سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeادبلنډه کیسهچای / اجمل پسرلی

چای / اجمل پسرلی

د پراګ په لویدیځ کې د (هرومیرڅې) مېنه تر ډيره نوې ده. یو ځای دلته غوټه کورونه ودان شوي، هلته څو کوره سره جوړ شوي، بیا شاوخوا پراخې کروندې دي او یوه اړخ ته یې ځنګل ولاړ دی.

د کورونو تر منځ شاړې مځکې دي چې وړ وړ بوټې پکې راشنه شوې دي. زه چې چیرته اوسم د کور شاته خپل سره بوټي ولاړ دي. د مني په سر کې په دغو کې یو ډول نژدې یونیم متر لوړ بوټي دی چې د ګورګورو په څیر دانې کوي خو دانې یې سرې بخونې دي.

د رخصتي په ورځ مې په دې بوټو کې، چې شاته لرې بیا ځنګله ته ترې لار وتې ده چکر واهه. یوه سپین رنګه لنډ پوزې سپي رامنډه کړه، ورته ودریدم، څو ګامه ها خوا د بوټو له منځه یوه سپین سارې ښځه راووته، ویې خندل، سپي ته یې ورنارې کړې چې ورشي. سپي لکۍ وخوځوله او ورغی. ما ورته وویل، ښایسته سپی دی.

بوډۍ چې یوه زیړه پلاستیکي کڅوړه ورسره وه، ویې ویل:

– دا سپی د دوو میاشتو و چې له ماسره و

ما سر ورته وخوځاوه. دې وویل:

– دا سپی کلیچکا نومیږي

ههم مې ورته وکړ. دې بیا وویل:

– کلیچکا په هره خبره پوهیږي

ما ورته وخندل او ورته ومې ویل:

– په دې کڅوړه کې دي د سپي لپاره څه راغونډ کړي؟

بوډۍ د پلاستیکي کڅوړې سر پرانیست، سترګې یې سره وروستې او له کڅوړې یې د ګورګورو په څیر یوه لپه دانې راوایستې:

– د دغو ډیر ښه چاي وي

– دغه د بازار د چاي په څیر وي؟

بوډۍ دوې ګوتې سره چونډۍ کړې او شونډو ته یې وروړې:

– نه دا بوټی ګټور دی او د سپتمبر په سر کې مې پاڼې راغونډې کړي هغه چې له دغو دانو سره یو ځای اوبه ته واچوم امها….

سپي د پټیو لور ته منډه کړه او بوډۍ هم د خپلو ګوتو له ښکلولو سره ورروانه شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب