دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Home+پاسته زړونه، پولادي مازغه| حفيظ الله بشارت‎

پاسته زړونه، پولادي مازغه| حفيظ الله بشارت‎

 په دې ورځو کې د پاسته زړونه، پولادي مازغه کتاب بازار ګرم و.

زما معمولاً د هغه کتاب اخیستو او لوستو ته ډېره تلوسه وي چې د خاص لوستونکو له لوري یې صفتونه واورم.

پاسته زړونه، پولادي مازغه کتاب نه یوازې د لیکوال بلکې د نورو جدي لوستونکو له خوا هم له ښه هرکلي سره مخ شو، راپورونه ورباندې جوړ شول او بعضو لوستونکو ورباندې تبصرې هم وکړې.

دا کتاب چې د مازغو په اړه پکې مفصل او ګټور مالومات پراته دي، ډاکتر محمد عیسی ستانکزي لیکلی دی.
د ډاکتر صاحب د دې کتاب لوستو ته هغه کسان زیاته تلوسه لري، چا چې يې د سینوهه ناول د ژباړې خواږه ليدلي او حس کړي وي.

ستانکزی صاحب د پاسته زړونه، پولادي مازغه په اړه خپله لیکي: “دا کتاب په عامه ژبه د مازغو په جوښت، دندو او د هغوی د اهمیت په اړه مفصل مالومات وړاندې کوي. کتاب د انساني مازغو په اړه د مختلفو علمي څېړنو او مالوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی او د ارواپوهنې، شخصیت جوړونې او د مازغو تقویه کولو په موضوعاتو کې ځانګړي مالومات لري. په ټوله کې پاسته زړونه، پولادي مازغه کتاب لوستونکو ته د مازغو په اړه مفصل او ګټور مالومات وړاندې کوي او د ذهني روغتیا او شخصیت جوړونې په برخه کې د هغوی پوهه او مهارتونه لوړوي”.

پاسته زړونه، پولادي مازغه کتاب یوازې د مازغو په جوړښت او دندو نه غږېږي، بلکې د هغه لارو چارو چې په واسطه يې مازغه تقویه او سلامتيا پيدا کوي هم مفصل مالومات په ځان کې لري.

په کتاب کې ځينې راوني فشارونه او ناروغۍ لکه اضطراب، سټرس، انزایټي، ډېپرېشن، وېره…. نه یوازې معرفي شوي دي، بلکې د مخنیوي لپاره یې مختلفې لارې لکه ټرېنېنګ او منظم ورزش، د ځینو درملو کارول، له رواني ډاکتر سره مشوره او…. هم په مکمله توګه معرفي او ښودل شوي دي.

د دې کتاب يوه ښه ځانګړنه دا ده چې مالومات یې موثق دي، باوري په دې دي چې په ځينو مریضانو او رواني فشار لرونکو کسانو چې کومې څېړنې په مختلفو هېوادونو کې شوې، هغه د دې کتاب د بعضو شک پاروونکو موضوعاتو لپاره د يو مثال په حیث راوړل شوې دي.

دا کتاب د هغه کسانو لپاره چې په اضطراب، وېره، انزایټي، سټرس، ډېپرېشن او نورو رواني امراضو باندې مبتلا دي، یو غوره ادرس کېدای شي.

د دې کتاب د ښه والي یو بل اړخ دا دی چې خبرې یې د انګېزشي کتابونو په څېر د سخت عملي توب اړخ نه لري، بلکې د هر کس لپاره په هر ډول شرایطو او چاپېريال کې میدان ته د راتګ جوګه کېدای شي.

همداراز په کتاب کې ځينې هغه خبرې چې خلک يې تر اوسه په اړه غلط پوه وو، لکه د حجرو او عصبي غوټو زیاتوالی د ښو او فعالو اعصابو زیږنده دي…. هم په ډېر مفصل او ښه ډول ځواب شوي دي.

پاسته زړونه، پولادي مازغه کتاب که څه هم تر ډېره طبي اړخ لري او ځینې طبي اصطلاحات هم پکې راغلي دي، خو ژبه يې دومره روانه او ساده ده چې هر کم سواده او باسواده شخص ترې اخذ کړلای شي.

د دې کتاب توصیه تر ډېره هغه ځوانانو ته شوې چې په ځينو راوني امراضو مبتلا دي او يا په علمي مراکزو لکه پوهنتون، مکتب…. کې په زده کړو بوخت دي.

پاسته زړونه، پولادي مازغه کتاب په دې وروستیو کې اکسوس خپرندويه ټولنې په ۱۸۴ مخونو کې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب