دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهایران یو بل افغان بندي اعدام کړ

ایران یو بل افغان بندي اعدام کړ

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) راپورونه ښيي، چې ایران د خان محمد اسحاقزي په نوم یو افغان بندي، چې د نشه یي توکو د قاچاق په تور بندي و، د کرمان په زندان کې اعدام کړی.

د حال وش په نوم یوې رسنۍ ویلي خان محمد اسحق زی، د فراه ولایت د لاش جوین ولسوالۍ اوسیدونکی و او پرون چهارشنبې له مخکینۍ خبرتیا او له کورنۍ سره یې د وروستۍ لیدنې پرته اعدام شو.

حال وش د ځینو سرچینو له قوله ویلي چې ۴۰ کلن اسحق زی په ۲۰۲۰ کال کې د مخدره موادو په تړاونیول شوی او د ایران د سمنان ښار د انقلابي محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی و.

ویل کیږي هغه متاهل او د پنځو اولادونو پلار و.

د روانې ثور میاشتې په لومړیو کې د هه‌نگاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو بنسټ وویل چې د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د ایران په زندانونو کې د اعدام شویو افغان وګړو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

ایران په نړۍ کې د اعدامونو د شمیرو له پلوه لوړځای لري چې تل پرې د بشري حقونو ډلو سخت انتقادونه کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د ایران لخوا د دغه او نورو افغان وګړو د اعدام په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

په ایران او نورو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو کې افغان کډوالو او بندیانو سره د ناوړه چلند پر وړاندې د دې رژیم چوپتیا تل له نیوکو سره مخ شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب