استاد محمدمعصوم هوتک ||
څو ورځي دمخه مي د خپل پردېس کتابتون زړې پاڼي سره اوډلې او په ترڅ کي ئې پریوه کوچنوټي کتاب (د پښتو ژبي لنډگرامر) پېښ سوم. د کتاب لیکوال فضل محمد” وکیل” دئ اوکتاب په ۱۳۳۰هـ ش کال د طلوع افغان په مطبعه کي په کوچنۍ جیبي قطع چاپ سوی دئ. د کتاب ټول مخونه ۶۴ دي اوموضوع ئې د پښتو ژبي گرامر دئ چي په منظوم او منثور شکل بیان سوی دئ.
فضل محمدخان مي پېژندی.دکندهارښار د خرقې شریفي شمال ته په پرته کوڅه کي اوسېدی.زه چي د کندهارله میرویس لېسې څخه فارغېدلم (۱۳۴۶ش)، دی په دغه کال وفات سو.
فضل محمدخان له نامه سره ” وکیل” دتخلص په توگه کیښ. د ده پلار محمدعلم خان اونیکه ئې سورگل خان نومېدی. نور نیکه گان ئې د غزني ولایت په اندړو کي اوسېدل او په خټه هم اندړ ول. فضل محمد په ۱۲۸۸هـ ش کال په کندهارکي زېږېدلی اوپه ۱۳۴۶ش کال وفات سوی دئ.په ځواني کي برتانوي هندوستان ته تللی وو اوهورې ئې تعلیم هم کړی وو. هیواد ته تربیرته ستنېدو وروسته ئې د یوناني طبابت کار کاوه او تر هغه وروسته ئې د کندهارد”بلدیې ریاست” دترافیک په څانگه کي د مامور په توگه رسمي دنده درلوده. له رسمي ماموریت سره ئې په څنگ کي د طلوع افغان له اخبارسره هم قلمي رابطه درلوده. شعر ئې وایه او نقاده طبع ئې درلوده.
لکه څو کرښي وړاندي چي مو ولوستل،د پښتو ژبي دغه گرامر په نظم او نثر دواړو لیکل سوی دئ. تر تمهید وروسته د پښتو حرفونه، د همزه اوالف فرق، د (ها) اقسام، د (واو) اقسام، تلفظي اجزاء، …،او نور قواعد راوړي.
د کتاب په ماخذوکي ئې د محمداعظم ایازي “پښتو قواعد”، د پوهاند رښتین” گرامرپښتو” او د”پښتوکلي” متفرق جلدونه یادکړي دي.
په تمهیدکي وایي “زما د پښتو مورنۍ ژبي سره ذوق او علاقمندي او په نن ورځ کي زموږ د متبوع حکومت توجه چه د پښتنوژوند ته ئې په هره وسیله لري، زه دې ته مجبور کړم چه دا وړوکې رساله د ذوقمندانو او هغو کسانو د پاره چه د خپلي پښتو مورنۍ خوږې ژبۍ زده کول غواړي ولیکم ….”
د کتاب پيل په دې بیت سره پیل سوی دئ:
ممتحنین محترمین که اخلي زماامتحان
په مورنۍ ژبه کــــوم دصرف ؤ نحوي بیان
ددې کتابگوټي گرامري قاعدې دهماغه وخت دنورو پخوانیوگرامریانو په شان دعربي ژبي دصرف و نحوي پربنسټ بیان سوي دي.لیکوال هره عنوان اول په یوه مربع وشمه نظم کي بیانوي او بیائې په نثر سره تشریح کوي. دمثال په توگه :
اسم اته قسمه لـــــــري عام لکه سره زر، بازار
اسم خاص ښار لکه کابل، افغانستان، قندهار
اسم ذات ووینه په سترگـــــو تې قیاس کړه چنار
اسم معنی لکه ژړا، خندا او نــــــــــــورپه داشان
په متن کي ئې ځای ځای د عبدالقادر خان خټک بیتونه د مثال له پاره هم راوړي دي.
زه غواړم ددې کتابگوټي ټول نظمونه په دې نیامت پرله پسې را نقل کړم او تر نثري تشریح ئې گام واړوم چي له هغو څخه یو لنډوکی منظوم گرامر جوړسي. که یووخت چادپښتوژبي د گرامر تاریخ کیښ، داحاضره لیکنه به ئې دڅېړني دتاریخي ځنځیر یوه کړۍ وي. په دې نظموکي چاپي غلطیوځای ځای دنظم روانۍ ته تاوان پېښ کړی دئ چي دغه ځایونه ئې ماتنقیح کړي دي.دغه راز په چاپي متن کي دیاگانو سمه بڼه نه ده پالل سوې او زیاتره ئې بې ټکو (ی) کار کړې ده. په دغه برخه کي ئې هم ما دسمون په نیامت گوتي وهلي دي. البته دا لاسوهنه دونده ( دومره) نه ده،چي د متن دمسخه کېدو سبب سي.
[پوره ]دېرش حرفه دپښتو دي ځني جوړشي دفتر
شپاړس حرفــــــــــــونه مؤنث دي څورلس دي مذکر
په ( ده ــ ؤــ دې) سره ئې فرق دئ رب دي درکي هنر
دې وویل، ده ومنل، پلاربه کــــــړي غوزارپهلوان
++++++++++++++
غیرله پېښ او زوَر ؤ زېره زوَرکی لـــــــــــري نام
داحرکت دئ په مـــــــــابین د زوَر ؤ زېر وکۀ پام
لکه [په] شل ؤ شل ددې مثال مي هم کئ تمام
غوټه پــــه شد تغیرپیداکي غوَټې بولي افغان
++++++++++
پراته قسمه کلـــــــــمه ده اسم ،فعل ،حرفِ ندا
لفظ دتمیز،پنځم ضمیر،شپږم دئ عطف اغا
اووم دئ ربط اتم صفت تابه په پوه کـــړمه بیا
دهریوه به په خپل ځای کښي درته وکړم بیان
+++++++++++++++++
اسم اته قسمه لـــــــــــري عام لکه سره زر، بازار
اسم خاص ښار لکه کابل، افغانستان، قندهار
اسم ذات ووینه په سترگـــــو تې قیاس کړه چنار
اسم معنی لکه ژړا، خندا او نــــــــــــورپه داشان
++++++++++++++
اسم ظرف دئ لکه ښوونځی،لمونځی په پوه هرهلک
اسم تصغیردئ لکه جـــــــــــــــــــوړچي له باباشي بابک
اسم صوت دئ لکه شــــرپی، شرنگی چي وي پرسړک
اسم مجموع لکه رمه یاتـــــــــــــــــــــــوریالي عسکریان
++++++++++++
اقسام څلــــــــــوردمؤنث یوحقیقي بل لفظي
شپږ عـــــلامې چي مؤنث وي، نویوه به لري
لکه (بزه ؤ غوا) دوهــــــــم غیرلفظي حقیقي
مثال دغیرلفظي دئ د(خور ؤ مور) په شان
++++++++++++++++
دریـــــــــــــــــم مؤنث غیرذیروح لکه ( بدنۍ وصدرۍ)
څلرم قسم ســـــــــــــــــــــــــــــماعي که ئې په زړه کي لرئ
سماعي هم بې عــــــــــــــــــــــلامې، زې درښیم په سِرۍ
( لار ؤ مېچن ؤ میاشت ؤ ورځ) ده سماعي ئې عنوان
+++++++++++++++
اسم چي کاندي دلالت پــــــــــــــــــــــــــــر نر هغه مذکر
لکه هلک، وېښته، پسه، مونډه، غــویی اوبل غر
مثال مي کئ درته معلـــــوم چي ته په پوه شې بهتر
مقصدمي دادئ چي پښتوشي مقتدر ،یـــــو لسان
++++++++++++
چي په اخیرکي دیواسم راسي دا علامات
نو هغه نوم به مذکر وي که کوې تحقیقات
ملینه (ی) ملفوظي (هـ) ته زده کۀ دانکات
که په رشتیامزین غواړې د پښتوگلستان
+++++++++++++
یای معروف نسبتي ده عـــــــــــــــــــلامه دتذکیر
اوبل یودئ حرف صحیح ادات ددغــــــــه تدبیر
واومعروف ئې دئ پنځم چي مي بیان کئ اخیر
داپورتني تــــــــــــــــوري دي واړه دنروالي نښان
+++++++++++++
اسم به وي یامذکـــــــــــــــــــــــــر یا مؤنث ځان که پو
دمؤنث شپږعــــــــــــــــلامې اوس بې بیان کم کاکو
اول (مجهول واو) لکه واو چي د(زانگو ؤ لامبو)
(معروفه یاء) لکه دوستي ودښمني پرجــــــــهان
+++++++++++
( ثقیله یاء) لکه خـــــولۍ،(الف) روڼا ؤ هوا
(مجهوله یاء) ده تږې وږې مسافـر پرصحرا
حرف زاید چي مسافردئ سجع سمه کړه ما
(هـ) بزه، اسپه دغه ټول دمؤنث حــــــــروفان
+++++++++++++
هراسم شپږحالات لـــــــــــــري زړگیه ځان که خبر
یو(فاعلي) بل (مفعولي) په پوه دئ هردانشور
نـــــــــــور( اضافي، ندا، جري، نسبي) وکۀ باور
ماپه ترتیب کــــــړله بیان چي شي په پوه طالبان
++++++++++++
دپښتوژبي هــــــــــــــــــــــم دنورو لسانونوپه څېر
دي راوستلي نورلـــغات په تسلط خپل کي ډېر
لکه چي دئ (مفاهمه) لا (اول) تــــــوری دشمېر
کله وایه شي چي ملگري مودي ټول (صادقان)
+++++++++++++++
صفت پرشپږقِسمه، اول ئې ذاتي بل نسبتي
دریم صفتِ عددي دئ څلـــــــــــــــــرم مقداري
اشــــاروي پنځم صفت دئ شپږم استفهامي
صفت دبل اسم حــــــــالت اوکیفیت کي بیان
+++++++++++++
اول فعلي صفات دوه قِســـــــــمه هغه داسي بولي
نسبت دفعل چي وفاعــــــــــــــل ته وي هغه فاعلي
اوکه یوفعل منسوب مفعول ته وي هغه مفعولي
(زید وواهه سو) یا (زید وواهه) دي دوه صفتان
+++++++++++++++++
ضمیرپرځــای داسم شپږقِسمه اول ئې شخصي
استفهامي ئې دئ دوهم، دریم ضمیرموصولي
اشاروي دئ څلــــــــــــــــــرم، پنځم ضمیر ابهامي
شپږم ضمیرمشترک ماکـــــــــــــــــــړه وتاته عیان
++++++++++++
مصدر دئ هغه کلمه چي پرکـــــــــــــــــــــــــولودکار
بې له تعلق دزمـــــــــــــــــانې خپل دلالت کي اظهار
دئ پرشپږقِسمه چي هریوبه کړم بیان په خپل وار
کول، کېدل، خــــوړل دي واړه په ترتیب مصدران
+++++++++++++
اول مصدر دئ (وضعي) لکه (وهل ؤ ښکنځل )
یوکلــــــــــــــــــــــمه اخیرئې لام لکه (چښل ؤ شړل)
چي له دوو لفظوڅخه جوړشي دامصدرگوره تل
پخلاکېدل، پخلاکـــــــــول دي ترکیبي مصدران
++++++++++++++
فعل دئ هغه کلمه چي پر کــــــــــــــــــولود کار
په یو زمان دلالت وکي، جانه! شــــــه خبردار
زمانې درې دي زه به هره زمــــــــــانه کم تکرار
اوله (حال) یعني دا اوس په پوهوم شاگردان
+++++++++++
دوهم ماضي زمـــــــــــــــانه تېره پخوانی سرگذشت
اواستقبال چي آینده دئ څه به پېښ شي بل گښت
نه مي په تېره نه په حــــــــــال کي وکاره یوڅه کښت
دآینده دپاره یـــــــــــــــــــــــــــــمه په نن ورځ سرگردان
+++++++++++++++
فعلِ ماضي دئ پر نه قِسمه یومــــــــــاضي مطلق
لکه چي (وامي ورېده) هغه ســـــــــړی دئ محقق
استمراري (زه به مکتب ته تلم) وایـــــه مي سبق
(که مي لیکلې وای)ماضي شرطیه ده په داشان
++++++++++++++
بله (ماضي امکاني) پخواتلای شــــــــــوم پردې لار
ماضي بعیده (وو راغلی)، قریب (ومي کئ ښکار)
اووم مـــــــــــــــــــاضي شکیه ( دی به لېږلی وي پلار)
اتـــــــــــــــــــــــم ماضي تمنایي، نم توبیخي په دا شان
+++++++++++++
فعل لازمي، متعدي زه به کم دواړه اظـــــــهار
متعدي لري فـــــــاعل ،مفعولي ته معلومدار
لازمي نه لري مفعول (ولاړبه شم زه کوم کار)
دفاعل کار وبـوله فعل چي نسې ته سرگردان
++++++++++++
اسم تمیزدئ هغه لفظ چي ښیي شـــــــــــان دصفت
لا دیو اسم یا کلام ښکاره کـــــــــــــــــــــــوي کیفیت
لکه چي (داهلک ورو ورو ځي) راښيي ئې حالت
کله بیاوایـــــــــــــو چي دکښته دئ پټ تللی دهقان
++++++++++++++
ځني الفاظ شته چي هغولـــره وایه شي اصوات
نداء، افسوس ؤ مصیبت اوڅلــــــــــــــرم تعجبات
دتمناالفاظ مدام څرگندوي خـــــــــــــــــواهشات
(وای، اوف ، ها، واخ) او دارنگه نور الفاظان
+++++++++++++++
صرف مو تمام کړه اوس په نحوي سره پیل کوو
دنحویانودقاعـــــــــــــــــــدو تحسین ؤ سیل کوو
د مورنۍ ژبي و زدکړي لــــــــــــــــــــــــره مَیل کوو
په دې امیدچي هرپښتون سي دپښتوسخندان
+++++++++++
نحویان بولي په لغت کي نحوه لار او طرف
په اصطلاح کي دعـــــــــربو ئې همدغه هدف
چي دبنا او داعراب کیلي ایږدي ستاپرکف
دنحوي علم دئ دهــــــــــري ژبي سر ؤ سامان
++++++++++++++
په لــــــــــــــــــــــــــــغوي معناکلام وایي خبرولره
دپښتنو او لا دبل قـــــــــــــــــــــــــوم و (اترو) لره
جلبوي فکر یا ونثر،یاســـــــــــــــــــــــــــــندرولره
دایو اواز دئ چي مقصد ورڅخه اخلي انسان
++++++++++++++
کلام پر دوه قِسمه اول ئې دئ ناقص اوبل تام
ناقص هــــــغه دئ چي وي پاته یوحصه دکلام
اوکه پوره کي ټول مقصد هغه کلام بولي تام
لکه چي ووایي پښتون ابـــــادکئ افغانستان
+++++++++++++
څلــــــــــــوراجزاء دي دکلام اول ئې دئ بیاني
استفهامي ئې دئ دوهم، دریم ئې دئ ندائي
څلرم قِسم درښیم چي هغه بـــــــــــــــولي امري
امیدلرم چي دا انشاء مي کي پِســـنده پوهان
+++++++++++++
استفهام وایي (چیری ولاړې؟) او دا( څه کوې ته؟)
امــــــــــــــــــــــــــــــریه بیا وکۀ وماته اوس په مِهر کاته
ندائي، آه! څه ښــــــــــه خوندکاندي سبایي لمرخاته
بیانیه، زه جوړوم په نـــــــــــــــــــــــــــــــظم دغه داستان
++++++++++++
پرڅلور قِسمه جملات دي د نحوي ساختُمان
یومرکبه، بل بسیطه په قاعـــــــــــــــــده دلسان
بله مخلوطه بولي، ته په خبر کانده خپل ځان
بل مرکبه ؤ مخلوطه جـــــــــــــــمله بولي پوهان
+++++++++++++
جمله پر درو قِسموراتلای شي دترتیب په اساس
یو مُطوَله جـــــــــــــــمله بوله بې له شک ؤ وسواس
بله محصوره جمله ده مـــــــــــــــاولیکل پر قرطاس
دریم جمله متوازنه چي ئې ســــــــــــــــــــم وي اوزان
++++++++++++
په نظـــــــــــــــــــم ونثرمي ددې فنه کتاب کئ تکمیل
پر دې بیاض مي کئ اسان دصرف و نحوي مشکل
په نظم ژر کښېني په ذهــــــــــن کي تکرار کئ عامل
فضل محمد” وکیله” ډېر خلک بې شي ذوقمندان