دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ملا یعقوب ویاند: پاکستان د داعش ملاتړی دی

د ملا یعقوب ویاند: پاکستان د داعش ملاتړی دی

تاند (۵ شنبه، د ثور ۲۰مه) د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په پښتونخوا کې پر چینایي انجینرانو د ترسره شوي برید په اړه د پاکستان د پوځ وروستیو ادعاوو ته په غبرګون کې ویلي، چې یاد شوی برید د افغانستان له خاورې نه و سمبال شوی.

هغه دغه راز ویلي، چې دوی له داعش ډلې څخه د پاکستان د ملاتړ مستند اسناد په لاس کې لري.

خوارزمي وویل، دوی ګڼ موارد لري چې د داعش وسله وال د پاکستان له خاورې افغانستان ته را اوړي او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د ثور په شپږمه په کابل کې په یوه غونډه کې که څه هم د کوم مشخص هېواد نوم وانخیست، خو ویې ویل چې د افغانستان درېیو ګاونډیو هېوادونو په سیمه کې د داعش فعالیت ته زمینه برابره کړې ده.

د ښاغلي متقي په خبره یو د داعش لپاره بشري ځواک او افراد تیاروي، بل د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي او بل هم په خپله خاوره کې داعش ته د تمویل او پلان جوړونې مرکزونه ورکړي دي؛ هغه ډله چې د طالبانو د واکمنۍ په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې په افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی.

پاکستان د ملا متقي او هم د عنایت الله خوارزمي څرګندونو ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد خپله هم له داعش ډلې څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه ضمني خبرې کړې وې، خو دا ځل یې ویاند په ښکاره دغه  هېواد ته اشاره کړې ده.

د طالبانو د د دفاع وزارت ویاند دا هم وویل، چې پر چینایي انجینرانو برید کې د افغانستان د نه ښکېلتیا په اړه دوی د چین حکومت ته اطمینان ورکړی او هغوی هم د ده په خبره په دې حقیقت پوه شوي چې افغانان په دغسې پېښو کې ښکېل نه دي.

سیاسي شنونکی افراسیاب خټک بیا باور لري، چې د طالبانو رژیم او پاکستان دواړه په دې برخه کې له یوه بل لوري ورکړل شوي رولونه تر سره کوي او دا اختلافونه یې طبیعي او د دوی په خپل واک کې نه دي.

ښاغلي خټک تر دې مخکې په دې برخه کې امریکا تورنه کړې وه، چې ګواکې به سیمه کې لویې لوبې مخته وړي او افغانستان یې د دې لوبو مهم قرباني دی.

هغه پر افغانستان د طالبانو واکمنیدل او ورپسې نور بدلونونه ټول د همدغې لوبې اړوندې برخې ګڼلې وې.

2 COMMENTS

  1. تاسو ټول د یوې پروژې مشترک غړي یاست هسې په یو بل تورونه مه لګوئ اوس ټول خلک پوه دي. امریکا، پاکستان، طالب او داعش ددې ټورنامنټ فاینل لوبغاړي دي او د لوبې میدان افغانستان دی. هر کس پدې پوهیږي خو څه کولی نشي او نه ورته څوک غوږ نیسي او نه توان لري کله یې چې د ملا تیر مضبوط شي ستاسو د ملا تیر به مات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب