سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهقریشي له خپل جرمن ساري سره په کتنه کې په افغانستان کې...

قریشي له خپل جرمن ساري سره په کتنه کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

تاند(پنجشنبه، د ثور ۹) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن د کابل له یو ورځیني سفره وروسته اسلام اباد ته لاړ او له خپل پاکستاني ساري سره یې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

هایکو ماس له شاه محمود قریشي سره په کتنه کې د جرمني او نړۍ لپاره د افغانستان سوله مهمه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شاه محمود قریشي په دې کتنه کې وویل چې هیواد یې د سوله ییز او باثباته افغانستان ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې په پروسه کې کې یې مثبت رول لوبولی دی.

قریشي همداراز له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د مسوولانه وتلو او د خبرواترو له لارې د سیاسي جوړجاړي لور ته د افغان خواوو د پرمختګ پر اهمیت ټینګار وکاوه.

ده همداراز وویل چې ټولې هڅې باید د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند لپاره وشي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستان په افغانستان کې تر جوړجاړي وړاندې د اوربند او اورکم پر اړتیا ټینګار کوي.

قریشي په عین حال کې وویل چې نفوذ لرونکي افغانان دې د هراړخیزې او ټولشمولې سیاسي حللارې لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په پروسه کې کار وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تر تلو مخکې په کابل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ته د خپل هیواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي ماس همداراز افغانستان ته ډاډ ورکړ چې هیواد به یې سږ کال افغانستان ته ۳۴۰ ملیون یورو (۵۲۰ ملیون ډالر) ورکړي او تر ۲۰۲۴ پورې به هر کال افغانستان ته همدومره مرسته ورکوي.

1 COMMENT

  1. که زه وای ما دې راپور ته (د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سوله د جرمني او نړۍ لپاره مهمه وبلله) عنوان ورکاوه. دا قریشي مریشي ته دومره اهمیت مه ورکوئ، څومره چې دغو سپو ته خبري پوښښ ورکول کیږي هومره په افغانانو باندې سترګې سرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب