جمعه, اپریل 26, 2024
Home+په دې ورځ د پراګ پسرلی نیمه خوا شو

په دې ورځ د پراګ پسرلی نیمه خوا شو

تاند (اګست ۲۱) ۵۵ کاله پخوا په دې ورځ د ۱۹۶۸ کال د اګست په یوویشتمه د اروپا خلک له خوبه له راپاڅېدو وروسته خبرونو هک حیران کړل. د وارسا تړون درې لکه زغره وال ځواکونه د پخواني شوروي اتحاد د دیکتاتور مشر لیونید برژنیف په امر د شپې په مخه د هماغه وخت چکسواکیا ته ننوتل او پر دې نسبتاً کوچني هیواد یې په هماغه ډول یرغل وکړ چې د ۱۳۵۹ ل کال د جدي په شپږمه یې پر افغانستان کړی وو.

پر چکسلواکیا د شوروي پوځونو یرغل د پراګ لنډ پسرلی پای ته ورساوه او منی پیل شو.

شوروي پوځونه په دې پلمه چکسلواکیا ته ننوتل چې د حکومت د چارواکو په بلنه د کمونستي رژیم ساتنه کوي. په دې هیواد کې له دې ڼېټې شل کاله وړاندې په ۱۹۴۸ کال کمونستي رژیم د شوروي له لوري د یوې کودتا په وسیله واک ته رسېدلی وو.

د ۱۹۴۸ ع کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د چکسلواکیا قانوني ولسمشر اډورډ بنش د شوروي اتحاد د پر له پسې او ښکاره فشار په خاطر په دوو اوونیو کې واک کمونست ګوند ته وسپاره.

د منځنۍ اروپا په هیوادونو کې چې له نازیانو څخه تر خپلواکۍ وروسته د شوروي له لوري غضب شوي وو، چکسلواکیا یوازینی هیواد و چې یو دیموکراتیک او په عین حال کې یې یو غښتلی کمونست ګوند درلود.

د چکسلواکیا کمونست ګوند د ۱۹۴۶ ع کال په عامو انتخاباتو کې په سلو کې ۳۸ رایې ترلاسه کړې وې او په دولت کې یې مهمه ونډه لرله.

له کودتا وروسته ،چې د شوروي په مرسته وشوه، کمونست ګوند د دې هیواد د ټولو چارو واګې ترلاسه کړې. دا هیواد څلوېښت کاله له نورې نړۍ منزوي شو او د پراګ له لنډ پسرلي پرته نور په وسپنیزو پردو کې ایسار و.

د ۱۹۶۸ ع کال د جنورۍ په پنځمه ۴۷ کلن الکساندردوبچک د چکسلواکیا د کمونست ګوند عمومي منشي او۷۳ کلن جنرال لوتویک اسووبودا ولسمشر غوره شول. دوی دوو هڅه وکړه چې د خپل هیواد په تړلي او بند سیستم کې اصلاحات راولي.

الکساندر دوبچک د داسي سوسیالیزم پلوی و چې بشر دوستي پکې رعایتېږي. د دوبچک اصلاحاتو د پراګ پسرلی پیل کړ.

د اپریل په میاشت کې دویچک سانسور لغوه اعلان کړ. د چکسلواکیا د پولیسو مشر یې ونیوه او د دغه کمونست هیواد اتباعو ته یې د بهرني سفر اجازه ورکړه. د چکسلواکیا اکثره خلک له دې شرایطو خوشاله ول خو دې ته یې پام نه وو چې شورویان ورته غورېږي.

د چکسلواکیا تحولات شوروي ته د زغملو نه وو ځکه چې دا خطر وو چې په وسپنیزه پرده کې نور راایسار شوي هیوادونه د چکسلواکیا په پل، پل کښېږدي او ځان د شوروي اتحاد له تسلطه خلاص کړي.

تش لاسو خلکو د درې لکو یرغلګرو پوځونو په وړاندې څه نه شوای کولی. هغوی د دې هیواد قانوني ولسمشر او نور چارواکي ونیول او په زرګونو چکسلواکیاوال د شوروي اتحاد د جبري کار کمپونو ته یووړل شول.

د پراګ دا لنډ پسرلی د پخواني شوروي د پنځو اقمارو لکه پولنډ، بلغاریا، ختیځ جرمني او هنګري د پوځونونو د هوايي او مځکني یرغل په نتیجه کې په څه کم ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسېد.

چکانو او سلواکیانو شل کاله نور انتظار وایست چې د افغانانو د مبارزې له برکته د شوروي له شره خلاص شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب