تور ویښته د کوم زلمي را معلومیږي
له مورچله یې لاسونه را ځړیږي
له وجوده یې څک څک ویني توییږي
له تندي او له سینې یې را بهیږي
یا به مړ وي یا ژوندی به څو شیبې وي
دوې شپې وروسته به یې هیري خاطرې وي
نه شهید نه به غازي نه قهرمان وي
نه په یاد به د تاریخ نه د زمان وي
بریتور به د شپې نوش کي ګیلاسونه
لا په یاد به یې څوک پورته کړي جامونه
ښکلې کونډه به یې څوک یوسي په زوره
یو کلن ښایسته ماشوم به کړي بې موره
تر پرونه وو زمری د میدانونو
سبا وزي خاطرې یې له یادونو
نه غازي وو نه شهید نه چالیدلی
نه یې نوم چا په کیسو کي اوریدلی
هلته لیري د ښار بل کونج کي غوغا ده
کوم ځان مرګي جوړه کړې کربلا ده
نیم وجود یې دی الوتی په بمونو
نیم بدن یې سوځیدلی په اورونو
نه یې کلی نه وطن چاته څرګند دی
نه ښکاریږي چي له چا سره پیوند دی
په میدان کي دي پراته پښې او لاسونه
څو بې تنه څو له تن سره سرونه
له هر کونج څخه نارې دي د زخمیانو
د میرمنو او نازکو ماشومانو
شپه به بیا یو خیټور مولوي راسي
بیا به څو ساده زلمي له لاري باسي
د ټګیو په ژړا به سترګي سرې کړي
ګیدړان به یې د مکر نندارې کړي
« کشکي دی د دې زلمي پر لار وای تللی
دا نن شپه وای تر جنته رسیدلی
چي یې پریښوده فاني دنیا ویجاړه
اوس به وي له ښکلیو حورو لاس تر غاړه»
خیټور مولوي ساندي وایی ژاړي
له څښتنه په دعا شهادت غواړي
نه زلمي عسکر ته لاره معلومیږي
چي مزل یې تر منزل کله رسیږي
لا تر څو به دا سرې ویني وي رواني
لا تر څو به دا جونګړي وي ویراني
نه ځان مرګی سو خبر په جنتونو
نه راوړي چا کیسې د کوثرونو
نه د حورو چا راوړي دي خبري
نه په غاړه یې لیدلي مرغلري
مولوي ورته لیدلي دي خوبونه
سپیني حوري د یاقوتو سره تختونه
دې وطن کي دي جګړې د پیریانانو
د جنت او د دوږخ د شیطانانو
له یوې چینې اوبه ورته رسیږي
د یوه بادار په کلي کي لوییږي
یوه لو بګړۍ تړلې ده ملا دی
هره ورځ د خپل اولس په ځان بلا دی
د ساده زلمو نصیب ښکلی جنت وي
او د ده د نازولو عمارت وي
هغه بل څیرلي سترګي داړه مار دی
په ښکاره د خپل اولس لپاره مار دی
د خپل کور د چرګو غل دی ځناور دی
د پردي بادار په مټو زورور دی
نه یې شرم نه حیا له خلکو کیږي
نه د خدای له عدالت څخه بیریږي
لا تر څو به دا اولس بلا د ځان وي
ساده ګان به لا تر کله جنتیان وي
لا تر څو به ورور له ورور سره په جنګ وي
لا تر څو به دا کورګی په وینو رنګ وي
لا تر څو به د لستوڼي ښاماران وي
د پردو به غوړیدلی دسترخوان وي
لا تر څو به وي لښکري د مغولو
کومي توري به مو ژغوري له منګولو
په خوله بیل دي یو له بله غلیمان دي
پټ په زړه کي یو له بل سره دوستان دي
د پردیو په توپک راته زمریان دي
قرباني یې د وطن ساده زلمیان دي
نه پر لاره د اسلام نه افغانان دي
ټول د بل په ټونګ جنګیږي مزدوران دي
لا به کله دا مختوري رسوا کیږي
چي لعنت به د اولس باندي اوریږي
نه د غټ مولوي مکر نه جنت وي
نه قاتل ته درجې د شهادت وي
نه وطن په اجاره د داړه مار وي
نه مو مشر د پردیو سلاکار وي
هغه ورځ به آزادي او استقلال وي
چي ختلی مو پر خپل اور غوي فال وي
په کابل کي چي قدرت د اکبرخان وي
غلامانو ته په پزه چي پیزوان وي
څرک به نه وي د غازیانو شهیدانو
مختورني به وي ډلي د ټګانو.
ویرجینیا د ۲۰۱۳ کال د آګست دریمه
سلام علیکم ډیرښاغلی عبدالباری جهانی
یاره داخوده زما دزړه آواز پورته کړو خودومره توپیرلری چی دستا دخولی یی خلک اوری خوزما دخولی یی نه اوری وسلام په ډیر درنښت
Salamoona.
Jahani saab pa maghz,zrra aw qalam de barakaat.
Hal ba sanga shi da afghan moshkilaat?
Che da 16 rah boran aw dgasoosan vi
Shal ba e na krri karzayan aw Arafaat!
جهاني صاحب د زړه د تل څخه د خپل وطن په اوسني حالت اندېښمن دی ،د جهاني صاحب ټول شعرونه او ليکني د افغانانو روښانه کول او عېني واقيتو ته متوجه کول دي.
د پورته شعر په هر بيت کي د وطن سره مينه او د جهاني صاحب د زړه آواز نغښتی دی. هيله ده چي موږ ټول افغانان دجهاني صاحب سره يو ځای د خپلواک او سمسور وطن شاهدان ووسو.
خدای تعالی دی محترم ښاغلی جهانی صاحب ډیرعمرورکړی چه تل یی پښتواوپښتنوته خدمتونه کړی
جها نی صاحب ! دزړه له تله مننه کوو..تاسو په خپلو لیکنو او شعرونو کې تل د افغانی ټولنې درد له ټولو خواوو تمثیل کړی دۍ.
خدا دی ډیر عمر درکړی زه چی کله ستا شعرونه وایم خورا ډیر په زړه پوری دی نو دا در ته وایم چی ډیر دنامی زوی یی جهانی صیب
جهاني صاحب سلام
ستا په کلام کې دازادۍ پيعامونه، اخلاقي پلوشې،دمليت جذبې، او انتقادي روح چپې وهي
ستا د نظم او نثر هنرفلسفي منطق مبالغه نه مني او دپښتني سبک سکنئ ملګري دي.ستا افکار زمونږ د بېوزلې ټولنې تول اسرار رابرسيره کوي خو زما شا باش، افرين، او برکت به ستا د کلام پر وړاندې ډيره محدوده خبره وي. بريالې خوښ او ارام اوسي.
جھانی صیب وایم د زڑہ لہ کومی د بلا گردان شم او جھانی صیب دا یو ڈیر لوی ارمان لرم چی یو وار دی لہ نژدی ووینم او پہ دا ٹنڈہ دی خکل کڑم!
الله ورته عمر ورته زیات کړی
د جهانی اشعار ډیر زیات تا ثیر لرینه