شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزتاریخپه دې ورځ جنوبي ویتنام سقوط وکړ

په دې ورځ جنوبي ویتنام سقوط وکړ

تاند- له نن څخه ۴۶ کاله پخوا د ۱۹۷۵ ع کال د اپریل په دېرشمه د جنوبي ویتنام پلازمېنه سایګون د شمالي ویتنام پوځیانو او ویت کینګ چریکانو ونیوه او د جنوبي ویتنام امریکا پلوه حکومت ونړېد.

د سایګون تر سقوط یوه اوونۍ دمخه د امریکا سمندري ځواکونو له جنوبي ویتنامه خپل وروستي پوځیان او له سایګونه اویا زره ویتنامیان وایستل او په دې ډول یې د ویتنام لس کلن نیواک پای ته ورساوه.

تر ټولو وروستي امریکایان هم په همدې ورځ (اپریل۲۹)په سایګون کې د امریکا د سفارت له بامه د هیلي کوپتر په وسیله لاړل.

د شمالي ویتنام د ځواکونو او ویت کینګي چریکانو له خوا د سایګون له نیولو وروسته د جنوبي ویتنام د پلازمېنې نوم د ویتنام د کمونست ګوند د فقید مشر په یاد په هوشي مین واوښت.

د شمالي ویتنام د کمونست رژیم له بري سره د دوو ویتنامونو جګړه پای ته ورسېدله خو ویتنام تراوسه پوري د کمونستي او سوسیالیستي سیستم له هغو منفي پایلو نه دی خلاص شوی چې د دغه هیواد اقتصاد زغملي دي.

د ویتنام شاوخوا هیوادونو خورا وده کړې خو دا هیواد ایله اوس بریالی شوی چې ځان څه نا څه له کمونستي اقتصادي سیستم څخه وژغوري او په ازاد بازار کې د ګډون له لارې د پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

ویتنام د فرانسې د استعمار په دوره کې او د فرانسې پرضد د هند او چین د لومړۍ جګړې په مهال په شمالي او جنوبي ویتنامونو وېشل شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب