پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+له استاد هیواد مل سره مرکه / ځلا نور

له استاد هیواد مل سره مرکه / ځلا نور

 د افغانستان او سیمې د مطرح مورخ او دانشمند پوهاند عبدالحی حبیبي د ۴۰م تلین په مناسبت د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر غواړي د استاد د کار او ژوند په هکله مرکې وکړي. د همدغې لړۍ په سلسله کې دلته له استاد زلمي‌ هیواد مل سره د اغلې ځلا نور د مرکې لومړۍ برخه لوستلی شئ.

=====

پوښتنه: ایا د حبیبي صیب له لیدو او د ده له شاګردۍ څخه وړاندې مو هم له ادب او ژبې سره مینه درلوده او که دې سپرغۍ ته استاد حبيبي صاحب پوکی ورکړ؟

ځواب: دا یو منلی رواني او فطري اصل دی چې که څوک له خپلې علاقمندي پرته د بل په خوښه یو کار یا یوې پېشې ته ملا وتړي پر کار یې مثبت نتایج ډېر کم مرتب کیږي، بلکه ډېر ځله داسې پيښیږي چې دا وړ کسان په نیمه لار کې خپل کار نیمګړی پریږدي، خو که څوک خپله علاقه هم ولري او د استاد حبیبي غوندې زړه سواند او مشوق روزونکی هم ولري نو یې پر کارونو نسبي ثمره مرتبیږي.

 پوښتنه: حبیبي صاحب په کومو ژبو پوهېدو او دې پوهیدا د دوی پر څيړنیز کار څومره اغېز کړی و؟

ځواب: استاد دخپلې مورنۍ ژبې سربېره پر پارسي ــ دري عربي او اردو د کمال تر حده پوهېده، له انګرېزې یې هم استفاده کولی شوی او لیکل هم، مګر لیک یې ايډيټ ته اړتیا درلوده. دوی به ویل ما پارسي له سعدي زده کړې یعنې دده له اثارو. دا هم طبیعي خبره ده چې پر ډ‌ېرو ژبو پوهېدنه او د هغو له اثارو استفاده د محقق په کیفي اړخ مثبت اغېز ښندي.

پوښتنه: که د استاد په څېر يو لوی شخصيت په بله ژبه کې وای، د ده کتابونه به په نوي ډيزاين او په ښکلي بڼه چاپ شوي وو او پر اثارو به يې بېلابېلا څېړنې شوې وای، ایا د ده اثار په منظم ډول چاپ شوي دي، څه کول پکار دي؟

ځواب: دا موضوع په هر هېواد کې د چاپ د صنعت پر ودې، د حکومتونو پر مالي وضع او په دې ساحه کې د خصوصي سکتور د ترویج پر مسالې اړه لري. زموږ د هېواد له شرایطو سره برابر، لکه زموږ د هېواد د نورو علماوو له اثارو سره په یوه سویه چاپ دي . دا چې زموږ د ګاونډي ایران د طباعت شرایط پرمخللي دي نو د استاد حبیبي ځیني اثار چې ایراني اکادمیکو موسسو چاپ کړي دي، لکه:سواد اعظم، تاریخ ګردیزي، هنر عهد تیموریان او روضة الفریقین د ایران د  علماوو د اثارو غوندې په لوړ صحافت چاپ شوي دي.

پوښتنه: علامه حبيبي دري ادب او ژبې ته هم کار کړی دی، ايا ده فارسي يا دري ژبې ته په کومه سترګه کتل، د پښتو خور که د پښتو بنه؟

ځواب: زما په پوهه استاد له هر ډول منفي ګرایشونو ازاد شخص و. د ده هڅه دا وه چې پښتو او دري ژبې لکه منشا چې یې یوه ده، دغسې سره نیږدې پاتې شي، د دوی دا عالي مفکوره به هغه وخت درته معلومه شي چې تاسې د دوی د ریاست په وخت کې د انجمن تاریخ نشرات وګورئ، که به کتاب فارسي و نو دوی به په پښتو مقدمه پرې لیکه او که به پښتو  و نو دوی به په پارسي مقدمه پرې لیکله چې په دې ترتېب د دواړو ژبو  ویونکي د کتاب له محتوا خبر شي.

پوښتنه:د پټې خزانې پيدا کول او بيا د هغې تفسيرول او مهم لغات يې په دري ژبه معنا کول د استاد حبیبي یو لوی کار دی؛ خو ځینو کسانو په پټه خزانه نیوکې کړې دي، په دې اړه تاسې څه وایاست؟

ځواب: د اکادمیکو اصولو پر بنیاد پر هر کتاب نقد کیدای شي، هیڅ کتاب له نقده لوړ نه دی، هر څوک حق لري چې پر یو اثر نقد وکړي دغسې پټه خزانه هم د نقده ماورا نه ده، دغسې کتابونه باید د ریشه شناسۍ، متني قراینو او د ژبې د تحول تاریخ پر بنسټونو نقد شي، پر پټه خزانه شوي نقدونه له اکادمیک منظره دا توان نه لري چې دا کتاب مجعول ثابت کړي.

پوښتنه: استاد حبيبي د پښتو ادب په اسمان کې د پنځو ستورو څخه يو ستوری و، ولې دوی په ستورو ياد شول؟ تر دوی وروسته د پښتو ادب پر اسمان بل ستوری و نه ځلېد او که ستوري ډېر شول شمېرل يې سخت شول؟  اوسني او د حبيبي صاحب دور ته که لږ تم شئ؟

ځواب: زه په فرهنګي مسایلو کې دغسې القابو او خطابونو ته قایل نه یم. زموږ استاد پوهاند دوکتور حبیب الله تږي دا ډول القاب او خطابونه لکه: بابا، پلار او ستوري نه منل. په خپل کتاب، نوې ژبپوهنه او ژبنې مسایلو کې په دې باب یادونې لري، که تاسې د ستوریو پر خطاب باور لرئ نو دا ستوري ځینو دوستانو پنځه ښودلي دي.

پوښتنه: استاد حبيبي شعر ليکلی، کيسه يې ليکلې، هنري نثر، څېړنې، تاريخ…. د ده په ټولو لسګونو اثارو کې کومې داسې پنځونې دي، چې ستاسې په نظر تر ټولو یې اهمیت زیات  دی او يا که ووايو، که دا اثر نه وای د پښتو ادب دا ځایبه نيمګړای وای؟

ځواب: زه خپله د قاطع حکم طرفدار نه یم، ځکه د اجتماعي علومو میتود پوهان قاطع حکمونه جایز نه بولي، نو ځکه زه ددې پوهې د یوې څانګې د شاګرد په توګه هیڅکله دا حکم نه کوم چې ووایم که  دغه یا هغه اثار نه وای دنیا به پر بله اوښتې وای. د استاد آثار که په پښتو دي که پارسي هر یو خپل مقام لري د نورو له اثارو سره یې د مقایسې حق ځانته نه ورکوم.

د لومړۍ برخې پای،

1 COMMENT

  1. سلامونه
    یو سوال د پنځو ستوریو باره کی شوی. زه وایم موږ یوازی پنځع ستوری نلرو، بلکی شکر سلګونه دی. متاسفانه دی پنځو کی صدیق الله رشتین هم حسابوی، خو هغه ددی افتخار مستحق ندی. باید واقعی علما او دانشمندان تفکیک کړو. ځینی تاریخ لیکنه کی د حسن کاکړ صفت کوی حال داچی هغه سیدجمال الدین افغان دایرانیانو په طبیعت معرفی کړی، د انګرییز شکست یی د افغانانو دفداکاریی نتیجه نه بلکه د کابل سوړ ژمی بللی او ټل کی یی د انګریزانو نه ناکامی توجه کړی صدیق الله رشتین د پښتود یو استاد ‎( د یقین یوسفزی کامه وال) دپلار ګرامر په خپل نوم نشر کړی او لویه غلایی کړی ده. کله چی د پښتو دتدریس مدیر و زما یادیږی مامورینو څخه به ی پنځوس افغانی روشوت اخیست شهادتامه ی ورکوله دا عمل یی خادم صاحب، پرهیز صاحب او نورو ډیر وغاند خو دده د حیثیت لپاره چی د پاچا نعمت خور او و او حمایه یی کیده چا څه ونه ویل او کله چی د تنظیمو راتګ سره دپاکستان مردان ته لاړ برالا ییوویل چی موږ پاکستانی یاستو خو څه موده کابل کی اوسیدو او لمسی یی ماموسی یوه پاکستانی ده واده کړه او بیا له هغه پاکستانی را جدا اوددالرو دګټلو لپاره کابل ته راغله نوداسی سړی ستوری نش کیدای د هیوادمل صاحب او د تږی صاحب نظر بیخی سم دی. یو بل سړی چی موږ ی وشرمولو ناشناس دی نو بعضی وخت نومونو پسې مه ګرځئ. ارواښاد حبیبی دی خدای وبخښي زبردست عالم او څیړونکی علمی نړی کی ساری نلری دنړی ډیر خلک ورته درناوی لری. موږ ورباندی فخر کوو. علامه رشاد او استاد حبیبیی به بیا ونه مومو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب