شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغان عالمان: د علماوو مسؤلیت د امنیتي ځواکونو د روحیې پیاوړي کول...

افغان عالمان: د علماوو مسؤلیت د امنیتي ځواکونو د روحیې پیاوړي کول دي

تاند (جمعه د ثور ۱۰) ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا د افغانستان د علماوو سراسري شورا غړیو سره په کتنه کې ويلي، چې که پاکستان غواړي مرکزي اسیا ته ورسېږي، باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ملاتړ وکړي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پنجشنبه ماښام د هېوا له علماوو سره د سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو او د هېواد په ملي مسایلو بحث او خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې ولسمشر غني وویل چې سولې ته چمتووالی، اراده او طرحه لري او همدا راز مبارزې ته هم تیار دی.

د ښاغلي غني په خبره چې د اساسي قانون تهداب اسلامي شریعت دی او په کې دوه موضوعات، اسلامي هویت او د خلکو اساسي حقوق د تغییر وړ نه دي.

په بیان کې د علماو سرتاسري شورا د سرپرست له قوله راغلي چې د علماو مسؤلیت له دین او خلکو ملاتړ او د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روحیې پیاوړي کول دي.

د بیان له مخې، علماوو په خپلو خبرو کې وویل چې دوی د سولې له پروسې ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې سولې ته د رسېدو لپاره باید په افغانستان کې سراسري اوربند وشي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، «علماوو دېته په اشارې چې د دښمنانو جنګ، جهاد نه دی او د سولې هیڅ راز اراده نه لري څرګنده کړه، د اسلام له نظره تروریزم محکوم دی، علماء د سولې له برنامې ملاتړ کوي او اوربند د سولې لپاره څرګنده اړتیا ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب