جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې په هکله د مسکو ناسته او د مذاکراتي پلاویو...

د افغان سولې په هکله د مسکو ناسته او د مذاکراتي پلاویو سره د خلیلزاد تازه خبرې

تاند (جمعه د ثور ۱۰) د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسیدلی دی او هلته یې د سولې مذاکراتي پلاوي له دواړو ډلو حکومتي او طالب غړو سره  په جلا جلا توګه لیده کاته کړي.

په دې کتنو کې د افغانستان په اوسني وضعیت، د سولې په روانې پروسې او اړوند موضوعاتو خبرې شوي.

ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له دوحې څخه مسکو ته لاړ شي او هلته به د افغان سولې په تړاو بله پراخه غونډه کې ګډون وکړي.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې دغه غونډه نن جمعه/ د ثور لسمه/ د مسکو په کوربتوب د افغانستان د سولې پروسې په هکله دایره شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد او ضمیر کابلوف او د پاکستان او چین استازي ګډون وکړي.

افغان حکومت هم ویلي چې د مسکو په کوربه ‌توب د افغانستان د سولې په هکله په جوړېدونکې پراخه غونډه کې به ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب ویلي چې افغان حکومت به د سولې په پار په هره غونډه کې ګډون وکړي.

د ښاغلي تهذیب په خبره، «موږ په مسکو کې د مخکېنۍ درې اړخیزې غونډې چې په افغانستان کې یې د اسلامي امارت جوړېدل د نه‌منلو وړ وبلل، د هرکلي ترڅنګ په هر راز غونډو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت پر پراخ او هر اړخیز ګډون ټینګار کوو»

روسیې تر دې مخکې هم ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هڅه کوي په دغه هېواد کې د روانې جګړې د ختمولو لپاره ګامونه اوچت کړي.

1 COMMENT

  1. د جاهل ټالب له لاسه دافغانستان سرنوشت بیا په نورو هېوادونو کې ټاکل کیږي.
    که ټالب سیاسي او انساني شعور درلودلی ، له خپلو افغان ورونو سره به د وروري او اخوت په فضا کې کښېناستلی وو ، کومې ستونزې یا د نظر اختلاف چې د افغانستان له دولت سره درلود ،په مینه او محبت سره حل کړی وو. زمونږ افغانان به نور نه وژل کېدل ، ملي شتمنۍ او عامه تأسیسات به له منځه نه تلل او ټولو خواوو ته د منلو وړ یو نظام او دولت به ئې جوړ کړی وو. مګر جاهلان د ملا فضلو ډیزلي په خره سپاره دي او د 1370 کلونو لوبې بیا تکرارول غواړي چې زمونږ ښکلی هېواد بیا په کنډوالو بدل کړي او د ملي اردو تاسیسات او تجهیزات بیا کباړ او دپنجابیانو فابریکې پرې فعاله وساتي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب