شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeروغتیاد معدې لپاره د اسیدي درملو ډېر استعمال مو د شکر ناروغي...

د معدې لپاره د اسیدي درملو ډېر استعمال مو د شکر ناروغي له ګواښ سره مخ کوي

تاند –  طبي څېړوونکي وایي، د یوې نوې څېړنې په ترڅ کې یې موندلې چې د معدې د اسیدي درملو ډیر استعمال په شکر ناروغي د اخته کېدو ګواښ ډېروي.

د څېړوونکو په وینا، امریکايي ساینسپوهانو په یوه څېړنه کې څرګنده کړې چي د معدې د ریفلاکس اسیدي درملو په زیاته کچه استعمال، کوم ته چې د پروتون پمپ د تنظیمونکي په نظر کتل کېږي، په شکر د اخته کېدو ګواښ لوړوي.

د دوی په باور، هر څومره چې دغه دواوې ډېرې استعمال شي، په هماغه کچه به یې په شکر د اخته کېدو ګواښ هم لوړ شي.

د میډیکل اکسپرس د رپوټ په اساس، د پروتون پمپ تنظیمونکې دواوې چې یو له هغه څخه امپرازول دي د جهان د هغو لسو تر ټولو ډیرو استعمالیدونکې دواوو څخه دي چې د معدې د زخم او ښه هضم لپاره ترې ګټه پورته کېږي.

پوهان وایي، د اسیدي درملو ډېر استعمال خطرناک دی او هر هغه څوک چې یې تر ۲ کاله پورې استعمال کړي نو ۵ فیصده او تر هغه ډېر یې په شکر د اخته کېدو ۲۶ فیصده خطر لري.

دوی همدا راز وایي چې څېړنې دا ښکاره کوي، د اسیدي دواوو مصرف په کولمو کې د باکټریاوو په انواعو او تعداد کې د تغیراتو سبب کیږي او په شکر (ډیابت) باندې د اخته کېدو مستقیم ګواښ زیاتوي.

څېړوونکي دغه راز خبرداری ورکوي چې ډاکټران باید د دغو دواوو د تجویز مثبت او منفي اړخونه په ډېر پام سره وسنجوي او له ناروغانو دې د استعمال شویو دواوو په اړه پوښتنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې هم له امپرازول کمپسول څخه ډېره ګټه اخیستل کیږي او ډیری خلک یې د خوړو د ښه هضم په موخه د ډاکټرانو له مشورې پرته استعمالوي؛ خو پوهان وایي دا چاره ښې پایلې نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب