تاند- ناسا وايي د دوو اجسامو څرک یې لګولی چې زموږ د کُرې خوا ته راروان دي. په دغو دوو کې یو مرموز شی دی چې دا فضايي تحقیقاتي اداره نه پوهېږي چې څه به وي.
ناسا وايي چې دوهم به یې، چې یقیناً لکۍ لرونیکی ستوری دی، ممکن راتلونکې اوونۍ ښکاره شي.
یو جسم، چې (2016 WF9) ونومول شو، د ۲۰۱۶ د نوومبر په ۲۷مه د نیووایز (NEOWISE) پروژې له لوري وپېژندل شو
ممکن بیا لکۍ لرونکی ستوری وي، او کېدای شي چې بیا خپل مسیر بدل کړي.
ناسا وايي چې مځکې ته خطر نه پېښوي.