پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد استاد نوې پېيلې  

د استاد نوې پېيلې  

پوهاند ډاکتر مجاور احمد ریار

 لمر و سپوږمۍ

کړې مالمر په وړانگو ته سپوږمۍ وړانگنه

او چې تا تراشلي بوت مې بيا زړه  يوړ،  

نو خپل ناز خو پرما دومره گران مه پلوره!

۱۵نوېمبر۱۶

د نهنگانو په لمس 

له نهيلۍ زمري لاسونه مروړي

چې گيدړان يې ورمېږونه مروړي

مرغوزي ژاړي په سرو سترگو مرغۍ 

چې يې سره جاله توند بادونه مروړي

د تورو شپوگورو ځنگلو اهريمن

اهورايي سپين سهارونه  مروړي

تورې څلې د ژمي خولې لگوي

سره ارغوان، ژيړ پاڼرېژونه مروړي

تورې سيلۍ پر سروباغچو رابلوسي

د ناوکيو تېر يادونه مروړي

د سباوون په سترگلينونو کې يې

د سوي بڼ ښېراز خوبونه مروړي

 ټول اتپښيز د نهنگانو په لمس،

څه ښايسته ښکلي مرجانونه مروړي!

مرغوزي= د مرغانو بچي، اتپښيز= اختاپوت

۱۸اکتوبر۱۶

گواهي

۱

 وايي:

د لمر گامونه ستړي دي نور،

دي تښتېدلي يې د پلونو سپينې…

تورو  تبجنو واټنونو يې  

د   کاروان ستورو له   وراباڼو نه

پرېکون راوستی.

*

وايي: 

د تل لپاره

ژمی د کال يوازېنی موسم دی.

د ډېرو وينو له بهاو ه  ځنې

پلې او رگونه د تاکونو وچ دي…

او مرگ ناپايه داستان

د تندغري نارنجباغ د برخليک.

*

وايي:

تور بوږنوړي توپانونه گواښي

د ښار په گوټ گوټ کې

راپاتې نيم نيمزالې ويرژړلې شمې.

 د گورو وريځو دېوان

د پسرلي پر ټوکېدا باندې باور نه لري،

د بنفشي باراني څاڅکو پر ځای

راوروي د سرپو شنې لوخړې…

   ۲

د نهيليو تورتمونو ترشا

په چم کوڅو کې   لولنگره ،

آ  د سپېڅلې پاک ايمان شپې پاڼه

راته گواهي لي پر رڼوپ د سپېدو، 

د سپينو ورځو د راتگ له برمه…

نوره پاکېږي به د مينې وينې څښونکو

       له خيرنو پلونو

پاک وسپېڅلي وربوی ،

آ يزداني آوېجه!!!

لندن، ۲۵دېسېمبر۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب