جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهعینکي | اجمل پسرلی

عینکي | اجمل پسرلی

میلمه د شنه چای ناشکن پیاله له لاستې ونیوله، جګه یې کړه مخکې تر دې چې خولې ته یې وروړي بیرته یې کیښوده. پر رکابۍ د پیالې له ټنګ سره د ګوړې له سره مچ والوت.

میلمه ته په کم سوره کوټه کې مخامخ ناست سپین ږیري د چشمو له شا نیغ نیغ کتل. میلمه ورته وویل:

«هوار میدان و سره څنګ په څنګ و. مخې ته مو  ډبره وه…»

بوډا له توشکه راوڅکیده نیم پر ګیلم کښیناست. میلمه غاړې تازه کړې:

« د شمال له غږه پرته سوڼ د چا له خولې نه خوت…خو خبر و چې حمله کیږي»

دروازه خلاصه شوه. میلمه غلی شو. یو هلک کوټې ته راننوت. د وره په خوله کې ودرید. منډه یې کړه د بوډا له تخرګ سره جوخت کښیناست. سپين ږیري د ماشوم پر چاودې مخ ګوتې کیښودې، میلمه ته یې وویل:

-دغه مې لمسی دی، زوی یې دی

-خدای پاک دې وبښي

بوډا د چشمو مخې ته لاس تیر کړ، مچان یې لرې کړل، میلمه ته یې وویل:

– کیسه دې کوله؟

-زما زړه و چې لږ سر جګ کړم شاوخوا وڅارم… د خدای کارونه دي ډز شو دی ولګید. په سر کې ښه و، له سترګو یې عینکي لرې کړې راته وې نیولې»

بوډا څادر پوزې ته ونیو. میلمه له جیبه عینکي راوایستې، د عینکو د دوو سترګو تر منځ ځای په سپین تار غوټه شوی و. بوډا عینکو ته لاس وراوږد کړ، لکه سلګۍ چې یې شي، میلمه سترګې ښکته واچولې. بوډا عینکې واړولې راواړولې، پر بالښت یې کیښودې. بیرته یې پورته کړې د کړکۍ پر ژۍ یې وړاندې د اورسۍ خواته پورې وهلې.

سپین ږیري پریکړې پریکړې ساه واخیسته:

 – ارمان ارمان چې دا مړی مو په خپلو لاسو خاورو ته ورټیټ کړی وای

میلمه د چای غوړپ وکړ:

-شکر چې خیرخیرات یې شوی موږ هم ښه ختم پسې وکړ

ماشوم د اورسۍ له ژۍ عینکي ورواخیستې، په سترګو یې کړې، بوډا عینکي ترې کش کړې:

-ماتې به یې کړې

-بابا خو ماتې دي

بوډا عینکي پورته په تاکۍ کې د قرانشریف پر سر کیښودې، هلک کلک کلک ګامونه واخیستل، له کوټې ووت، د وره له درب سره یې چیغي کړې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب