تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د خیبرپښتونخوا چارواکي وايي چې د دې ایالت په کوزه کورمه کې د شیعه زیارتوالو پر کاروان د مرګوني برید د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته لوړ شوی دی.
پرون (پنجشنبې) ماسپښین مهال د علیزو او څپرې پاټک ترمنځ په مندوزیو او بګن سیمه کې په داسي حال کې وشو چې د شاوخوا ۲۰۰ موټرو په یوه کاروان کې سپرلۍ له پېښوره پاړه چنار ته روانې وې.
د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان په مندوزیو قبیلې پورې تړاو لري.
تراوسه پورې د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی
خو د خیبرپښتونخوا د قانون وزیر، آفتاب اسلم، دغه برید “تروریستي” بللی او ویلي یې دي چې هېڅ ځایي ډله پګې لاس نه لري.
د خیبرپښتونخوا د پولیسو چارواکو ویلي، په دې برید کې درې ښځې او ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، د شیعه وو پر کاروان هغه مهال برید وشو چې زیارت کوونکي له پاړه چنار څخه پېښور ته روان وو.
پولیس زیاتوي چې نامعلومو وسلهوالو د دې سیمې له شاوخوا غرونو څخه د زیارت کوونکو پر کاروان نژدې یو ساعت ډزې وکړې.