یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د سکندریانو په وخت کې ژبپوهنه

د سکندریانو په وخت کې ژبپوهنه

څېړونکی: شمس الاحمد جاهد

لارښود استاد: پوهندوی اسدالله وحیدي

د سر خبرې

د لیسانس د دورې پر مهال مې له ادبپوهنې سره ژبپوهنه ډېره خوښېده او وخت ناوخت  به مې له کتابتونو او کتابخونو د ژبپوهنې اړوند کتابونه اخیستل او هیله مې وه چې زموږ د ژبپوهنې برخه هم د نورو ژبو په شان پیاوړې شي، خو چې د ماسټرۍ پروګرام ته کامیاب شوم، یوه هیله مې همدا وه چې په نویو موضوعاتو به کار کوم، داسې موضوعات به د کنفرانسونو لپاره انتخابوم چې هم نوي وي او هم یې زموږ ژبې ته لږ خیر ورسېږي، د ډاکټر صاحب ښکلي له خوا د سکندریانو په وخت کې د ژبپوهنې په نوم موضوع راکړل شو ه، ډېر کتابونه مې ولټول، خو په دې اړه مې په پښتو ماخذونو کې څه پیدا نه کړل، نو مې ښه وبلله چې په دري او عربي، انګلیسي کتابونو کې یو څه پیدا کړم، خو هلته مې هم په دې اړه ډېر څه تر سترګو نه شول؛ ځکه مې دا هڅه وکړه چې زموږ ګرامرونه دعربي ژبې پر تقلید لیکل شوي؛ خو له دې ستړیاوو وروسته مې په انګلسي کې ځینې مقالې ولوستې او دا موضوع مې مطالعه کړه، نو د سمینار د جوړولو لړۍ مې پیل کړه.

هر علم ځانته قوانین لري، کوم څه چې قوانین ونه لري، نو د هغه ماڼۍ به تل پاتې نه وي، ژبه هم یو لړ قوانین لري چې د هغې په مرسته ژبه وګړي زده کوي، او په ژبه کې همدغه شته قوانین دي چې د انسان مخې ته پراته دي او ژبه یې ژوندۍ پاتې ده.

لومړی د ژبې لپاره باید بنسټ جوړ شي، که بنسټ سم نه وي، ماڼۍ به هم باوري نه وي؛ خو د ژبې لپاره ګرامر بنسټ دی او ژبپوهنه د ژبې بنسټ ګڼل ګېږي. ګرامر په ژبه کې شته قواعد او اصول دي، چې پوهانو ترې را ایستلي. که غواړو چې ژبه طبیعي کړو، او له مصنوعي والي یې وژغورو د ګرامر زده کړه راته اړینه ده؛ ځکه چې ګرامر د ژبې طبیعي جوړښت را په ګوته کوي.

«سکندریانو په وخت کې ژبپوهنه» تر سرلیک لاندې مې د ښاغلي استاد اسدالله وحیدي تر لارښوونه د کنفرانس موضوع واخیسته. دا کوچنی کنفرانس د “سکندریانو په وخت کې ژبپوهنه” په اړه لیکل شوی. مخکې مې هم یادونه وکړه چې په دې برخه کې معلومات ډېر کم وو. ښايي زياتې تېروتنې ولري، په دومره کمو معلوماتو دومره موضوع اوږدول او بشپړول هم څه ناڅه ستونزمن ده.

په پای کې له له ښاغلي استاد څخه نړۍ مننه کوم چې زموږ په روزنه کې یې یې نه هېرېدونکې هلې ځلې کوي.

درنښت

فهرست

سرلیک                                                                                               مخګڼه

لنډیز. ‌ب

کلیدي ټکي: ‌ج

سریزه 1

ارزښت.. 2

موخه 2

پوښتنې. 2

مواد او کړنلاره 2

د سکندر یانو په وخت کې ژبپوهنه. 2

لنډیز

د سکندریانو د واکمنۍ مهال چې د وګړنیو پرمختګونو په لړ کې یوه ستره کړۍ ده. دلته د ژوند په بېلابېلو اړخونو ګټور بحثونه شوي دي چې موږ لا اوس هم سلګونه کلونه وروسته د هغوی تر اغېز لاندې یو او د هغوی له کاره ګټه اخلو، سلګونه کلونه وروسته د هغوی کار زموږ د اوسنیو چارو او پرمختګونو پیلامه او مخبېلګه ده. هغوی په اخلاقو، ساینس، ژبه، ادب او هنر کې یا بنسټونه ایښي یا يې پیاوړي کړي دي ، د دوی د څېړنو یو اړخ ژبه ده.

ژبه له هغه وخته موجوده ده چې د وګړو او ټولنې ژوند پېليږي. د وګړني ژوند تاریخ که له هر ځایه او هرې نېټې پیلوو ، نو ژبه هم له هغه وخته ژوندۍ ده. ژبه د وګړني پرمختګ ستر او اغېزناک بنسټ دی. د نړۍ ټول وګړني تمدنونه د هغو وګړو په وسیله رامنځته شوي چې ژبه یې لرله.

کلیدي ټکي:

ژبه، ژبپوهنه.

سریزه

د ځينو په وینا چې ژبپوهنه  ساینس ته ورته ده. هر څه پکې ثابت دي؛ خو دا سمه ده چې ساینس ته ورته ده خو ډېر وخت زموږ پرېکړه په ژبپوهنه کې نسبي وي، چې د وخت په تېرېدو سره تغیر کوي، که د ژبپوهنې تاریخي سیر ته نظر وکړو، له ژبې څخه لومړی ځل سیسټماتیکه ګټنه په بین النهرین کې ثبت شوې چې له میلاد څخه وړاندنۍ درېیمې زریزې څخه تر دویمې زریزې پورې یې د لغاتونو له یو نوملړ څخه چې د سومري میخي خط یو شمېر لغاتونه او د هغو معنی او همدارنګه یې د بهرنیو ژبو د لغتونو فونوټیکي زیرمه لرله؛ ګټنه کوله. وروسته بیا سانسکریټ ژبه په سیسټماتیکه بڼه تجزیه او تحلیل شوه او د هغو قواعد د پاڼیني (له میلاد څخه وړاندې ۶ پېړۍ څخه تر څلورمې پېړۍ پورې یې ژوند کړی) له خوا توضیح شول. له میلاد څخه د وړاندۍ څلورمې پېړۍ په پیلېدو سره چین د جنګ غوښتونکو دولتونو په دوره کې خپلو ګرامري لارو چارو ته وده ورکړه.

ارسطو له میلاد څخه ۳۳۵ کاله وړاندې د لویدیځې ژبوهنې بنسټ د بلاغت د یوې برخې په توګه په خپل شعري فن کې رامنځته کړ. د عربي او عبري ژبو د ګرامرونو سنتونو بیا په منځنیو پېړیو کې په دیني برخو لکه د پانیني سانسکرېټ ګرامر په څېر وده وکړه.

د ژبپوهنې معاصر لارو چارو بیا د اتلسمې پېړۍ پر مهال وده وکړه او بالاخره په ۱۹ مه پېړۍ کې ارواه پوهنې او بیولوژي ته اړوندې وبلل شوې؛ د دغه لیدلوري پربنسټ د انګلو – امریکايي ژبپوهنې بنسټ هم کېښودل شو په داسې حال کې چې په انګلنډ کې فیلولوژیکي کړنلارې لکه د هنري سویټ کړنلار غالبه وه. دغه موضوع د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د فردیناند دو سوسور له خوا چې ژبپوهنه یې د یوې ځانګړې څانګې په توګه په ټولنیزو علومو کې رامنځته کړه، تر نیوکې لاندې راغله. د سوسور د مفهوم له مخې عمومي ژبپوهنه د یو نښه لرونکي نظام په توګه د ژبې مطالعه ده چې په کې فونولوژي، موروفولوژي، نحو او د معاني علم شاملېږي. دغه کوچنۍ برخې کېدای شي هم مهاله یا هم په ډیاکرونیک ډول وڅېړل شي.

په دې اساس په اوسنۍ زمانه کي د ژبپوهني عالمانو ژبپوهان پر دوو برخو وېشلي چي يو يې ماډرن يا نوي مسلکي ژبپوهان دي او بل يې ولسي ژبپوهان دي چي په اماتور شکل يې ژبپوهنه زده کړې او په دې برخه کي يې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي. موږ په دې لنډه مقاله کي د سکندریانو په وخت کې ژبپوهنه باندې بحث کوو.

ژبه دومره مهمه ده چې په الهي او اسماني کتابونو کې هم ورته نغوتې شوې دي، د دې ترڅنګ وګړو او بشر هم مهمه بللې ده او تر ننه مهمه رارسېدلې ده. همدې پېښو ته په کتو سړی ویلای شي چې د نړۍ داسې هېڅ تمدن نه شته چې بې ژبې رامنځته شوی وي او یا تمدني چارو کې دي ژبه له پامه غورځېدلې وي!؟ د سکندریانو د واکمنۍ پر مهال هم ژبه د پام وړ وه او په دې اړه مهم بحثونه شوي او څېړنې رامنځته شوې دي.

ارزښت

د ژبنیو څېړنو د تېر په اړه پوهېدنه د هر ژبڅېړونکي یوه مهمه اړتیا ده ، څېړونکی که اوس څېړنه کوي، له تېر به ګټه اخلي او که نوښت کوي ، هم تېر به لولي. د اوسنۍ ژبڅېړنې زنځیر تېر ته غځېدلی، له تېر اغېزمن دی ، ځکه نو په تېر پوهېدنه یو ارزښت او اړتیا ده.

موخه

د دې څېړنې او لیکنې له لارې هڅه شوې ده چې د ژبڅېړنې تېر په لنډ ډول وړاندې شي چې په یوه ځای کې د د یوې واکمنې ډلې کار او د ژبې، ګرامر او ژبپوهنې څېړنیز بهیر لوستونکو ته وروپېژندل شي.

پوښتنې

۱ ـ د سکندریانو د واکمنۍ پر مهال د ژبڅېړنې څرنګوالی څه دول وو ؟

۲ ـ د سکندریانو د واکمنۍ پرمهال د ژبڅېړنې څومره والی څه ډول وو ؟

مواد او کړنلاره

د دې څېړنې له پاره له شته باوري سرچینو ګټه اخیستل شوې ده، د څېړنې ډول يې کتابتوني او مېتود يې تشریحي – توصیفي دی.

د سکندر یانو په وخت کې ژبپوهنه

د یوناني ژبې د مطالعې د اوج مهال  د سکندریانو زمانه (۱۵۰-۳۰۰ م.ز) وه. په دې خت کې داسې پوهانو و چې ژبې ته یې کار وکړ. که د ژبپوهنې تاریخ سیر ته نظر وکړو، نو په نړۍ کې د ژبنیو څېړنو د پیل په اړه په عام ډول بېلابېل نظرونه شته، ځينې يې له توراته (لومړی جز ـ د پيدايښت بحث ـ د آدم او حوا سورت ـ اتلسم ، نولسم او شلم آيتونه ) پيلوي چې هلته د ژبې په اړه بحثونه شته. د دې ترڅنګ د نړۍ د لومړنۍ ژبې د موندلو له پاره په دوو کوچنیانو د فرعوني لړۍ د یوه واکمن پسامتیخوس ( ۶۰۰ ق.م ) شاوخوا تجربه هم د ژبنیو څېړنو څرک بولي چې دا پېښه هېرودت رانقل کړې ده ( ۷ : ۴۹ – ۵۱ ). همدارنګه داهم ویل شوي چې د ( ۵ ق.م ) پېړۍ مشهور ژبور او د وینا او خطابې فن پوه ګرګیاس سیسیلي ( Gorgias from Sicily ) هم ژبني بحثونه کړي دي ( ۲ : ۳۸ ). د دې ترڅنګ بل پوه چې پروتاګوراس (Protagoras ) نومېږي هغه هم د ژبې په اړه بحثونه کړي چې ټول تر اپلاتون وړاندې دي .

د ژبنیو څېړنډلو په لړ کې د رواقیون (The Stoics) یادونه هم مهمه ده چې له فلسفې څخه د ګرامر د بیلتون له پاره يې هڅې کړې دي. دې ډلې د زنون (Zeno) د نظرونو پليوني کوله چې (۳۰۰ ق.م ) شاوخوا کې يې ژوند کړی دی.

رواقیونو د یوناني ژبې د ګرامر په تشريح کې داسې اصطلاحات وکارول چې هغه د نوم، فعل، د ربط حرف، د تعریف حرف، عدد، جنس، حالت، د فعل وجه او د فعل صیغې اڼدول دي.

د ( ۳ ق.م ) پېړي په لومړيو کې د مصر د سکندریې ښار د یونان د سترو فلسفي او علمي مرکزونو څخه د یوه په توګه راڅرګند شو. په دې ښار کې بېلابېل پوهان سره راټول شول او د یوه ستر کتابتون په رغولو سره يې د لرغونې زمانې پوهنتون رامنځته کړ.

سکندریان ( Alexandrian) د هومر ایلیاد او اودیسي د قلمي نسخو سره مخ شول او دا چې د دوی له نظره سپېڅلې وې ، د نیمګړتیا او لاسوهنې نه د خوندیتوب له پاره يې د دې اثارو ژبنۍ یا ګرامري سپړنه وکړه چې دغه ډول ګرامرونه د قاعدوي، دودیز او عنعنوي (Normative Grammar) په نوم یادېږي. په سکندري ښوونځي کې د هومر د اثارو په اړه د څېړونکو په ډله کې یو مشهور ارستارخوس وو او نور يې هیرودین او اپولونیوس دیسکولوس وو ( ۸ : ۲۳، ۲۶ )

د سکندریانو په وخت کې داسې پوهان وو چې د ژبې په اړه یې کارونه ترسره کړل چې دلته به لنډ لنډ بحث ورباندې وکړو:

ارستاخوس سامورتراسي: د هومر اثار په سکندریه کې د ځانګړې پاملرنې وړ وو او د دې اثارو د مطالعې سرلاری ارستاخوس و. دی د سکندريې د کتابتون له شپږو کتابدانو څخه یو کس و چې مطالعه چې دنده یې وه او هم یې مطالعه کوه. ده ته د ایلیاد او ادیسې د خپراوي، تکثیر او اېډيټ مسوولیت ورسپارل شوی و، چې ارستاخوس خپل ماموریت په بریالي توګه سر ته ورساوه.

ارستاخوس په دې اېډيت یا تصحیح کې د قیاس له مېتود کار واخیست. دی د قراردادیانو په پلویانو کې راته چې د ارسطو د نظريې پر اساس یې له ژبې سره چلند کاوه. د ده د ګرامر په اړخ معلومات نشته دي، خو د  ده اغېز د ده د شاګرد تراکس په اثارو کې لیدل کېږي.

ایلیاد او ادیسه داسې اثار وو چې د هغه وخت هر لوستي انسان باید لوستي وی او ویلی شو چې د هومر فکر د هر یوناني ذهن ته لاره موندلې وه. له همدې امله ډېر متفکرین له خپل عصر ناراضه وو. دوی خپلې چارې پر هومر له نیوکې پیل کړې، دوی ویل چې ایلیاد او ادیسې خدایان انساني بڼې لرونکي دي.

دیوینسیوس تراکس ( Dionysius Thrax ) چې د سکندريې کتابتون مشر او د ارستارخوس شاګرد وو ، له ( ۱۰۰ ق.م ) څخه وړاندې يې ژوند کړی او د یوناني ژبې لومړنی ګرامر يې لیکلی دی. دا ګرامر تخني ګراماتیکي( ( Techne Grammatike) نومېږي ( ۷ : ۷۸ ).

عنعنوي ګرامر چې په لویدیزه نړۍ کې رامنځته شو ، هغه ګرامر دی چې دیونسیوس تراکس ( ۲ ق.م ) په اروپا کې د ارستو د میتود ترڅنګ رامنځته کړ ( ۴ : ۵ ).

تراکس د یوناني ژبې لومړنی ګرامر د ګرامر فن په نامه له بشپړ تحلیل او ډلبندۍ سره د پاييروس پر پینځلسو پاڼه ولیکه. په دې ګرامر کې ژبه د ادبیاتو له زاویې څېړلې ده. د دغه ګرامر په مقدمه کې داسې راغلي دي: “ګرامر د یوې ژبې د صورتونه تخصصي مطالعه ده، هغه ډول چې شاعرانو کارولې ده.” په دې رساله کې ټول تعریفونه د یوې مانا پر بنسټ ولاړ دي او دا ثابتوي چې د رواقیانو له نظریاتو سره پوره بلد و. ضمیر د کلام برخه معرفي شوه چې د اسم پر ځای راځي. په دې رساله کې په اړیکوييکو پورې محدود شو او د اضافت وییکی او قید د کلام نورې برخې شوې.

د ګرامر فن کتاب په حقیقت کې د ګرامرونو د مطالعې لپاره د بنسټ په توګه وکارېده چې نن سبا د ګرامر دې ډول مطالعې ته دودیز ګرامر وايي.

تراکس ګرامر په دېرشو پاڼو، دوو فصلونو او شلو برخو کې ولیکه. تراکس په پوره دقت کلمې په اتو برخو ووېشلې. د تراکس د ګرامر فن تر څلورو سو کمې کرښې لري او وروسته دا ګرامر په یوناني او لاتین کې د نورو ټولو ګرامرونو د لیکلو لپاره بنسټ شو.

د تراکس د مشاهدې پر بنسټ د ژبې ګرامر څېړنه کوله. ده همغه وخت د عامو وګړو ترمنځ د قبولو شویو لیکوالانو او شاعرانو اثار مطالعه کړل، د شتریح لپاره یې کلمه او جمله د واحد په توګه انتخاب کړل. کلمه یې د ژبې تر ټولو کوچنی او جمله یې د ژبې تر ټولو لوی واحد وباله.

اپولونیوس دیسکولوس ( Apollonius Dyscolus ) چې د ګرامر متخصص بلل کېږي ، په ( ۲ ق.م ) پېړۍ کې يې ژوند کړی، د میستيوس زوی او په سکندریه کې زېږېدلی دی.

دې کس په دویمه میلادي پېړۍ کې د تراکس د ګرامر پر بنسټ د یوناني ژبې ګرامر ولیکه. هغه د تراکس نظریه له یوې نوې زاويې وړاندې کړه. د جامع نحویې نظریه یې وړاندې کړه، د نحویې په برخه کې یې د (Peri suntaxeos) لپاره لار پرانیسته او کار یې پیل کړ. په دې برخه کې یې زیات کتابونه ولیکل. د دسکولوس په خبره هره کلمه که هره مانا لري، خو په جمله کې د جملې تر ټولو کوچنی جز ګڼل کېږي. دسکولوس خپل کار د تراکس د هغمه اتو توکونو پر بنسټ ترسره کړ، خو ځینې طبقات یې له سره تعریف کړل. موخه یې دا وه چې په دې کې فلسفي نظریات او کلمات ور زیات کړي. د کلمې د هرې طبقې لپاره یې یوه عامه مانا ځانګړې کړه. چې وکولای شي د همغې طبقې طبقاتي مانا برسېره کړي. د ضمیر د تعریف په اړه وايي: دا کافي نه ده چې ووایو د نوم پر ځای راځي او دا هغه تعریف و چې تراکس کړی و، بلکې دا باید ووایو، هغه ګوهر رسوي چې له کیفیاتو جوړ شوی وي.

اسمي جوړښت او فعلي جوړښت لومړني عناصر وو چې د یوناني ژبې په برخه کې وپېژندل شول او له یو بل جلا کړل شول. وروسته ټولو کسانو دا دوه جوړښتونه د ژبې په ګرامر کې تر ټولو بنسټیزې ډلبندۍ وبللې. د سکولوس خپل نحوي توصیف د اسم او فعل ترمنځ پر اړیکو دروي. له دې وروسته د کلماتو د نورو طبقو اړیکې د همدې دوو طبقو پر بنسټ طرحه کوي. دسکولوس د ډول ډول مطابقه اړیکو د تحلیل لپاره ډېرې هڅې وکړې هغه به ویل د شخص له اړخه مطابقه، د فعل او  اسم ترمنځ شمېره، د خاص او عام ترمنځ له فعلي حالت جوړېږي.

د ديوینسیوس تراکس ګرامر چې وروستیو پوهانو ته مخبېلګه شوه ، نږدې ټولو د هغه په شننه او کتنه وخت تېراوه. د دوی ټولو په څېړنو کې چې ورته پام شوی نه دی ، د نحوې برخه ده چې دغې نیمګړتیا ته د اپولونیوس پام شو او د دغې برخې د بشپړونې هڅې يې کړې دي. که څه هم تر ده وړاندې په دې اړه لږ مواد وو ، خو اپولونیوس د نحوې په اړه منظمې څېړنې کړې دي. اپولونیوس زړې څېړنې وکتلې ، ځینې برخې يې بیا تعریف او په ځینو برخو کې یې نوښت وکړ. ده ډېره هڅه وکړه چې د صورت او مانا بیلتون ثابت کړي. د نوم او فعل پېژندل چې وړاندې شوي وو ، اپولونیوس دغې بېلونې ته په پام د جملې د نورو توکو ترمنځ پر اړیکو ټينګار وکړ او په دې اړه يې ډېرې څېړنې وکړلې ( ۷ : ۸۱ – ۸۲ ).

هرودیانوس ( Herodian ) هم په یوناني ژبه کې یو ګرامر ولیکه چې ډېر يې پکې د ژبې نازنځیري واحدونه څېړلي دی. د ژبې نازنځیري واحدونو ته يې په یوناني ژبه کې پروسودیه ( Prosody ) ويلې چې تر اوسه پورې هم دغه اصطلاح په ژبپوهنه کې دود ده ( ۳ : ۴۶ ).

هرودیانوس یا هیرودین د اپولونیوس زوی دی چې د یونان په سکندریه کې پر ( ۱۷۰ م ) کال زېږېدلی دی ، دی يو مورخ او د ژبې څېړونکی وو ، نوموړی د ليکنښو او عروضي توکو بنسټګر دی. د زیروبمی ، بېلتون و پیوستون او له دغې لارې په کلمو او جملو کې د ماناوو پر اوښتون يې ژور بحثونه وکړل ( ۷ : ۸۳ ).

پايله

د سکندریانو په زمانه کې ځینو لیکوالانو د ژبې بنستیز کارونه ترسره کړل، لکه د ديوینسیوس تراکس ګرامر  او همداسې د یوې ټولمنلې نحوې جوړښت پکې ولیکل شو.

ژبه چې په وګړني پرمختګ او تمدن کې اغېزناکه ونډه لري، سکندریانو د دې وسیلې په اړه بحثونه کړي او د ژبې بېلابېل اړخونه يې سپړلي دي، د ژبې په اړه د څېړنو او بحثونو یوه لړۍ پکې سر راپورته کړی او سوکه سوکه ستر ، پیاوړي او لوړ شوي دي،  او که دغه څېړنې له نورو سره پرتله شي، ښکاري چې دوی تشریحي کار کړی که څه هم ځینې لیکوالانو ژبه له ادبي اړخه څېړلې ده.

د سکندریانو په وخت کې ځینو څېړونکو چې د وګړني ژوند په بېلابېلو اړخونو بحث او فکر کوه ، ژبه هم ترې هېره نه وه. په دې توګه ویل کېدای شي چې د ژبې ، ګرامر او ژبپوهنې په اړه د اوسنیو څېړنیزو لړیو او پرمختګونو بنسټګر همدوی دي چې دغه ډول څېړنو او بحثونو ته يې مخه کړله.

مناقشه

د سکندریانو ـ ژبني بهیر په اړه پښتو کې ګڼې څېړنې شته او په بېلابېلو اثارو کې ورته اشارې شوې دي. دا لیکنه د نورو په پرتله د بڼې له اړخه لنډه ، خو د مانا له اړخه پراخه ده او هڅه شوې ده چې لوستونکو ته په کمو ټکو کې ډېر معلومات ورکړل شي.

ماخذونه

۱ ـ ارين ، نوید. ( ۱۳۹۵ هـ ش ). د فلسفې لڼد تاريخ. کندهار : صداقت خپرندویه ټولنه .
۲ ـ حقشناس، محمد علی .( ۱۳۸۴هـ ش ). تاريخ مختصر زبانشناسي ( ژباړه ) . شپږم چاپ . تهران: کتاب ماد.

۳ـ حکیمي، مطیع الله. (۱۳۹۸هـ ش). تاریخ زبان شناسی. تخار: ګنج خپرندویه ټولنه.

۴ـ حمیدزۍ، راحله. (۱۴۰۱ هـ ش). نظریه های زبان شناسي. کابل: سمون خپروندویه ټولنه.
۵ ـ ذکي ، محمد ذاکر. ( ۱۳۹۴ش) . ژبه او ژبپوهنه . کابل : ملي تحریک.
۶ ـ زړن ، جانس. ( ۱۳۸۲ش) . د یونان د لرغونو ادبیاتو لومړی دوره. پېښور: ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز.
۷ ـ مرهون ، محمود. ( ۱۳۹۶ش) . تاريخي ژبپوهنه . کابل : کاینات څېړنیز او ژباړې مرکز.
۸ ـ یمین ، محمد حسین. (۱۳۹۴ش ). تیوری های زبانشناسی. کابل: انتشارات سعید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب