یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د جادویي قلم څښتن لیکوال نصیراحمد احمدي / نرګس سهاک

د جادویي قلم څښتن لیکوال نصیراحمد احمدي / نرګس سهاک

یو وخت وه چې کله به مو په سر د ناول، رومان یا کیسې هوا ولګېده نو یا به مو د تولستوی جګړه او سوله رااخیسته، یا د ګابریل سل کاله یوازیتوب، یا د داستایفسکي د کارامازوف ورونه او یا هم سینوهه او له لوستلو به مو خوند اخیسته او یو وخت شو چې الله پاک په پښتو ژبې دا پېرزوینه وکړه او داسې لیکوال یې مونږ ته ډالۍ کړ چې بیا به مو دده د ناولونو په لوستو د بهرنیو لیکوالانو ناولونه او رومانونه نه یادېدل. د پښتو ادب په آسمان کې دی یو له هغو ستورو وه، لکه د ماښام ستوري چې رڼا خو یې ډېره رڼه وي مګر عمر یې ډېر لنډ؛ دغه روڼ ستوری زمونږ د معاصرې دورې محبوب لیکوال ارواښاد نصیر احمد احمدي دی. ارواښاد احمدي زمونږ د پښتو ژبې هغه ناول لیکوال او کیسه لیکونکی دی کوم چې لیکوالي یې په زړونو پاچایي کوي او دا بې تخته پاچایي ددې خبرې ښکاره ثبوت ده چې دی یو محبوب لیکوال دی. له بړبوکۍ څخه نېولې تر بغدادي پیره، له رڼا څخه تر اغزن سیم پورې احمدي په تڼاکو پښو هغه مزل کړی دی کوم چې د نړۍ د ډېرو لږو لیکوالانو دداسې مزله شاهدان یو. احمدي د یوه فوق العاده استعداد څښتن لیکوال وه، دی چې سیاسي لیکنې کوي نو ته به وايي ګنې دی د وخت تکړه سیاستمدار دی، هم سیاست بیانوي، هم یې ښیګنې او هم يې هغه بدبختیو ته اشاره کوي چې ناکامه سیاسیون یې د ځان د بریا او مطرحیدو له پاره کاروي او ټول ملت خپل ځانته د سیاست میدان ګرځوي. چې کله د پېریانو او ښاپيریو بحث ته راځي نو داسې یې درته منظر کوي چې زړه ورسره رپي او وايي خدای مکړه دا پېریان دلته رانشي. خو کله چې کله اغزن سیم ترسیموي نو انسان، د انسان غوښتنې، د انسان له ذهن څخه دده د خیالي نړۍ په اړه د خوش فهمۍ پرده په دومره مهارت اوچتوي چې انسان نیغ په نیغه ریښتیني نړۍ سره مخ کوي. کله چې د یوې افغانې نجلۍ زړورتیا، ځیرکتیا او په ځان باور بیانوي نو بیا د ماریا کیسه کوي او چې کله غواړي د یوه ساده کلیوال زړورتیا، شهامت او مینه انځور کړي نو لوستونکي په دې سفر کې تر هغې ځان سره بیايي ترڅو چې دی ووايي: 

یوه خبره درته وکم؟

دا هر څه به په ویلو ډېر آسانه ښکاره شي خو په عمل کې دا سفر د سمندرونو ورهاخوا سفر دی، ځکه چې یو ځل لیکوال سیاستمدار شي، یو ځل د ولس یو عادي وګړی، بل ځای بیا جادوګر شي او کله کله خو آن ارواپوه، مفسر، قاضي، مشاور او د اړتیا په وخت کې یو فلسفي انسان او ټولنپوه هم ورنه جوړیږي دا ځکه چې دی د ټولنې په رموزو او حساسیتونو پوه لیکوال دی، دی په خپلو لیکنو کې ځای ځای داسې ستر ستر مفاهیم ځایوي چې جملې خو یې ډېرې ساده او لنډې وي خو تر شا یې یو کتاب خبرې او یو پوهنځی زده کړه ده. لکه په یوه ځای کې دی وايي: 

– ځینې خبرې نه ویل کېږي خو باید پرې پوه شو، مثلاً ځینې کسان پرته له مونږ څخه ژوند نشي کولای او دې حس ته وابستګي وايي او وابستګي له مینې څخه پورته احساس دی. 

په بل ځای کې بیا وایي: 

-کله کله له یو چا خپه کيدل د ګرانښت وروستی حد دی. 

تاسې وګورئ ددې سترو جملو اروايي اړخ ته څومره مظبوطې او سترې جملې دي او څومره ستر مفاهیم لېږدوي.

د لیکوال قلم دومره پراخ دی چې د لیکوالي، ډاکټري، سیاستمداري رمزونو سره سره د یوه ښه ښوونکي او لارښود رول هم لوبوي، دی د لیکوالۍ چل، هنر او فن د یوه ستر فنکار په څېره کې نورو ته ورزده کوي او په خوږو خوږو خبرو نور د مطالعې او لیکوالۍ فن ته رابلي.  

دده د لیکنو د انځورونو په اړه به نو څه ووایم؟

دده د لیکنو انځورونه دومره طبیعي، سوچه او د ټولنې د حقایقو منعکسوونکي دي، چې دده لیکنو او جملو ته ساه ورکوي او هغوی ته ژوند وربښي او ددې لامل کېږي چې کله هم څوک دده لیکنې لولي نو داسې انګیري لکه یوه ژوندۍ پیښه چې ګوري او یا هم یوه سپین سرې ادې ناسته ده او مونږ ته یوه کیسه داسې بیانوي چې ټولې خواوې له خپل ټول کیفیت او ماهیت سره پکې رانغاړي. مثلاً:

-د مخامخ کمره پر سر یوه ځوانه نجلۍ ولاړه وه، ټیکری یې نه وه، ټټر یې راوتلی ښکارېده، آسمان ته یې کتل تور اوږده وېښته یې له ملا بېل ښکارېدل. شیرمحمد منډه ورواخیسته، نجلۍ ټوپ کړل، لاندې په سپینو ځګونو کې ننوته. سړي خپل څادر، تبر او پټکی پر ځمکه واچول، کوټ یې وویسته په یوه هسکه ډبره وخوت روانو ځګنو اوبو تور غنچه ویښته ورسره وړل.

په بل ځای کې بیا داسې منظر کشي کوي:

-نجلۍ یو دم منډه کړه، د ګاز له سره یې دیګ ورپورته کړ، دیګ کوږ شو، خو تر چمنه ورسيد. بصیر په بېړه اول نجلۍ او بیا ماشوم ته وکتل، ماشوم د تخت په سر د ګاز پر بله ډبه پښه اېښې وه.

تر ده مخکې آرزو ورورسېده، د ګاز ډبه یې له تخته ښکته کړه، خپلې ګوتې یې خولې ته وروړې، څو ځله یې ورپوه کړل. بصیر په بېړه ورغی ، د نجلۍ غبرګ لاسونه یې په خپلو لاسونو کې ونېول، د د آرزو د دواړونو لاسونو ګوتې تکې سرې وې. بصیر د اوبو بوتل ورواخیست، د نجلۍ له لاسونو رڼې اوبه تویې شوې.

کله کله خو آن د کیسې د کرکټرونو د ظاهر د بیان، د هغوی د ځانګړنو او د هغوی د ښه پېژندلو له پاره استادانه ژبه هم پیدا کوي او تر مونږ یې رارسوي. د بیلګې په توګه:

-ښځې د بړستن پیڅکه وښویوله، وړې کڅوړنې سترګې یې رډې راوختې.

د پراته سړي سترګې پټې وې، په پکه ککرې پورې نښتي تار تار ویښته یې لانده ښکارېدل. پر لمروهلي تور تندي یې څاڅکې – څاڅکې خوله پرته وه. ده په تېزۍ سره ساه اخیسته.

یا هم په بل ځای کې:

-نجلۍ کونج ته غلې کېناسته، سړي ورته وکتل، له خیرت څادر سره سپین مخ، تر شنو غټو سترګو راګرځیدلي تور اوږده باڼه او پر تندي پراته پیچلي لانده ویښته راوتلي ول.

او یا هم دا انځور:

-عکس ته مې وکتل، په ټیلیفون کې د مریم خبرې را په زړه شوې:

-نه دومره بدرنګه هم نه یم، خوله مې وړه ده، سترګې غټې، و یښته مې ګڼ او پیچلي، ږمنځ پکې بندیږي، بس! له رنګه یو څه توره یم.

ټول سم ول، یوازې په غټو سترګو کې ډنډ اوښکې ترې هېرې وې.

دده ژبه د ولس او ټولنې ژبه ده، هیڅ داسې کلمه نه راوړي چې ګنې پردۍ دې وي او یا هم لوستل یې کتابي او خیالي ښکاره شي یا نابلده خبره دې وي. 

دی چې مینه کوي مینه یې د پښتونولۍ رنګ لري، چې ضد هم کوي پښتو ضد کوي، درناوی یې هم پښتون دی، ټولنیز چاپیریال هم په پښتني قالب کې ترسیموي، ژوند د ژوند معیارونه هم په پښتني ماحول کې بیانوي، دده متل، نظر، مشوره، د حل لاره، ژوند، اساسات، هرڅه پښتني او اصیل دي هیڅ پردی خوند پکې نه لیدل کیږي او همدا هرڅه ددې لامل کېږي چې دده لیکنې په زړونو کیني. لکه:

-شیرګل تو کړل، د نجلۍ له سپینې زنې لاړې وڅڅېدې.

کوچي چیغه کړه!

-تا ماته دوکه راکړه!

ماریا خپل لسټونی پر زنه تېر کړ کلا ته وکتل، تور لوګی ترې پورته کېده ورو یې وویل:

-ما یوازې خپله دنده تر سره کړه!

او یا هم:

-ځوان ورو وویل:

-په مونږ یې څه! که یې وژني او که یې بل ځای بیايي، خو دلته نشي پاتې کېدای.

د وړانګې سر وځړېد:

-وبال لري!

د بوډۍ ګونځې شونډې وخوځېدې:

-شېرګله زویه! خور دې بده خبره نکوي تورسرې ده.

دده مکالمې او ډیالوګونه دومره خواږه دي چې انسان پکې ډوبېږي او فکر کوي لکه دا هرڅه چې دی تجربه کوي او وايي او دا هرڅه دده د جادوګر قلم ځواک ده. د بیلګې په ډول: 

-نجلۍ لاس وروغځاوه، آیینه یې په ټټر پورې ونیوله ورو یې وویل:

-څوک وايي: چې ته بدرنګه یې؟

شیرمحمد وخندل: 

-ملنډې وهې؟

نجلۍ پورته وکتل، له شنو سترګو څخه یې اوښکو منډه واخیسته، په لندو سپینو بغورو کې د باران له څاڅکو سره ګډې شوې، شونډې یې وخوځېدې:

-له زړه وایم. 

شیرمحمد وویل:

-یوه خبره درته وکړم؟

د نجلۍ سلګیو زور واخیست.

-هو

سړي په غریو کې وویل:

-هیڅ

نجلۍ په غریو کې وویل:

-یوه خبره درته وکړم؟

د سړي ستونی ډک شو:

-هو

د نجلۍ سرې شونډې ورپېدې:

-ته راباندې ګران یې!

د احمدي صیب د کمال بله خبره دده د کتابونو له پاره د نومونو ټاکنه ده، چې څومره هم ښکلی کتاب وي خو چې نوم یې هنري او شاعرانه نه وي نشي کولای چې خپل لوستونکي ځان ته جذب او په هغوی کې د ښکلا احساس رامنځته کړي، ځکه چې اوبه د پیالې له مخې څښکل کيږي او تکړه لیکوال هغه کس دی چې د خپل کتاب له پاره داسې نوم ټاکي چې لوستونکي د کتاب لوستو ته یو ډول انګیزه پیدا کړي او غواړي چې وپوهېږي ددې ښکلي نوم تر شا به څه کیسه وي او احمدي دا ځانګړتیا لري او دی په دې راز ډېر ښه پوهېږي چې څه ډول د خپلو لوستونکو تلوسه راوپاروي او د کتاب لوستلو ته یې وهڅوي. مثلاً:

یوه خبره درته وکړم؟ رڼا، رنګه غوږونه، جوجو، بغدادي پیر، اغزن سیم، د واورې سړی، سړه سیلۍ، بوړبوکۍ، خونکار، اخ وطنه، پټان، د معجزې تیږه، اشر، نیکه، زرو، ټال، بوډا او د لیوانو پلونه او داسې نور….

که دده د کتاب يوه پاڼه ولوستل شي نو پرته له شکه چې دا کتاب به ترپایه لوستل کیږي او داسې کتابونه ډېر کم دي چې خپله په خپل ځان د خپل بقا لامل ګرځي. ما چې کله د احمدي صیب اغزن سیم ناول د کابل په یوې تیارې او بې برښنا شپې کې د ډېوې رڼا ته ولوسته، هيڅ مې پام نه وه چې ګنې دومره موده به مې همداسې پرله پسې دا ناول لوستی وي، دا زما لومړی ځل وه چې دوامداره او دومره اوږده مطالعه مې کوله، چې کله مې پام شو نو د ناول د پای پاڼه رارسېدلې وه او چې کله مې د ساعت ستنې ته وکتل کابو پینځه یا شپږ ساعته وتلي وه او زه پرته له دې چې له خپل کتاب څخه سترګې اوچتې کړم ناول مې ختم کړی وه. ډاډه یم که دا کتاب تر سهاره هم نه وای خلاص شوی نو ما به تر سهاره پورې لوستی وی. دا دده د ناول کمال وه چې ماته یې دا اجازه نه راکوله ترڅو کتاب یوه اړخ ته کیږدم او بیا په فرصت سره یې مطالعه کړم. 

ما به چې کله د ناول کتاب اخیسته نو لومړی به مې د لیکوال نوم ته کتل چې که د احمدي صیب وي چې هرومرو یې واخلم او که چېرې د کوم بل لیکوال وي نو بیا به يې په کرارې وګورم، د احمدي صیب له مرګه وروسته ما بیا ناول ونه لوسته نپوهېږم دا به د ناول لوستو سره زما عاطفي چلند وي او که په رښتیا هم د هغه د هنر مالګه په نورو ناولونو کې نشم موندلای؟

د ارواښاد احمدي په اړه که ساعتونه ساعتونه خبرې وشي بیا هم کمې دي خو زه خپل بحث دلته راټولوم او وایم: احمدي صیب هغه بختور انسان وه چې په پښتو ادبیاتو او ددې ملت په زړونو کې یې په ډېره کمه موده کې دومره ستر ځای ځانته جوړ کړ چې په معاصر ادب کې یې د ناول لیکنې او د کیسې د برخې تشه ډکه کړه، ده د یوه لیکوال په صفت خپل هغه مسوولیت ادا کړ کوم چې ده پورې اړوند وه، هیله منه یم چې دده دا لار به د ادب د مینه والو لخوا هرومرو تعقیبیږي او دده پاتې هیلې به په دې برخې کې حتماً پوره کېږي. خو یو څه چې ویل یې اړین دي هغه دا چې مونږ به کله هم داسې یو ستر، مهربان او د حوصلې خاوند احمدي پیدا نشو کړای، دی به کله هم تکرار نشي. خو د پښتو ادب په دې راڼه آسمان کې به د احمدي ستوری تل ځلیدونکی او ځای به یې په حقیقي ژوند کې د تل له پاره خالي وي.  دده د نشتون حس به د تل له پاره ژوندی او دا تشه به کله هم ډکه نشي.

اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې! 

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده. 

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب