پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد پېړۍ شرم! څېړندوی عبدالغفور لېوال

د پېړۍ شرم! څېړندوی عبدالغفور لېوال

اې د سوریې زویه !
چې پرکڅ پړمخې ویده یې !
دا درواغ دي، چې دنړیوالو ضمیر دې وخوځاوه .
چې ( ضمیر ) نه وي، څه شی به وخوځوې؟
دنړیوالو ( اخلاق ) او ( عاطفه ) له تاسره یوځای
په سمندر کې ډوب شول
دغه خور او ورور،
اخلاق او عاطفه
نهنګانو وخوړل، خو ته یې پرې ښودې، چې کڅ ته راشې.
او خدای خبر کړې،
چې له اشرف المخلوقات څخه اخلاق او عاطفه د ( پانګې) نهنګانو وخوړه
چا درته ویلي وو؟
چې دلمر په رڼا پسې لمرلویده لوري ته ولامبه !
لویدیځ ،
ددې نړۍ پرمخ، تېرایستونکی جنت
هو لویدیځ ،
د استخباراتو،پانګې ، اټومبم او ښکېلاک هېواد !
پرتازمکه د اور تبۍ کړه
شیخانو
د سرو زرو په ټټۍ ګانو کې ځانونه تش کړل
او بیا یې د ( استنجا ) پراصولو بحث وکړ.
ته وږی، نهر ، له جګړې ویریدلی
بېړۍ ته پورته شوې.
او سهار، ترلمرخاته وړاندې دې
دکڅ پرشګو موټي ډک کړل.
شیخان پلن پلن
د سرو زرو پرټټۍ ناست وو
او لویدیځوالو دتورو جامو ملایکو ته
پر دې دنیا د دوزخ جوړولو چلونه ورښوول.
د(پانګې ) لیونیو ، دښکېلاک او زبېښاک بادارانو
او دبشري حقونو دعویدارو،
په قفس کې دانسان سوزولو له توند بوی څخه خوند اخیسته
ته پرشګو پروت وې
خو ستا په هېواد، عراق او افغانستان کې
نورو ماشومانو هم دبېړیو، یوه لار ورکي سفر ته ملا تړله .
دا کیسه همداسې روانه ده.
اخلاق او عاطفه ، د ( پانګې ) د نهنګ په نس کې په خوشیو اوړي.
او درواغجن وايي، چې تا
د نړۍ هغه ضمیر، چې نشته ، وخوځاوه.
نړۍ درواغ وايي

2 COMMENTS

  1. سلام
    د فرعون لوبه ده پيل شوي ورک رانه عدالت دى
    څنګه ېې پټ کړم د ابې شرمه نعلتي بربريت دي

    يومن رايټ” هيومن ريت” هم ورنه بې خبر دى
    دا ښکلي ماشوم زما او تا د غړو ستر کليت دي

    د استعمار او استعباد لانجه په سيمه کې ده روانه
    وګور ملګري ملتو ته چې څومره بې کفايت دي

    هېهات!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب