Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت: داعش غواړي له حج څخه پر راغلیو چارواکو...

د کورنیو چارو وزارت: داعش غواړي له حج څخه پر راغلیو چارواکو برید وکړي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ولایتونو امنیه قومندانانو ته خبر ورکړی چې د داعش له لوري له حج څخه پر راغلیو دولتي مامورینو د حملو خطر ته پام ولري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ولایتونو امنیه قوماندانانو ته په استولي مکتوب کې ویلي چې داعش غواړي د طالبانو پر هغو چارواکو بریدونه وکړي چې تازه د حج له سفره راستانه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په مکتب کې، چې د پلان او اوپراسیون لوی رييس ملاعبدالباري سیف الله لاسلیک کړی، ډیر جزییات نه شته.

د سږ کال د حج مراسمو ته د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په ګډون ګڼ شمېر طالب مشران تللي وو.

په وروستیو کې د داعش ډلې تمرکز د طالبانو چارواکو ته دی. دې ډلې د طالبانو د حکومت د بدخشان مرستیال والي، د بلخ والي او څو قوماندانان ووژل.

2 COMMENTS

  1. دا خو جوته او ښکاره دي چې د کورنیو چارو وزارت د خوست د ډمانو یا مصلیانو قوم حقاني کورني لاس ته ورغلي.
    پورته خبر هک حیران کړم، تر پرون همدې شبکې حتى په زانګو کې ماشوم باندي هم رحم نه کولو، خو نن د داعش له کړو شکایت لري. دواړه د یوه اس غوږونه دي . دا دواړه ډلې ترهګري او د بشریت خلاف دي او باید محوه او نابود سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...