دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو پر افغانستان انټرنشنل تلویزون د سختو قیوداتو اعلان وکړ

طالبانو پر افغانستان انټرنشنل تلویزون د سختو قیوداتو اعلان وکړ

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) د طالبانو لخوا د رسنیزو سرغړونو څېړلو ته جوړ شوي کمېسیون په یوه اعلامیه کې د افغانستان انټرنشنل راډیو تلویزون خلاف د سختو قیوداتو اعلان وکړ.

دغه کمیسیون ویلي، چې یاد شوی راډیو تلویزون غیر مسلکي، تبلیغاتي او تبعیض خورونکی دی او له همدې امله یې پر سیاسي شنونکو، خبریالانو او خلکو ورسره د مقاطعې امر کړی.

طالبانو ویلي، چې دغه کمېسیون یې د افغانستان انټرنشنل تلویزون چارې ارزولي او ګڼې سرغړونې یې پکې په نښه کړي.

د خبرونو تحریف، د طالبانو خلاف پلان شوي تبلیغات، مخالفانو ته یې ډېره پاملرنه او نور داسې موارد هغه څه دي چې د طالبانو اعلامیه کې پرې افغانستان انټرنشنل راډیو تلویزون تورن شوی.

یادې رسنۍ د طالبانو اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان انټرنشنل راډیو تلویزون تر دې مخکې د یو شمېر افغانانو لخوا هم ځینو مخالفتونو، په ځانګړي ډول قومي او ژبني تبعیض ته په لمن وهلو تورن شوی و.

له دې سره، پر طالبانو نیوکه ده چې د رسنیو او بیان ازادۍ سرسخت مخالفت کوي او د ځپلو په هڅه کې یې دي.

دغې ډلې له بیا واک ته رسېدو سره ګڼ خبریالان بندیان، شکنجه او ګڼې رسنۍ تړل کېدو ته مجبوره کړي او د تاند وېب پاڼې په ګډون یې د ګڼو بې طرفه رسنیو د محدودیت او پر خپرونو یې د بندیز اقدام کړی.

1 COMMENT

  1. افغانستان انترنشنل د افغانستان د ددښمنانو یو مرکز دی. طالب او که هر څوک افغانستان کې حکومت کوي او دغسې د نفاق او تعصب تلویزیون ته د فعالیت اجازه ورکوي نو مطلب دا شو چې د هیواد سره خیانت کوي. هر څوک چې انترنشنل سره مرکې کوي هغه به خامخا د کوم هیواد جاسوس وي. ما چې هر وختې دا د جاسوسي ځاله ليدلې نو د افغانستان د هویت سره دښمني مې په کې احساس کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب