دوشنبه, مې 20, 2024
Home+ظهیرالدین محمد بابرشاه | علامه عبدالحی حبیبي

ظهیرالدین محمد بابرشاه | علامه عبدالحی حبیبي

د مې ۹ مه د افغانستان او سیمې د نامتو مورخ، لیکوال او څېړونکي علامه پوهاند عبدالحی حبیبي د وفات له ۴۰ تلین سره برابره ده.

تاند د ارواښاد علامه حبیبي د اروا د خوشالۍ په هیله د ده د یوه اثر ژباړه په څو برخو کې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. دا اثر «ظهریالدین محمد بابرشاه» نومېږي.

ظهیرالدین محمد بابرشاه

(زوکړه د ۸۸۸ د محرم ۶- وفات د ۹۳۷ د جمادي الاول ۶)

لیکوال: پوهاند عبدالحی حبیبي

ژباړن: عصمت الله څاروان

لومړۍ برخه

ظهیرالدین بابر، او د هغه د ژوند پېښې

د ده نیکونه او اولادونه

محمدبابر د عمر شیخ زوی، د سلطان ابوسعید میرزا لمسی او د محمد میرزا کړوسی و. محمد میرزا بیا د میرانشاه زوی او د امیرتیمور لمسی و. د ده د نسب شجره د چنګېز په اولاده کې قراجار ته رسیږي. مور یې، چې قتلق نګار بېګم نومېده، د منګولیا د واکمن یونس خان لور وه. (۱) د مور له لوري د بابر شجره په (۱۵) پُښت کې چنګېز خان ته رسیږي. (۲)

د امیرتیمور له مړینې وروسته (د ۸۰۷ هجري د شعبان ۱۷ – ۱۴۰۵ م د فبروري ۱۸) په خراسان او ماوراالنهر کې د ده تر واک لاندې ګڼې سیمې د ده د اولادونو (لمسیانو او کړوسیانو) ترمنځ ووېشل شوې. د دوی په منځ کې د بابر د نیکه سلطان ابوسعید میرزا، چې په ۸۷۳ هجري قمري، ۱۴۶۸ م کال کې مړ شوی، تر واک لاندې خاوره له اذربایجانه د هند تر پولو او له مکرانه د تاتار تر ریګستانه پورې رسیدله. (۳) د سلطان ابوسعید میرزا له مړینې وروسته د ده زامن پر بیلابیلو برخو واکمن شول. مشر زوی یې سلطان احمد میرزا د سمرقند او بخارا، سلطان محمود میرزا د استراباد، اُلغ بېګ د کابل او غزني، سلطان مراد میرزا د ګرمسېر او کندهار، او د بابر پلار او د سلطان ابوسعید میرزا څلورم زوی عمر شیخ میرزا د فرغانې واکمني ترلاسه کړه.

ظهیرالدین محمد بابرشاه

د بابر په قول فرغانه د پرېمانه مېوو او غلو ټاټوبی دی چې په ختیځ کې یې کاشغر، په لوېدیځ کې یې سمرقند، په جنوب کې یې کوهستان او په شمال کې یې اترار موقعیت درلود. فرغانې اووه قصبې لرلې او د سیحون (خجند) پر اوبو خړوبېدله، په جنوبي برخه کې یې د دغه ټاټوبي پایتخت اندیجان و. په ماوراالنهر کې له سمرقند او کش پرته د اندیجان هومره ستره کلا نه وه. (۴)

زوکړه او د روزنې چاپېریال

د فرغانې د واکمن عمرشیخ میرزا په شاهي حرم کې د ۸۸۸ د محرم په ۶ مه – ۱۴۸۳ د فبرورۍ ۱۴ مه قتلق نګار خانم یو ماشوم وزېږاوه چې پر هغه یې د محمدبابر (۵) نوم کېښود. د بابر د ترور (خاله) زوی، میرزا حیدر دوغلات د بابر د نوم او زوکړې په اړه داسي لیکي: (پاچا بابر د ۸۸۸ کال د محرم په شپږمه وزېږېد. مولانا میر مرغیلاني چې په الوغ بېګي عالمانو کې یو تکړه او برلاسی عالم و، د ده (بابر) د زوکړې نېټه (د محرم شپږمه) معلومه کړې ده. له دوی مبارک څخه د نوم اېښودو غوښتنه شوې وه او دوی پرې ظهرالدین محمد بابر نوم کېښود. په هغه وخت کې يې دی ځکه بابر ونوماوه چې د سیمې خلکو ته د ظهيرالدين محمد تلفظ سخته و ځکه چې د سیمې په ترکي کې لا عربي او فارسي کلمې زیاتې نه وې رواج شوې، نو د بابر شاه په نوم مشهور شو خو په خطبو او شاهي فرمانونو کې یې ظهيرالدين محمد بابر شاه باله.

(رشیدي تاریخ، ۹۶ پاڼه ب د لینین ګراد د ختیځ پېژندنې موسسې خطي نسخه)

نهمه هجري پېړۍ چې بابر یې په وروستیو کې دنیا ته راغی، په منځنۍ اسیا، د ماوراالنهر په هیوادونو او خراسان کې د هنر و فرهنګ دوره وه. د امیر تیمور کورنۍ او د منګولیا د امیرانو اولاده د خپلې پاچهۍ د استحکام او د فیوډالیزم په اوج کې وه، او د بابر د مور او پلار د کورنیو چاپېریال د هنر، مدنیت او ثقافت چاپیریال و.

په خپله امیر تیمور، چې د دې کورنۍ موسس دی، له لویو لشکرکشیو، جنګي خویونو او بې رحمیو سره سره، چې په ارثي ډول یې له خپلو پلرونو اخیستي وو، د اسلامي مدنیت او ثقافت په چاپېریال کې روزل شوی و، او له همدې کبله یې عالمان، سادات، صوفي مشربه روحانیون او هنرمندان، چې د خراسان او ماوراالنهر د کلتوري میراث انتقالوونکي وو، خوښېدل، دی په خپله وايي:

«ما تل مُحدثان، د کیسو او خبرونو راویان رابلل او له هغوی څخه مې د انبیاوو، اولیاوو او پاچاهانو د ژوند او کارونو کیسې اورېدلې. د پاچاهانو د عروج او زوال په علتونو مې سر خلاصاوه.

د مشایخو، صوفیانو او عارفانو له خبرو مې هم ګټې اخیستې، او د هغوی احترام مې کاوه. (۶)

له امیر تیمور سره په جنګي سفرونو کې پوهانو هم ملګرتوب کاوه، د بري او سوبې په وخت به یې انعامونه ورکول. (۷) شرق الدین یزدي وايي:

«د مخکښانو او عامو خلکو د ځای د ټاکلو په وخت اعلیحضرت په هر حالت کې د علم او کمال پر خاوندانو مهربانه و، د سترو عالمانو په ډله کې به ځینې په سفر کې د والاحضرت ترڅنګ وو، لکه د مولانا شیخ الاسلام زوی خواجه افضل، سعید جلال الدین کشي او د ستر قاضي (اقضی القضات) مولانا نعمان الدین خوارزمي زوی مولانا عبدالجبار. (۸)

د قتل و قتال او د ښارونو د لوټ په مهال امیر تیمور د علم خاوندانو ته پام کاوه، هماغسي چې د ډیلي د فتحې په وخت کې یې دوی ته ځانګړې توجه وکړه:

«د اعلحضرت د روانېدو په مهال امر وشو چې سادات، قاضیان، علما او مشایخ د ډیلي په جامع جومات کې راټول شي او له خاصو ملازمانو ځنې یې یو تن مسوول وګوماره چې د پاچا لښکر دا درنه طبقه ونه ځوروي او د وخت له نادودو خوندي وي. (۹)

د امیر تیمور په کورنۍ کې د علم او هنر پالنې دا دود د ده ځایناستو ته هم ولېږدېده، همدا وجه وه چې په دې کورنۍ کې د تیمور زوی میرزا شاهرخ په هرات کې د تیموریانو د دورې د هنري رینسانس بنسټ کېښود؛ بل زوی یې الغ بېګ د ریاضۍ، ستورپېژندنې او نجوم عالم و او د هرات تیموري شاهزاده ګان، د شاهرخ زامن بایستغر (مړینه ۸۳۷ ه، ۱۴۳۲ م)، میرزا ابراهیم (۸۲۷ ه ۱۴۲۳ م)، او بدیع الزمان میرزا سلطان حسین بایقرا (۹۲۳ ه ۱۵۱۷ م) ماهر او هنرمند خطاطان وو او په خپله د بابر پلار عمر شیخ میرزا هم، چې بابر ورڅخه ډېر څه زده کړي وو، دا علمي ذوق او فرهنګ په میراث اخیستي وو. بابر په دې اړه وايي:

«اخلاق او کردار یې د حنفي مذهبه و، پنځه وخته لمونځ یې نه قضا کاوه او د خپل عمر قضایي لمونځونه یې ادا کړي وو. اکثره وخت به یې تلاوت کاوه، حضرت خواجه عبیدالله احرار ته یې درناوی درلود، د هغه خبرې یې ډېرې اورېدلې وې او حضرت خواجه هم زوی بللی و. ښه سواد یې درلود خمستین (د نظامي خمسه او د خسرو خمسه)، مثنوي او تاریخونه یې لوستي وو، اکثره به یې شاهنامه لوسته. که څه د نظم کولو وړتیا یې لرله خو شعر ویلو ته یې وخت نه ورکاوه او توجه یې ورته نه کوله. خوش اروا، د خبرو شوقي، فصیح… خوږ ژبی او زړه ور و. (۱۰)

دا د بابر د پلار او نیکونو لنډه یادونه وه چې حتماً یې د ده په روزنه او د شخصیت په جوړونه کې اغېز درلود خو مور یې قتلق نګار بیګم ته هم په خپله خټه کې له خپل پلار یونس خان څخه ښه فرهنګي میراثونه رسېدلي دي. میرزا حیدر دوغلت د ده په اړه وايي:

«یونس خان له مولانا شرف الدین علي یزدي سره په دوولس کاله ناسته پاسته کې له هغه ډېر څه زده کړي وو او د یزدي له مړینې وروسته یې په عراق، فارس او اذربایجان کې د علماوو له ناستو دومره زده کړې وکړې چې په استاد یونس خان مشهور شو. ده د قرآن په قرایت، موسیقۍ او انځورګرۍ کې مهارت درلود او د ښه ذوق خاوند و.» (۱۱)

بابر له همداسې مور او پلاره د ژوند درس زده کړ، له خدای پالنې او عرفان سره لېوالتیا او له ادبي او هنري ذوق سره اخښلی نظامي توب او لشکرکشي د ده د کور په چاپېریال او ژوند کې شامل توکي وو. هغه مهال د ماوراالنهر د هر فیوډال اولادونه په دې ډول صفتونو روزل کېدل، او د ملوک الطوایفي جنګونو هم د تیموري لړۍ له شهزادګانو دغسي زړه ور او خونړي کسان جوړول.

د اندیجان د دغه شهزاده د روزنې لپاره هم نامتو عالمان او د میرزاعمر شیخ د دربار تجربه کاره شخصیتونه ګومارل شوي وو چې د هغو په ډله کې بابر د شیخ مزیدبېګ، باباقُلي بېګ او خدای بیردي بېګ نومونه اخیستل چې د ده (بېګ اتکه) یعني روزونکي وو.

د هغو علماوو په منځ کې چې بابر ورته درناوی درلود او ځان یې د هغه شاګرد باله، یو هم خواجه قاضي مولانا عبدالله بن سلطان احمد قاضي دی. بابر د هغه په اړه وايي:

«خواجه مولانا قاضي زما استاد او پیر دی…. شجره یې د پلار له خوا شیخ برهان الدین قلیچ ته او د مور له لوري سلطان ایلک قاضی ته رسیږي. دا طبقه په فرغانې کې پیر او مرشد او شیخ الاسلام او قاضي پاته شوې ده. دی د خواجه عبیدالله مرید و، هغه روزلی و، د خواجه قاضي په ولایت (ولي توب) کې هیڅ شک نه لرم…

عجیب سړی و، اصلاً یې ډار په اروا کې نه و….دا صفت هم د ولیتوب دلیل دی.» (۱۲)

که څه هم بابر دا خبرې د خپل عمر په وروستیو کې په هندوستان کې لیکلي خو دی د زلمیتوب په مهال په اندیجان کې د خواجه قاضي مرید او شاګرد و. د دې ډول کسانو پالنې د ده په شخصیت کې رول درلود.

————————————————–

۱– دا لړۍ داسي ده: ۱- بابر۲- قتلق نګار ۳- یونس خان ۳- ویس خان ۵- شیرعلي اوغلان ۶- محمدخان ۷- خضرخواجه ۸- تغلق تیمور ۹- ایش بوقا ۱۰ دواخان ۱۱- برکا ۱۲- ایسان بوقا ۱۳– متوکان ۱۴ – چغتای ۱۵- چنګېز خان.

۲– فرشته، عمل صالح، پادشاه نامه، اکبرنامه، د اسلام دایرة المعارف ۱ر۸۴۷، بابرنامه فارسي ۷- د رشیدي تاریخ خطي نسخه ۹۵ مخ، د لینین ګراد د ختیځ پېژندنې موسسې نسخه

۳– د بابرنامې انګلیسي ژباړې د لومړي ټوک سریزه (Cvi)

۴– د عبدالرحیم خان خانان د بابرنامې فارسي ژباړه ۲ مخ، د بمبي چاپ ۱۳۰۸ هجري

۵– د بابر نوم د تیموریانو په لړۍ کې دود و لکه بابرمیرزا بن بایسنقر بن شاه رخ. ځینو راوروسته لیکوالو د بابر نوم (Babar) لیکلی.

۶– ۱۵۰ مخ، ۱۹۵۴ د لندن چاپ او د هند تاریخ Ishwari – Prasad ۳۰۶ مخ د اله اباد چاپ ۱۹۳۳ خو په غیاث اللغت ۹۶ مخ د ب په ضمه دی. ارسکن د دې کلمې معنا Tiger لیکلی، او ښايي په دوو فتحو وي، که د یوه ځناور نوم دی (د بابرنامې انګلیسي ژباړه) د یعقوب بېګ د ۹۱۴ هجري ۱۵۰۸ م په پېښو کې د بابرجنګ یادونه شوې ده (د بابرنامې انګلیسي ژباړه ۶۳۲) او له دې څرګندېږي چې د بابر معنا ببر و او د (بابرجنګ) لقب یعني هغه څوک چې د ببر په شان یې جنګ کاوه، له دې بیته هم ثابتېږي چې بابر و:

خدیو کامران پرتو در      ملاذ ملک و ملت شاه بابر

د «مطلع سعدین» د مولف ورور مولانا عبدالقادر د میرزا بابر بن بایسنقربن شاهرخ د مړینې د نېټې لپاره دا بیتونه ویلي، ((که از آن هم باعتبار قافیه (بر- در- خور) ثابت می آید، که بابر بضمه با دوم در هرات تکلم می شد:

آفتاب ملک بابر خود نماند           کی چنین خورشید پنهان در خور است

در ربیع الثانی فصل ربيع            لاله را ساغر ز خون دل پر است

 چرخ را گفتم جگرها چاک چیست؟    دیده ها پراشک و دامن پر دراست

این چه حالست وچه تاریخست؟گفت:  فوت شه سلطان مؤید بابر است.

(۸۶۰) ق د نګارستان تاریخ ۳۴۳ – د قاضي احمد غفاري اثر تهران ۱۳۴۰

۷ – تزک تیموري د بمبی چاپ ۱۱۲ تر ۱۱۴

۸ – ملفوظات تیموري، الیت ۳،۴۷۵

۹ – ظفرنامه ۳، ۱۰۱

۹ – ظفرنامه ۲،۹۸

۱۰- بابرنامه ۶

۱۱- د دینسن رشیدي تاریخ، انګلیسي ژباړه ۱۵۵ مخ

۱۲- بابرنامه ۳۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب