Homeخبرونهد افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ترکمنستان له چارواکو سره...

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د ترکمنستان له چارواکو سره وکتل

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوث ۲ مه) د افغانستان لپاره د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو کشیاو بونګ پرون (پنجشبې) په عشق اباد کې د ترکمنستان د باندنیو چارو وزارت له مرستیال سردار محمد دوردي یف سره ولیدل.

د ترکمنستان د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې دواړو خواوو په خپل منځ کې د دوه اړخیزو ګټو پر اساس د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د رامنځته کولو لپاره پر لومړیتوبونو خبرې وکړې.

دوی پر هغو موافقو هم خبرې وکړې چې دواړو هیوادونو پرې پخوا سلا کړې ده.

دواړو خواوو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې لپاره، چې په ترکمنستان کې ترسره کېږي، د چمتووالي په اړه نظرونه تبادله کړل.

دواړو اړخونو تایید کړه چې ترکمنستان او چین به د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...