړه میرزایان او زلمي لیکوال» کتاب ته یوه کتنه

د کتاب نوم: زاړه میرزایان او زلمي لیکوال لیکوال: ملوک رغون خپرندوی: د افغانستان ملي تحریک، فرهنګي څانګه د چاپ کال: ۱۳۹۴ لمریز کال ـ ۲۰۱۵ میلادي...