جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+نامتو لیکوال میلان کوندرا مړ شو

نامتو لیکوال میلان کوندرا مړ شو

تاند- نامتو چکي الاصله فرانسوی لیکوال میلان کوندرا نن (چهارشنبه، د جولای ۱۱ مه) د ۹۴ کلونو په عمر مړ شو.

کوندرا ګڼ شمېر لنډې کیسې، ناولونه، ډرامې، مقالې او شعرونه لیکلي خو تر هر څه ډیر ستر ناول لیکوال ګڼل کېږي.

میلان کوندراد د ۱۹۲۹ م کال د اپریل په لومړۍ نېټه د چکسواکیا په برنو ښار کې، چې اوس د چک جمهوریت دوهم ستر ښار دی، زېږېدلی، پلار یې موسیقي پوه او پیانوغږوونکی و. میلان کوندرا پیانو له خپل پلاره زده کړه او بیا یې په موسیقي پېژندنه کې زده کړې وکړې. پر موسیقي د ده پوهه د ده په ټولو اثارو کې احساسیږي.

ادبیات او ښکلاپېژندنه یې د پراګ د چارلز پوهنتون د هنر په پوهنځي کې ولوستل، بیا د فلم اکاډیمۍ ته لاړ.

په ۱۹۵۲ م کال له پوهنتونه تر فارغ التحصیل کېدو وروسته یې د فلم په پوهنځي کې د استاد په توګه د نړۍ ادبیات تدریسول.

کوندرا د زلمیتوب په یوه مرحله کې د چکسلواکیا په کمونیست ګوند کې شامل شو خو وروسته ورڅخه دومره بیزاره شو چې خپل هیواد یې د کمونیزم له لاسه پرېښود.

کوندرا د «پراګ پسرلي» غورځنګ په مهال له نورو ځوانانو سره یوځای د دغه غورځنګ په ننګه فعالیت کاوه. (نور ولولئ – د پراګ پسرلی)

د شوروي پوځونو یرغل د پراګ پسرلی نیمه خوا کړ او کوندرا په تور لیست کې شامل شو خو له دې سره سره ده په دې هیله چې ممکن د پراګ د مني اهمیت د پراګ تر پسرلي زیات وي، د خپلو همفکرو نقد پیل کړ، مګر بیا هم نه یوازې له پوهنتون څخه وایستل شو بلکې د کتابونو پر چاپ او خپرېدو یې هم بندیز ولګول شو.

دی په ۱۹۷۵ کې فرانسې ته جلاوطنه شو. د چکسلواکیا حکومت ورڅخه تابعیت واخیست. خو څو کاله وروسته فرانسې تابعیت ورکړ.

ده ادبي فعالیت په څوارلس کلنۍ کې په شعر ویلو پیل کړ. په ۱۹۵۰ مه لسیزه کې یې څو شعري ټولګې چاپ شوې چې وروسته منع اعلان شوې.

کوندرا وروسته ناولونو ته مخه کړه. له ۱۹۹۳ وروسته یې اثار په فرانسوي ژبه کښل. تر ۱۹۸۹ پورې په خپل اصلي ټاټوبي کې د کوندرا اثار منع وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب