جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد مثبت شخصیت اووه رازونه

د مثبت شخصیت اووه رازونه

لیکنه: براین تریسی

ژباړه: ډاکتر نصرت الله راسا

ستاسو دماغي رژیم ستاسو ځانګړتیا، شخصیت او نږدې هرهغه څه ټاکي چې په ورځيني ژوند کې درته پيښيږي. دماغي رژيم یی لا څه شی دی؟ لږ صبر وکړئ زه به یی درته توضیح کړم.

کله چی تاسو خپل دماغ په مثبتو تاکیدي جملو، معلوماتو، کتابونو، مکالمو، د اوریدو پروګرامونو (اډیوګانو) او افکارو باندی تغذیه کړئ تاسو یو خورا مثبت طرزفکر او شخصیت ته په ځان کې وده ورکوئ. تاسو لازیات اغیزښندونکي او هڅوونکي کیږئ. تاسو د لازیات اعتماد او ځان باورئ څخه برخمن کیږئ.

کله چې تاسو یو څرګند او له ابهام نه خالي تصمیم ونیسئ چې تاسې به نور د خپلو دماغو بشپړ کنترول په خپل لاس کئ اخلئ، هغه منفي احساسات او افکار چې تاسو يي په ماضي کې ساتلي یاست له ځانه لرې کوئ، او غواړئ یو کاملاً مثبت شخص شئ نو تاسو کولای شئ په ځان کې شخصي بدلون راولئ.

دماغي تندرستي د جسمي تندرستي په څیر ده. تاسو د روزنې او تمرین په پایله کې لازیات ځان باوري او مثبت طرزفکر ته په ځان کې وده ورکولی شئ. لاندې اووه کلي ګانې په بشپړ ډول د یو مثبت شخص په جوړیدو کې تاسو سره مرسته کوي:

لومړی: مثبتې تاکیدي جملې

له ځان سره په مثبت ډول خبرې کوئ، خپل داخلي دیالوګ په کنترول کې راولئ. مثبتې تاکیدي جملې استعمالوئ چې په مثبت، حال، او شخصي زمانه کې جوړې شوي وي لکه:

  • زما خپل ځان خوښ دی
  • زه یی ترسره کولی شم
  • زه ډیر ښه احساس لرم
  • زه مسوول یم

موږ باور لرو داچې تاسو د ورځې په جریان کې له ځان سره څه ډول خبرې کوئ په بشپړ ډول ستاسو ۹۵ سلنه احساسات تعینوي. خو یو تریخ حقیقت دا دی چې که تاسو په قصدي او شعوري ډول له ځان سره په مثبت او جوړونکي ډول خبرې ونه کړئ نو تاسو به په اوتومات ډول دهغو شیانو په اړه فکر وکړئ چې تاسو خواشیني کوي یا ستاسو د تشویش او ویرې سبب کیږي.

لکه چې تل مو ویلي دي ستاسو دماغ د یو بڼ په څیر دی. که تاسو په عمدي ډول پکې ګلان ونه کرئ او محتاط ونه اوسئ نو هرزه بوټي به پکې هسې په هسې راشته شي.

دوهم: مثبت تصور

کیدای شي ستاسو تر ټولو ځواکمنه وړتیا هغه ده چې تاسو خپل راتلونکي هدفونه په داسې ډول تصور کوئ چې لاسته مو راوړي دي. د خپل هدف او ایډیال ژوند یو څرګند او خوښوونکی تصویر جوړ کړئ، او دا تصویر مو په بار بار ذهن ته راولئ. ستاسو په ژوند کې ټول بهبود ستاسو په دماغي تصویرونو کې د بهبود سره رامنځته کیږي. هغسې چې ځان دننه ګورئ بیرون به هم هماغه شان اوسئ.

دریم: مثبت خلک

دا چې تاسو د خپل ژوند، کار او اړیکو لپاره کوم خلک ټاکئ ترهر بل عامل ستاسو په احساساتو او بریالیتوب باندی ډیر اغیز کوي. نن پرکړه وکړئ چې له هغو خلکو سره په تماس کې اوسئ چې بریالي وي، مثبت وي، خوښ او خوشبین وي او غواړي په خپل ژوند کې یو مقام ته ورسیږي. په هره بیه له منفي خلکو ډډه وکړئ. منفي خلک په ژوند کې د اکثرو ناخوښیو اساسي منبع وي. له همدا نن څخه عزم وکړئ، تاسو به نور په خپل ژوند کې روحي فشار لرونکي منفي خلک ونه لرئ.

څلورم: د دماغ مثبت خواړه

دا چې د صحي، مغذي خوړو د خوړلو په تناسب ستاسو بدن روغ وي همداسی ستاسو دماغ هم په هغه اندازه روغ وي چې تاسو یی په ‎(دماغي پروتینو) تغذیه کوئ نه په (دماغي خوږو) باندې. داسې کتابونه، مجلې او مقالې لولئ چې تعليمي، الهام ورکوونکي یا هڅوونکي وي. دماغ مو په داسې معلوماتو او مفکورو موړ کړئ چې په تاسو کې خوښي او ځان باوري تقويه کړي. په خپل موټر او ایم پي تري کې مثبتې او رغوونکئ اډیو ګانې واورئ. خپل دماغ په داسې دوامدار ډول په داسې مثبتو پيغامونو تغذیه کړئ چې ستاسو سره په ښه فکر او عمل کې مرسته وکړي او تاسو مو د کار په ساحه کې لازیات وړ او باوري کړي. مثبتې او تعلیمي ډی وي ډي ګانې، تعلیمي تلویزیوني پروګرامونه، ان لاین کورسونه، او نور خوښوونکي مواد ګورئ چې ستاسو پوهه زیاتوي او تاسو مو د ځان او ژوند په اړه ښه احساس درکوي.

پنځم: مثبته روزنه او وده

زموږ په ټولنه کې نږدې هر څوک په محدودو منابعو او کله پرته له پيسو کارونه پیل کوي. تقریباً ټولې خوشبختۍ د یو ډول شخصي خدمتونو په وړاندې کولو سره پیل کیږي. ټول هغه کسان چې نن په لوړو ځایونو کې دي پرون په ټیټو ځایونو کې وو، او ځینې وختونه څو څو ځلې ټیټو ځایونو ته لویدلي دي. د دایمي زده کړې او ځاني ودې معجزه هغه څه دي تاسو له لوږې څخه مړښت، له بیوزلې څخه پانګوالۍ، او له ناکامۍ څخه بریالیتوب او مالي خپلواکي ته بیولی شي. لکه چې جیم روهن ویلي دي (رسمي تعلیم به تاسو ته ژوند برابر کړي، خو خپله تعلیم کول (دوام ورکول) به ستاسو بخت جوړ کړي). کله چې تاسو خپل ځان زده کړې، ودې، او په خپل فکر او عمل کې د بهبود لپاره ژمن کړ، تاسو د خپل ژوند بشپړ کنترول په لاس کې اخلئ او په ډراماټیک ډول مو لوړو ځایونو ته د حرکت چټکوالی زیاتیږي.

شپږم: مثبت روغتیایی عادتونه

خپلې جسمي روغتیا او ښه والي ته بهترين پام کوئ. نن عزم وکړئ چې تاسو به اتیا، نوي یا سل کاله ژوند کوئ او په جسمي ډول به ښه فعال یاست. روغتیا ته ګټور ، طبیعي او مغذي خواړه خورئ، او په احتیاط او سم توازن سره يي خورئ. یو مغذي رژيم به ستاسو په افکارو او احساساتو فوري اغیزه وکړي. عزم وکړئ چې منظم تمرین به کوئ، چې کم تر کمه په اونئ کې به دوه سوه دقیقې حرکتونه، قدم وهل، منډې وهل، لامبو، بایسکل چلول، او یا په جیم کې ورزش کول وي. کله چې تاسو په منظم ډول ورزش کوئ، نو تاسو د لازیاتې خوښئ، او روغتیا احساس کوئ او د روحي فشار او ستړتیا اندازه مو تر هغه چا ډیر ټیټ وي چې په کوچ ناست وي او ټوله شپه تلویزون ګوري. په ځانګړي ډول پوره خوب او استراحت کوئ. تاسو اړتیا لرئ چې بټرۍ مو په منظم ډول چارج کړئ په ځانګړي ډول هغه وخت چې له یو روحي فشار یا ستونزې تیریږئ. وینس لمبوردي یو مهال ویلي و چې (ستړتیا له موږ بې غیرتان جوړوي). ځینې عوامل چې منفي احساساتو ته زمینه برابروي، خراب روغتیايي عادتونه، د خوب کمښت، د تمرین نه کول، او له وقفې پرته کار کول دي. په ژوند کې مو توازن راولئ.

اووم: مثبت توقعات

د جذب دقانون عملي کول یو تر ټولو هغه قوي تخنیک دی چې تاسو يي کارولی شئ ترڅو یو مثبت شخص شئ او په ژوند کې مو دمثبتو پایلو او ښو نتیجو ترلاسه کول ډاډمن کړئ. د دې قانون له مخې که مثبت فکر کوئ نو مثبت کارونه درته پيښیږي او که منفي فکر کوئ نو منفي کارونه به درته پيښږي (د دې قانون په اړه به د تفصیل لپاره یوه بله لیکنه خپره شي). ستاسو توقعات مو په اوتومات ډول په وړاندوینو بدلیږي. هرڅه چې تاسو يي توقع کوئ، په اطمینان سره داسې ښکاري چې ستاسو په ژوند کې به راشي. دا چې تاسو خپل توقعات کنترولولی شئ، تاسو باید تل د بهترین حالت توقع وکړئ. تاسو توقع وکړئ چې بریالي اوسئ. تاسو توقع ولرئ چې دنویو خلکو په لیدو سره به مشهور شئ. توقع ولرئ چې ستر هدفونه به لاسته راوړئ او خپل ځان ته به یو حیرت انګیز ژوند رامنځته کړئ. کله چې تاسو په دوامدار ډول د ښو شیانو په د پيښیدو توقع وکړئ، تاسو به ډیر کم وخت ناامیده شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب