غږ دې
غږ دې
پینځه کاله وروسته
لاهم
هماغسې خوږ، تود او مینه وړی دی.
خندا دې،
چې یو ورک درد یې ترشا پټ دی
لاهم دزړه په کنګرو کې نڅا کوي،
خندا دې
دیوې ورکې شهزادګۍ هغې اروا ته ورته ده،
چې د نیمه روښانه ماڼۍ په دالان کې روانه وي
او دسپین کمیس اوږده لمن ورپورې څښیږي.
نن مې ستاخوږ غږ واوریده، خو پرې موړ نه شوم
خبرې مو لنډې وې
او زه تږی وم
لکه دکلونو خمار ته چې یوڅاڅکی شراب وبښې
او نور شیشه تشه وي، هېڅ نه ترې څاڅي.
نن مې په پرانیستو سترګو خوب لیده چې تا اورمه
اې !
ته څومره زما دروح ژورو ته ننوتلې یې ؟
زما دروح په نیمه ورانه ماڼۍ کې
یوه سپین لمنې شاهزادګۍ
لاهم دالان په دالان ګرځي او لمن ورپسې څښنده بهیږي اوځي
خوله مې خوږه ده
ستا غږ مې وڅښه ، خو تنده مې لاپسې ډېره شوه
نه پوهیږم ، خدای ستا په وجود کې څه پټ کړي؟
چې غږ دې
شعر پنځوي ،
درد هستوي،
روح لړزوي
ته !
زما په روح کې سپین لمنې شهزادګۍ لاهم دالان په دالان ګرځې
خدایزده څه لټوې؟
۱۳۹۴ عقرب ۳
افغانستان
غنم لوغوندې ښایسته یې دهیرمند رڼه څپه یې
اې زموږ افغانستانه ! د مورکۍ دخولې کیسه یې
داوزبېک ماشوم موسکایې، دتورکمن قـُرصه رخچینه
دپامیر زیږه هوا یې ، دآمو خوږه نغمه یې
له پارون نه را الوتی دناټونو مست شرنګی یې
دمڼې دګل پرپاڼه لیکل شوې زمزمه یې
دبابا له هسکې څوکې درته ګورم راته ښکارې
غـُلغله یې، هسک صلصال یې یا خودنګه شمامه یې
له قومونو اوبدل شوی دبابا رنګین ګیلیم یې
دابۍ تږي منګي ته دغره غېږه کې چینه یې
دنیلاب په شور دې مینځم، بلوڅي مول کې دې نغاړم
ته ددې ملت دعزم یوه لویه کتیبه یې
ته اتڼ یې ته قرصک یې، یکه زار دشپون ناره یې
دملت دعشق یادګاره ! په سندرو کې ټپه یې
ته ودان یې، ته ازاد یې ،ته پرون یې ته سبا یې
اې زموږ افغانستانه ! ته ویاړلې زمانه یې
ګلبیتونه
د سرو ګـــــــــــــلو نڅا وه په څپــو کې ګلغوټۍ
غوټۍ غوټۍ غوټۍ وه په اوبو کې ګلغوټۍ
سهار یې پرانیستله چې تڼۍ دګریوانه
همداسې غځېدله موسېدو کې ګلغوټۍ
په سره کمیس کې سپینه تاویده راتاویده
لانه وه غوړیدلې په لمبو کې ګلغوټۍ
جلوه وه دجنت زموږ پر زمکه ګرځېدله
سرکشه، هسکه غاړه پرېښتو کې ګلغوټۍ
اخیسته زړه او ذهن ورنه ډېره خوشبويي
نغاړلې دخدای لاس وه په وږمو کې ګلغوټۍ
هغه دې په یادیږي؟ چې خپل پټ نوم دې راوښود
د عطرو، درنګونو په پردو کې ګلغوټۍ
د افغانستان په نوم نظم ډېر ښايسته دی.