سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+سرګردان برخلیک لرونکی شاعر صدیق ننګ

سرګردان برخلیک لرونکی شاعر صدیق ننګ

پوهندوی آصف بهاند

سرگردان برخ‌لیک لرونکی شاعر صدیق ننگ

ثاني جنت کې اوسېدلم، خوزه نه پوهیدم

د یار مالت کې اوسېدلم خوزه نه پوهیدم

 

بې تاج و تخته شهریار ؤم، بې پروا ګرزیدم

د عشق دولت کې اوسېدلم، خو زه نه پوهیدم

 

نه مې سزا د عمر قید، نه مې بیلتون پیژنده

ستا محبت کې اوسېدلم، خو زه نه پوهیدم

 

وړکی ماشوم وم چې به پلار سره جومات ته تلمه

د خدای رحمت کې اوسېدلم خوزه نه پوهیدم

 

د زړه سلګۍ مې خولې ته راغلې چې له تا بېلېدم

د مرګ ساعت کې اوسېدلم، خوزه نه پوهیدم

 

زړګې مې چور لکه کابل شو د پنجاب په فتوا

په غنیمت کې اوسېدلم خو زه نه پوهیدم

 

زه ئې په خیال کې د دیرو وم، هدیرو ته لاړم

چې کوم زیارت کې اوسېدلم خو زه نه پوهیدم

 

چې مې پیغور د یار د مینې افتخار ګڼلو

ښه په عزت کې اوسېدلم خوزه نه پوهیدم

 

دار مې په غاړه ګرزوه، په سجدو روږدی نه وم

تل بغاوت کې اوسېدلم خوزه نه پوهیدم

 

ما وې دوزخ به وي همدا چې عذابونه دي ډېر

ننګ په هجرت کې اوسېدلم خوزه نه پوهیدم

 

(صدیق ننگ)

محمدصدیق ننگ د افغانستان په معاصر فرهنگي بهیر کې یو مطرح قلموال او ویناوال دی.  د ده له خبرو، چلن، شعرونو او لیکنو نه په ښکاره معلومېـږي چې دی پر وطن او خلکو باندې مین شاعر او د یو کاریزماتیک شخصیت لرونکی دی، محمدصدیق ننگ د ملي کرکټر خاوند هغه قلموال دی چې تل د خلکو او وطن د گټو او پرمختگ په واټ باندې په مېړانې سره روان دی. د ده د ژوند او فعالیتونو پر بېلابېلو برخو باندې به زه لنډه رڼا واچوم، خو لومړی یې بیوگرافي:

د صدیق ننگ پېژندنه:

ما د محمدصدیق ننگ بیوگرافي په میډیا کې پیدا نه کړه، په امتحاني بنه مې چت جي‌پي‌ټی وپوښته، خو لومړني معلومات یې ناسم وو او له محمدآصف ننگ او صدیق افغان سره یې مغالته کړی و او د هغوی په باب یې معلومات راته ولیکه. ما بیا بېرته ورته ولیکل چې:

ستاسو معلومات ناسم دی، زما هدف شاعر صدیق ننگ دی. بیا یې دا معلومات ولیکه:

«صدیق ننگ د افغانستان یو شاعر دی چې د خپل نوښتګر او ژورې شعرونو له امله شهرت لري. هغه په خپلو اشعارو کې د افغان ټولنې ستونزې، د جګړې اغېزې، او د مینې او سولې په اړه خپل احساسات بیانوي.

په افغانستان کې شاعري د یوې ژورې فرهنګي ارزښت لرونکې ده، او صدیق ننگ هم په دې فرهنګي میراث کې یو ځانګړی ځای لري. د هغه شعرونه نه یوازې د افغانانو ترمنځ محبوبیت لري، بلکې په نړیواله کچه هم د ادب مینه‌وال یې ستاینه کوي.

صدیق ننگ په خپلو اشعارو کې د خلکو دردونه، غمونه او امیدونه بیانوي او د هغه اشعار د افغانانو د ژوند مختلف اړخونه رانغاړي. د هغه اشعار په ساده او روانه ژبه لیکل شوي دي چې د هر عمر او پوړ خلکو ته د پوهاوي وړ دي.

د محمدصدیق ننگ د شعرونو د لا زیات معلوماتو لپاره تاسو کولای شئ د هغه شعرونه او د افغان شاعرانو په اړه منابع وګورئ»

زه د محمدصدیق ننگ د بیوگرافۍ په باب پر دې معلوماتو قانع نه شوم، نومې د ۲۰۲۴ ام کال د جولای پر څلورمه له صدیق ننگ سره د وتساپ پرمټ یوساعت او دېرش دقیقي خبرې وکړې او هغه پوښتنې چې تر همدې نېټې پورې د ده د زدکړو، رسمي کارونو او فرهنگي فعالیتونو په باب له ماسره پیدا شوې وې، ما ورسره مطرح کړې او په ډېره دوستانه فضا کې یې ما ته ځواوبونه راکړل. د همدې معلوماتو له مخې یې ما دا لاندې لنډه پېژندنه برابره کړې ده:

د محمدصدیق ننگ لنډه پېژندنه:

نوم او تخلص: محمد صدیق ننگ،

زوکړه: ۱۳۳۴ ل ل جوزا میاشت، لغمان ولايت مهترلام ښار پورې اړوند د عمرزيو سيمه (ادوخیلو) کلي،

زدکړې: د مهترلام ښار د روښان لیسې له دولسم ټولگی څخه په ۱۳۵۳ هـ ل  فارغ شو،

په ۱۳۵۶ ل ل کې یې د ننگرهار د ښوونکو روزنې عالي مؤسسه په بریالیتوب پایته ورسوله،

د ۱۳۵۷ هـ ل کال د حوت په شلمه د څرخي پله لویې کلا ته ورمیله کړای شو، دا میلمستیا د ۱۳۵۸ کال د جدي ترشپـږمې پورې وغځېده،

یووخت په افغانستان کې حالات داسې راغلل چې ځینې ملکي فرهنگي چارو کې بوخت کسان د یوې اړتیا له مخې نظامي کارونه ته ولېـږل شول او هلته په کارونو وگمارل شول. صدیق ننگ هم د همدې اړتیا له مخې نظامي زدکړو ته مخه کړه. لومړی یې په حربي پوهنتون کې نظامي زدکړې پیل کړې، په سامع ډول یې د حربي پوهنتون اوه پنځوسمه دوره پایته ورسوله او په اعلی درجه یې د یاد پوهنتون له سیاسۍ پوهنځي څخه د فراغت سند ترلاسه کړ. له حربي پوهنتون نه مخکې یې د یوې لنډې مودې (شپـږمیاشتنی کورس) له‌پاره د اوکراین د لفوف عالي سياسي نظامي پوهنتون ته هم سر ورښکاره کړی و.

دندې: د کابل په چهاراسياب لیسه کې او د قلعه کاشف په منځني ښوونځي کې د ښوونکي په توگه او د یوڅه مودې له‌پاره د  د قلعه کاشف په منځني ښوونځي کې د سرښونکي په توگه هم دنده ترسره کړې ده.

په نظامي برخو کې یې دا دندې ترسره کړې دي:

ــ د ملي گارد د ارگ د لوا د افسر په توگه،

ــ د کابل په بالاحصار کې د خاص گارد د قوا د افسر په توگه،

ــ د ۱۰۱ ساتونکي غونډ د افسر په توگه.

وروستۍ دنده یې په اریانا افغان هوايي شرکت کې ماموریت و چې د توپکي رژیم تر راتگ پورې په همدې دنده کې پاتې شو.

پر افغانستان باندې د ټوپکیانو له حاکمېدو سره سم، حالات خراب شول، لکه د نورو روڼ‌اندو په څېر صدیق ننگ هم د وطن پرېښودو ته اړ شو، په ۱۹۹۲ م ماسکو ته لاړ او د ۱۹۹۶ ام کال په دسمبر کې له ماسکو څخه د اروپا په لوري وځوځېد. او دا دی  کلونه کېـږي چې د اروپا په ډنمارک هېواد کې ژوند کوي.

فرهنگي فعالیت:

محمدصدیق ننگ له تاندې ځوانۍ څخه قلم چلول پیل کړي دي. شاعري یې کړې ده او تر نن پورې هم د شعر تخلیق ته لگیا دی. د شاعرۍ ترڅنگ یې د پاملرنې وړ ټولنیزې او سیاسي لیکنې هم کړې دي.

محمدصدیق ننگ له اوږدې مودې راپه دې‌خوا په ډنمارک هېواد کې ژوند کوي، په فرهنگي چاروه کې ښه فعال دی او د د پانوس پتنگان (سویدن ـ دنمارک ادبي هنري کاروان) په چوکاټ کې فعالیت لري، په فرهنگي محافلو کې د پاملرنې وړ او فعاله رول لري.

د ننگ صاحب کوم مستقل اثر تراوسه نه دی چاپ شوی، خو د ملنگ جان د ژوند او شاعرۍ په باب یې یو څېړنیز اثر او څو شعري ټولگې د چاپ له‌پاره چمتو دي.

ښوونکی صدیق ننگ:

د محمدصدیق ننگ اصلي او لومړنی مسلک معلمي و، ده د خپل مسلک په دایره کې د وطن اولاد په روزلو کې په عملي ډول برخه اخیستې ده او په عملي ډول یې د خپل علمي ــ فرهنگي ژوند په اوږدو کې د ښوونکي مقدسه دنده هم پر مخ وړې ده.

ښاغلی محمدصدیق ننگ په کابل ولایت پورې اړوند د چهاراسياب په لیسه کې او د قلعه کاشف د منځني ښوونځي د ښوونکي او سرښونکي په توگه دنده ترسره کړې ده او په دې ډول یې د افغانستان د نوي نسل په روزلو کې خپله ونډه په صداقت سره اجرا کړې ده، خو له بده شامته چې ده د خپل مسلک په حریم کې څه د پاسه یوکال تېر کړ او له خپلې اصلي دندې لرې او بل کار ته وگمارل شو.

محمدصدیق ننگ یوځل هڅه کړې وه چې د خپلو زدکړو د بشپـړلو لړۍ د کابل‌پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې پیل کړي، خو د حالاتو او زمان غوښتنه بل ډول وه. که دی په خپل مسلک کې پاتې وای او خپلې زدکړې یې هم په خپل مسلک کې بشپـړې کړې وای، ښايی د ده د فرهنگي او تخلیقي برخلیک لوری هم بل ډول وای، لا غني او لامسلکي وای.

په نظامي چارو کې بوخت صدیق ننگ:

تر نظامي زدکړو وروسته یې، په نظامي برخو کې دا لاندې دندې ترسره کړې دي:

ــ د ملي گارد د ارگ د لوا د افسر په توگه،

ــ د کابل په بالاحصار کې د خاص گارد د قوا د افسر په توگه،

ــ د ۱۰۱ ساتونکي غونډ د افسر په توگه.

کله داسې هم شوي چې بېرته یې ملکي ماموریت ته هم مخه کړې او بیا یې په اریانا افغان هوايي شرکت کې دنده پیل کړه او د توپکیانو تر راتگ پورې په همدې دنده کې پاتې شو.

لیکوال او شاعر صدیق ننگ:

محمدصدیق ننگ ډېری فرهنگیان د یوه ځانگړي سبک لرونکي شاعر په ډول پېژني. زما له نظره د صدیق ننگ د شاعرۍ د پاملرنې وړ او د حساب وړ برخه د مهاجرت چاپېریال، په ځانگړي ډول ډنمارک کې تخلیق شوې ده.

په افغانستان کې دننه یې شعرونه او لیکنې د هغه وخت په مجلو او اخبارونو کې چاپ او خپاره شوي دي چې په ځانگړي ډول د دغو خپرونو نومونه یادولای شو:

ــ هيواد (ورځپاڼه)،

ــ انيس (ورځپاڼه)،

ــ حقيقت سرباز (ورځپاڼه)،

ــ اردو (مجله)،

ــ هيله (مجله).

د ننگ صاحب کوم مستقل اثر تراوسه نه دی چاپ شوی، خو د ملنگ جان د ژوند او شاعرۍ په باب یو څېړنیز اثر او څو شعري ټولگې یې د چاپ له‌پاره چمتو دي.

د صدیق ننگ شعرونه سندرغاړو هم زمزمه کړي دي:

د ننگ صاحب شعرونه کله ـ کله د افغان مشهورو سندرغاړو په خوږو غږونو کې زمزمه شوي دي چې دا درې ښاغلي په کې د یادونې وړ دي:

ــ بریالی صمدي،

https://www.facebook.com/iamhewad/videos/262424917976178/

ــ هارون باچا،

https://www.facebook.com/share/p/fwaKzgh85a8uupwP/

ــ گلزارعالم.

https://www.youtube.com/watch?v=8YA3AOWvqSs

هغه غزله یې چې هارون پاچا په خواږه غږ کې زمزمه شوې ده، د شعر متن یې دا دی:

ژوند

ته لکه اوريې، دې وې نه، زه د هواغوندې يم

ښه نو اوبه يې، دې وې نه، زه لکه سا غوندې يم

د سپوږمۍ خور يې، که زهره يا ثريا يې گلې

تر ټولو بره يم، زه سترګه د سبا غوندې يم

زه چې آينه کې کله گورم يو آواز اورمه

ښکلا په غوږ کې راته وايي چې زه تا غوندې يم

ته رومانی شه زه به خوله په سپینه ورځ درکړمه

کووم خبره تکه سپینه، زه ريښتيا غوندې يم

د «دیجیتال» د عصر مينه لېونتوب نه مني

نه «ننگ» مجنون غواړم، نه زه لکه ليلا غوندې يم

دغه راز د ننگ صاحب شعرونه په «نارنج گل» او «سمسور» ویبپاڼو کې هم خپاره شوي دي.

صدیق ننگ له اوږدې مودې راپه دې‌خوا په ډنمارک هېواد کې ژوند کوي، په فرهنگي چارو کې ښه فعال دی او د د پانوس پتنگان (سویدن ـ دنمارک ادبي هنري کاروان) په چوکاټ کې فعالیت لري، په فرهنگي محافلو کې د پاملرنې وړ او فعاله رول لري.

دا هم د صدیق ننگ د شعرونو څو بېلگې:

غزل

په زړه مې اوري بيا د ګل او ګلغټو ښکلا

يانې چې ستا د ښکلي مخ او اننګو ښکلا

په يو نظر چې د يو بل د زړه تر تله رسي

مينان پېژني د غلا د اشارو ښکلا

چې د جفا اورونه مړه شي محبت را شين شي

خدايه نازله کړې په موږه په شېبو ښکلا

له لوړو غرو راځي سيندونه او ښکلا وېشي

د سپينو واورو نه جوړيږي د څپو ښکلا

چنار چينه ګوره ګودر او مازیګر د کلي

ورته به څه وي د عدن د منظرو ښکلا

چې د ښکلا او عاطفې نمانځنه ډېره کوي

ربه ښه ډېره په نصیب کړې د هغو ښکلا

يورپ کې ډېره ښکلا شته خو يو ګودر نشته

چا ته تعريف کړم د پېغلوټو د منګو ښکلا

شيدې شکرې سره ګډې کړه او خوند واخله

همداسې بوله د پارسي او د پښتو ښکلا

ننګ يې په خيال د پنجه کشو خپله ژبه چيچم

له تناره چې پورته وينم د لوګو ښکلا.

می مياشت 2024 م کال ډنمارک

غزل

اسمانه لوړ شه ځمکې ارته شه چې زړه مې تنګ دی

خياله د لوړو غرونو سر ته شه چې زړه مې تنګ دی

د زړه بلبل ته مې په ډکه خوله خندا خو و کړه

پسرلنۍ غوټۍ ته ورته شه چې زړه مې تنګ دی

په کمکي زړه کې ځايوم د جانان لوی غمونه

د دنيا غمه لږ بهر ته شه چې زړه مې تنګ دی

چې يې په شور د ترنم څرخ او خروار وناڅي

مطربه جوړ ساز د لوګر ته شه چې زړه مې تنګ دی

بې له ټګۍ بې له برګۍ په تا کې نور څه نشته

بوډۍ دنيا مخ دې محشر ته شه چې زړه مې تنګ دی

د هوسونو په ډنډوکو کې صفا نشته ده

راشه د مينې سمندر ته شه چې زړه مې تنګ دی

شپو پسې شپې زغملی نشم ستا په روڼ اسمان کې

د لمر وطنه زياتي لمر ته شه چې زړه مې تنګ دی

عقل پنجرو د فلسفو کې رانه سا و باسي

جنونه زور مې مات وزر ته شه چې زړه مې تنګ دی

ګنج دې د فن ګوره افلاس سره آشنا چې نکړې

ابتذال پرېږده ځه هنر ته شه چې زړه مې تنګ دی

چې په شمشاد قامت يې نشي دعوه ګير څوک پيدا

ننګه ځه لار نيسه خيبر ته شه چې زړه مې تنګ دی.

اکتوبر ۲۰۰۵ م کال

غزل

يو خيال و رانه بر ته او زه لاندې غورځېدم

د پښو لاندې مې غر ته او زه لاندې غورځېدم

منزل د ژوند په غاړه د کمره وم درولی

زه نه تلمه کمر ته او زه لاندې غورځېدم

د هيلو څانګې ډکې د ميوو وې لکه سترګې

خو لاس نه مې ثمر ته او زه لاندې غورځېدم

بېګا هسې مدهوش وم چې مې نشو ټينګولی

زه تلمه؟که ساغر ته او زه لاندې غورځېدم

زېړی مازيګری و او زه تږی د رڼا

دغرونو شا ته لمر ته او زه لاندې غورځېدم

وطن او يا کفن منصوري چغه ريښتيا وه

زمونږ د سلو سر ته او زه لاندې غورځېدم

تاريخ زلزلې وکړې قافلې شوې را په شا

تر ټولو مخکې خر ته او زه لاندې غورځېدم

توبه،توبه سياست شو مسخره د خاص او عام

کاواکه چې رهبر ته او زه لاندې غورځېدم

والله ننګه شرمېږم نور په نسل د قابيل

چې نوم پرې د بشر ته او زه لاندې غورځېدم.

ننګ، لونګبي، ډنمارک

غزل

چې ګل دې د اوربل يمه تصوير يم ځوانيمرګې

سندره يم غزل يمه تصوير يم ځوانيمرګې

زړه يار سره وصيل دی زه جدا يمه له ياره

نيمګړی مکمل يمه تصوير يم ځوانيمرګې

مهينه شان لمحه يم نه ماښام نه مازديګر

زېړی غوندې مشعل یمه تصوير يم ځوانيمرګې

چې ما لولې ضرور دې ژبه نښلي په تالو کې

ډېر خوږ يمه عسل يمه تصوير يم ځوانيمرګې

بې تا ژوند که بې سا ژوند ،قاعده که استثنآ

ننګ مرګ بې آجل يمه تصوير يم ځوانيمرګې.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ډیر محترم ورور پوهندوی آصف بهاند نه به اول مڼنه وکړم چې پس له ډیر وخت نه ېې زمونږ ڼنګ پیدا کړ او د غزلو په نمونو سره ېې لڼډه بیوګرافۍ هم وړاندې کړیده.
    صدیق ڼنګ ، زمونږ دکورنۍ یو فعاله،هڅاند او تکړه ښوونکی، شاعر او دبهاند صیب خبره یوڅه سرګردانه غړی دی؟!. مانا دا چې دی زما د ارواښاد پلار د ماما زوی دی ؛ په قام ساپی دی او دمهترلام پورې اړوند عمرزیو سیمې په (ادوخیلو)کلي کښې زیږیدلی دی؛ له مانه شپږ میاشتې مشر دی!
    د ده مور بي بي هم ښه شاعره وه؛ البته زمونږ په خپلوانو کښې د شاعري استعداد تر ډیرو و او شته؛
    مرحومان عبداللطیف صافی،عبدالقدیر وطنوال ؛ ښاغلی حفییظ ملیار او ….
    -زه هم کله کله په ټول افغان،ټول افغانستان،لراوبر، دعوت مډیا ،پشتونخوا او تاند کې قلم چلووم!
    و من الله التوفیق؛
    ورور صدیق ڼنګ ته لا زیات بری او خوشحاله ژوند غواړم. درناوی

  2. په زړه پورې معلومات دي له لیکوال نه مننه کوو ، چې په ایرو کې سکروټې لټوي او خپلو هېوادوالو ته یې معرفي کوي . له الله تعالی نه یاد صاحب ته اوږد عمر او سلامتي غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب