د پښتو شاعرۍ له کلاسيکې دورې نه رانيولې تراوسه زښتو ډېرو شاعرانو له شيخ، زاهد او ملا سره د هنر په وسيله لفظي شخړې ترسره کړې، په اصطلاح جَګَړې يې ورسره وهلې چې تر ډېره د دوی ترمنځ د شخړو موضوعوګانې سره بېلې دي. خو د ځينو تر منځ نېږدېوالی او ورتوالی هم شته.
په اوسني پېر کې د دغو شاعرانو سرلاری غني خان دی. او حمزه بابا هم ورپسې دی. غني خان خو خبره تر کنځلو پورې رسولې خو په دې برخه کې زموږ موضوع د رحمان بابا شاعري ده نو له هغو نورو غلي راتېرېږو.
د بابا په شاعرۍ کې د زاهد،شيخ،عالم او …. په اړه يوه ښايسته برخه شعرونه شته چې له مفهومه يې له دوی سره د بابا عملي او عقيدوي اختلاف څرګندېږي. داچې د دغې اختلاف لاملونه څه دي؟ له بابا به يې واورو:
ښه دی مالره دا فيض د شرابو
چې پرې ووينځم دا دَلق /ارزق/ فام
موږ په خپله ټولنه کې شيخان زاهدان وينو چې د دوی ډېری برخه د غرور، تکبر، لويۍ او د ځان خوښونې په اروايي ناروغيو ککړ دي. ښايي د دې لامل د دوی پوهه وي چې په ټولنه کې کمه او له دوی سره يو څه ډېره ده.
هر څه چې له يو چا سره نه وي بل يې په لرلو وياړي. خو ډېری وختونه دغه وياړ د نابودۍ سبب ځکه ګرځي چې د پورتنيو نارغيو په بڼه راڅرګندېږي او بالاخره له سم دم انسان څخه شيطان جوړ شي. ولې څوک چې په رحمت کې وي يعنې شاکر او متواضع وي هغه نا.
البته د هرې ناروغۍ لپاره يونه يو ډول درملنه هم شته داچې دغه ناروغۍ څه ډول درملنې لري؟ دا به هم د بابا له شعره کې زده کړو!
د پورتنی شعر په دويمه مسره کې د/ارزق/ کلمه ناسمه راغلې، ممکن دکاتب تېروتنه وي.اصل بڼه يې /اَزْرَقْ / ده. عربي صفتي کلمه ده چې د نيله،اسماني او زرغون ډوله رنګونو مانا ورکوي. / فام/ دري روستاړی دی. له /ازرق/ سره چې وتړل شي نو د دري او عربي مرکب صفت به ترې جوړشي چې مانا به يې نيله ډوله يا اسمان ډوله يعنې اسمان رنګه شي.
په دغه مسره کې يو بل لغت /دَلْقْ / دی. د چپنې يا د زاهدانو د لباس ماناګانې شيندي. د /دلق/ او /ازرق فام/ په يوځای کولو سره د دغې جملې ( دلق ازرق فام ) مانا اسماني ډوله لباس ده. اسمان يا اسماني رنګ په شعرکې د لويۍ او غرور سمبوليکې ماناوې لري خو کله کله د قسمت په مانا هم استعمالېږي.
لکه څنګه چې د بابا په شاعرۍ کې د ريا او د رياکارو زاهدانو، شيخانواو په ځينو مواردو کې له تصوفه منکرو زاهدانو ښه پوره غندنه شوې، دلته هم د زاهدانو د لباس (دلق) سره داسمان رنګه (ازرق فام) ترکيب يوځاي کول زاهدانو او دروېشانو ته د غرور او تکبر کنايه ده.
رحمان بابا(رح) په پاسني شعرکې فرمايي: زما لپاره د دغو او د دا ډول نورو ناروغويو درمل د الله تعالی د محبت برکت (دشرابو فيض) ډېر ښه دی چې د غرور،لويۍ، تکبر،ريا او د ځان خوښونې په خيرو ککړ د دروېشۍ لباس مې ورباندې ووينځم.
شيخ وشيخي ورد و وظيفه و ذکر فکر
زه وساقي جام وباده چنګ و ترانه:
/چنګ/ په پهلوي فارسي کې رباب ته ورته د ساز د يوې آلې نوم دی چې /۴۶/ تارونه لري او د لاس په ګوته وهل کېږي.
/وِرْدْ/ عربي نوم دی چې د ذکر، دعا او د قرآن مجيد د يوې برخې د مکرر تلاوت ماناوې شيندي.
لسان اللغيب د شيخانو زاهدانو په اړه وايي: شيخ په داسې حال کې چې باطني ناروغ دی نور يې هر څه هېر کړې بس يواځې د ځان په غم کې په شيخۍ، ورد، وظيفه او ذکر فکر کې بوخت دی. د دې اپوټه زه له ساقي ( کامل پير ) سره يم چې د الله تعالی له مينې (باده) ډک زړه (جام)، له کمالي رازونو ډک شوقي ذوق (چنګ) او د الله تعالی د محبت لپاره آيين يا قانون ( ترانه ) لري چې د دې ټولو شيانو په وسيله يې خلکو ته عام او مريدانو ته خاص خير رسېږي. خو ښاغلی شيخ د دغو شيانو (تصوف) سره چندان جوړ نه دی. دوی ها کوي زه دا. او په ورپسې بيت کې دغې موضوع ته لا وضاحت ورکوي:
زه و زاهدانو ته حيران يم دوی و ماته
ديوانه بده خندد و ده به ديوانه
زه د دوی ناروغو کړنو او دوی زما مستانه او مجذوبانه کړنو ته حيران دي. بس هغه متل دی چې لېونی په کلي او کلی په لېوني پورې خاندي.
دکامل پير ( مطرب ) په وسيله د الله تعالی لخوا د بلنې (رباب) پيل، د الله تعالی د رازونياز خوږې خبرې او اثرات
( سازونه، نغمې ) د مينې دستور (ترانه)، له مينې څخه ډکې ويرونې (د لښتيوآواز ) په تول پوره خبرې ( شعر )، سوچه مينه، د مينې جوش ( نوبهار )او د قرآن تلاوت (د کتاب شُغل) دا ټول هغه څه دي چې زما مينه نوره هم پسې زياتوي ان تردې پورې چې لېونی (مجذوب ) مې کړي نو له دغو شيانو څخه پرهېز څنګه کېدای شي؟ پرهېزګاران ( ناصحان ) که په دغو شيانو الله تعالی قادر کړي پرهېز به يې خپل مالوم شي البته که څه تاثير يې ورباندې ونه کړ نو انسان مزاجه به نه وي:
هر مطرب چې غوږي تاو کا د رباب
په دا تاو کې زما زړه کاندي کباب
چې سامع يې په نغمه په ترانه شم
ديوانه شم ګريوان څيري مست خراب
هم يې تار هم يې ګفتار هسې اثر کا
چې هېڅوک يې نه طاقت لري نه تاب
يو يې ساز بل يې آواز وي د لښتيو
دريم شعر پرې اغاز کړي انتخاب
څلورم يې يو ساقي د څنګه کښېني
چې مخی يې نه افتاب وي نه مهتاب
دا څلو واړه فتنې په څلور کونجه
او پنځم يې صراحي د مۍ ناب
شپږم وقت د نوبهار اووم ځواني وي
اتم شعل د کتاب نهم رباب
چې دا همره آفتونه سره ټول شي
ترو څوک څه رنګ ځنې کاندي اجتناب
چې دا هسې دلبران پرې اثر نه کا
يا به ديو يا به ديوار وي يا دواب
راڅرګند به شي پرهېز د پرهېزګارو
که قادرشي په شاهدوپه شراب.
د پورته شيانو په وسيله د الله تعالی په مينه کې له ټولو ظاهري صفاتو او تعيناتو څخه پورته کېدل او محوا کېدل (رندي) او د زاهدانو وچ او رياکار زُهد په خوند او رنګ، په تاثيراتو او حالاتو کې دومره توپيرسره لري لکه د مينه ناکو پيغلو او ځوانانو توپير له بې وزلو او خوارنفسو کونډو يتيمانو سره:
لږ تفاوت نه دی د رندۍ د زاهدۍ
چرته زلمي جونه چرته کونډې يتيمان.
رحمان بابا چې د خپل ولس ديني ناپوهي او د دين په نوم يې د زاهد چالاکي، فرېب، دوکه او تېروېستل وليدل نو چيغه يې کړه:
دين يې دام وي د دنيا په لار کې ايښی
پرې را اړوي وحشيان د مخلوقات.
په ورځ پند و نصيحت وايي وبل ته
په شپه ناست وې د مغان په خرابات.
)مغان: جمع اورپرست(
++++++++
چې په ورځ د شيخۍ لافې کړې رحمانه
په شپه مۍ له مۍ فروشه غواړې ولې؟
ده په زاهدانو کې عارفانه خلوص چې هر څه يواځې او يواځې د الله تعالی د رضا په خاطر ترسره کوي ونه مونداو د دوی بندګي چې د جنت لپاره يې کوي د نفسي غوښتنو پايله ورته وبرېښېده. کله چې دوی يواځې د نفس لپاره هوسايي او هوسا ځاي غواړي نو د يار لپاره د نفس يا سر قرباني نه شي ورکولی:
ځکه زاهد زهد کا د يو جنت لپاره
سرښېندلی نه شي په اور بل د جانانه.