یوه ځوان مدیر چې پخپل نفس باور یې کمزوری و ، ترفیع وکړه؛ خو ځان یې له نوې دندې سره برابر نه شو کړلی. د کار په لومړۍ ورځ یې د دفتر دروازه ټک ټک شوه، د دې لپاره چې وښیي مهم کس دی، ټیلیفون یې را واخیست او له بهره را روان کس ته یې د ننوتلو اجازه ورکړه. په داسې حال کې چې راغلی کس له مدیر سره خبرو ته منتظر و، ځوان مدیر په ټیلیفون کې خبرې کولې. سر یې خوځاوه او ویل یې:(ستونزه نه شته زه به یې حل کړم.)
څو شېبې وروسته یې چې غوږی (ټیلیفون) کېښوده له راغلي کس څخه یې پوښتنه وکړه: څه خدمت درته کولی شم؟
راغلي کس ځواب ورکړ: راغلی یم چې د ټیلیفون مزی دې وصل کړم.
ولې موږ تظاهر کوو؟
غواړو څه ثابت کړو؟
ولې د دروغجن ارزښت په لټه کې یو؟
ولې دروغ وایو؟
زموږ دغه ټولې کړنی پر نفس د کمزوي باور له امله دي.
زموږ شخصیت په هر هغه څه چې ترسره کوو یې، یا یې نه ترسره کوو، مینه ورسره لرو، یا کرکه ترې کوو، سنجول کیږی.
لاندې عوامل زموږ د شخصیت څرګندونه کوي.
١: هغه دوستان چې د ځان لپاره یې ټاکو یا ځان ترې ساتو.
٢: له نورو سره چلند په ځانکړی ډول د لاس لاندی کسانو ،سپین ږیرو او کمزورو خلکو سره .
٣: د هغو کتابونو بڼه چې مونږ یې مطالعه کوو.
٤: د هغو فلمونو بڼه چې مونږ یې ګورو.
٥: د هغو ټوکو بڼه چې مونږ یې د خپلو خبرو پرمهال کوو.
نو ولې پر دې هر څه سربیره بیا هم تضاهر او ځانښوونه کوو؟
ځواب: د دې لپاره چې په خپل نفس باور مو کمزوری دي یا دا چې په خپل ځان باور نه لرو.