جمعه, مې 3, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور  (۲۳) / جمیله مصور 

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / راپور  (۲۳) / جمیله مصور 

راپور لیکونکې : جمیله مصور 

وړاندې کوونکې : ناجیه معصوم 

نیټه : 29 / 10 / 2023 

د ګډون والو شمېر: ۲۵

ځای: انلاین  

غونډې د تل په څېر دوه برخه لرلې خو په دې تفاوت چې د دې غونډې لومړۍ برخه مشاعره وه او په دویمه برخه کې یې د مشهور فلسطیني شاعر محمود درویش پر شاعري بحث و.  

د مشاعرې برخه اغلې نعیمې غنې په لاندې شعر پیل کړه: 

څومره ورته په یو رنګ یو زه او ته 

له تقدیر سره په جنګ یو زه او ته 

مونږه دواړه خیر د خپلې مینې غواړو 

دوې نارې د یو ملنګ یو زه او ته 

د دنیا له نادودیو مو ګیله ده 

له حالاتو نه په تنګ یو زه او ته 

دوه رنګونه د یو پاتې یارانې یو 

له یوه تصویره ړنګ یو زه او ته 

ګډه هیله مو په زړونو کې د وصل

ګډې شمع ته پتنګ یو زه او ته 

یا په یوه لړ په یو غاړه مو زنګلې

یا د یوه بوټي لونګ یو زه او ته 

ته بې نیازه زه غني د زمانې یو 

ترادف کې څنګ په څنګ یو زه او ته

وروسته شفیقې خپلواک، منزې غفورزۍ، سپیڅلې پښتنې، امنې فنا او ځولۍ لمن خپل شعرونه ولوستل او د غونډې لومړۍ برخه یې په خپلو شعرونو رنګینه او ښایسته کړه. 

د غونډې د دویمې برخې لپاره د محمود درویش د شعر په هکله د ښاغلي اجمل پسرلي لیکنه د بهیر په ګروپ کې د لوست لپاره شریکه شوې وه. په غونډه کې د محمود دروېش په لاندې شعر هم بحث وشو:  

” شعر 

هیڅ مې نه خوښیږي

سورلۍ وویل په بس کې، نه راډیو

نه ورځپاڼه، نه قصرونه پر غونډیو.

غواړمه چې ژاړم/

غږ د موټروان شو: صبر وکړئ تر تمځي،

بیا که ژاړئ پسې ژاړئ

یوې وویل: زه همداسې

هیڅ مې نه خوښیږي، زوی مې کیښود په لحد کې

ځای یې خوښ شو، غرق ویده شو، خدای پامان یې راته نه ویل/

محصل وویل: زما هم هیڅ شی نه خوښیږي. ارکیالوجي مې لوستلې

د ډبرې په اصلیت پوه شوی نه یم. زه رښتیا هم دغه زه یم؟/

پوځي وویل: زه همداسې، هیڅ مې نه خوښیږي. همیشه محاصره یم، ارواوې رانه تاو وي/

قهرجن موټروان وویل: تمځي ته رانژدي یوو، دا وروستی دی

چمتو شئ کوزیدو ته…/

چیغي شوې، بغارې شوې: تمځي نه ها خوا غواړو،

کوز شئ!

زه له ځانه سره وایم: کوز مې کړه همدلته. زه یمه د دوی په څیر

هیڅ مې نه خوښیږي، خو سفر یم ستړی کړی

سفر ستومانه کړی.

پای ” (ژباړه: اجمل پسرلی)

شفیقه خپلواک: هغه څه چې اوس په افغانستان او غزه کې روان دي یو بشري ناورین دی. زموږ نور هېڅ  وس نه رسېږي یوازې همدا چې معنوي یادونه یې وکړو. ما د محمود درويش شعرونه ډېر ولټول چې ډېر مې په فارسي او انګلیسي کې وموندل، خو دا یو چې اجمل پسرلي ژباړلی و ومې غوښتل چې شریک یې کړم. زه فکر کوم دا شعر د اغلې پروین ملال د شعرونو جوړښت ته ورته دی، ځکه اغلې ملال هم ډیر سپین شعرونه لیکلي دي.

 امکان لري د موضوعاتو په حساب هم موږ له محمود درویش سره ډیر مشترکات او تجربې ولرو. مهاجرت، بې ځایه کیدل، جنګ او فزیکي استعمار هغه موضوعات دي چې دروېش پرې خبرې کوي. که څوک غواړي د فلسطین او د سېمې د سیاسي یا کلتوري حالت په اړه پوه شي نو محمود درویش یې سم ادرس دی.

دلته بیا پوښتنه د سیاست او هنر او شعر رامنځته کېږي. اجمل پسرلي په یوې لیکنې کې د محمود دروېش په هکله لیکلې ول چې دی فلسفه، تاریخ  او سیاست د دې لپاره لولي چې په شعر کې ترې استفاده وکړي. زه فکر کوم که یو څوک شعر لیکي خو د خپل وطن او سیمې له حالاتو نه وي خبر سمه شاعري نه شي کولی. که یو څوک ماته د ټولنې درد بیان نه کړي د یو بل انسان له زړه ونه غږیږي که شاعر وي یا لیکوال زما لپاره یې لوستل سخت وي. 

دا شعر چې د “سفر” په نوم دی ډیر موضوعات پکې نوې و. محمود درویش په دې شعر کې د ژوند کیسه کوي. داسې ژوند چې هېڅوک ترې راضي نه دي او نه یې خوښوي. ما په دې شعر کې داسې احساس کړل چې یو څوک په بس کې ناست دی او ماته کیسه کوي، د بېلابیلو منطقو او انسانانو ژوند انځوروي. محمود درویش په دې شعر کې د یوې ځپل شوې سیمې د خلکو کیسه کوي چې د پردیو په اختیار کې دي، هېڅ صلاحیت نلري، او د سفر په پای کې دوی ستړي کېږي او غواړي  چې یو تمځای ته ورسېږي.

یو دلیل چې ماته دې شعر خوند راکړ دا و چې اکثرا زموږ د برخلیک په هکله نور پریکړه کوي او موږ یې یوازې له ځان سره روان کړې یوو. موږ هېڅوک هغه څه چې کوو نه مو خوښېږي یا نه غواړو ویې کړو خو بیا یې هم کوو د محمود درویش د شعر غوندې موږ هم غواړو دا سفر پای ته ورسوو. 

نعیمه غني: دا شعر لکه یو سفر او موږ ټول پکې روان یوو، لکه دا لومړی بیت چې دی: 

“هیڅ مې نه خوښیږي

سورلۍ وویل په بس کې، نه راډیو

نه ورځپاڼه، نه قصرونه پر غونډیو.

غواړمه چې ژاړم”

مطلب دا چې د شعر د راوي نه ارتباط او نه هم خبرونه خوښېږي او نه قصرونه یا هر هغه څه چې د قدرت نښه ده. انسانان تل د قدرت لپاره جګړه کوي خو اخر پوښتنه دا ده چې ایا دا قدرت په دې ارزي چې دومره انسانان دې ووژل شي؟ 

مثلا، دغه سفر کې چې ټول کسان روان دي دوی ستړې دي. مور وایي چې ما خپل زوی په خاورو کې کېښود. د یوې مور لپاره چې خپل اولاد خښ کړي نور نو  ژوند خلاص دی. که ژوندۍ هم وي خو روح یې له زوی سره وي. د سرتیري خبره هم ماته جالبه وه چې وایي: “زه همداسې، هیڅ مې نه خوښیږي. همیشه محاصره یم، ارواوې رانه تاو وي.”

 مطلب دا چې په جنګ کې موږ تل په روحي لحاظ محاصره یوو. موږ په پښتو کې یو متل لرو چې وایي: 

«د جنګ تریخ ساعت خوږې خبرې» مطلب دا چې که چا د جګړې په میدان کې وخت تیر کړی وي نو هغه پوهیږي چې د جنګ له میدانه څوک ژوندی نه راځي، هغوی چې ژوندي هم راستنېږي د وجود یوه برخه یا د روح یوه برخه هلته پرېږدي.

د دې شعر وروستۍ خبره د ټولو هغو انسانانو ارزو ده چې په جګړه کې یې ژوند کړی دی. کله کله انسان ژوند ډیر ستړی کړي او غواړي چې په یو ارامه ځای کې ویده شي بخصوص هغوی چې په جګړه کې یې ژوند کړی وي.

مهر تاج: زه محمود درویش ډیر مطالعه کوم. درویش سره زما د دومره علاقې دلیل کېدای شي همدا وي چې زه پکې ځان، د خپل وطن بې وسي او جګړه وینم. محمود درویش یو ژور میین و. درویش راته د انسان او د وطن د عشق او فراق کیسه کوي چې دی یې ډېر کړولی و. 

هیله پسرلی: که غواړو چې د محمود درویش شاعري سمه درک کړو ګومان کوم د ده د وطن او د یادې جغرافیې د تاریخ په اړه باید معلومات ولرو. محمود درویش چې د استعمار او جلا وطني په هکله کوم شعرونه لیکې دي ډېر مطرح دي. د درویش شاعري له سیاسي پېښو اغېزمنه ده خو سیاست ځپلې نه ده. په بله وینا درویش د سیاست لپاره شعر په شعار نه بدلوي ځکه خو د درویش له شاعري هغوی هم خوند اخلي چې د ده له سیاسي نظره خبر نه دي یا ورسره موافق نه دي. 

وروسته شفیقې خپلواک یوه پوښتنه مطرح کړه: کومو کلمو ته موږ شاعرانه ویلی شو؟ آیا شاعرانه او غیر شاعرانه کلمې شته؟ عامو خلکو ته شمعه، مازدیګر، ګودر….. شاعرانه کلمې ښکاري. په پښتو شعر کې همدا د شاعرانه او غیر شاعرانه کلماتو ویش دی چې په لوی لاس یې د شعر ژبه محدوده کړې ده. دا یو لوی ظلم دی چې موږ له شعر سره روان کړی دی. ځینې  پوهان په دې باور دي چې د ژبې  لغاتو او فکر ترمنځ ارتباط دی مثلا که په یوه ژبه کې څومره پراخ او ډېر لغتونه وي هغومره په هغه ژبه کې فکر په اسانه تشریح کیدلی شي. فکر کوم تر اجمل پسرلي په پښتو ژبه کې بل څوک نشته چې په شعر او کیسه دې دومره پوه شي، خو مثلا د درویش دې شعر کې «هیڅ مې نه خوښیږي » دا جمله زما لپاره غیر طبیعي پښتو ده. 

ایا یوازی باید یاد شوي لغتونه په شعر کې راواخیستل شي او نوي لغتونو ته ځای نشته؟ 

آیا د جملو جوړښتونه لکه «هیڅ مې نه خوښیږي» باید بدل کړو؟   

نعیمه غنې: کلمات شاعرانه او غیر شاعرانه نه دي. دا مهمه ده چې څنګه موږ کلمه شاعرانه کوو. زموږ په ژبه کې داسې کلمې ډېرې دي چې په عادي ژوند کې یې استعمالو خو په شعر کې یې ډېرې کمې کارو.  مثلا که څوک په شعر کې د کمپیوټر یا رستورانت کلمه یاده کړي بیخي نوې ښکاري. نو خبر دا ده چې موږ څرنګه د خپلې زمانې او ورځني ژوند کلمات په شعرونو کې کارولی او یادولی شو. 

بله خبر د جملو د جوړښت وه. که د بلې ژبې جوړښتونه کټ مټ ژباړو په پښتو کې سم نه راځي او مصنوعي لګېږي. موږ ته په کار دي چې د ژبې پراخ والې ته کوښښ وکړو. البته د شعر په ژباړه کې کله کله ممکن د موسیقي او رواني لپاره د جملو اصلي جوړښت ته پام ونه شي. 

مهر تاج: زه فکر کوم کلمات  شاعرانه او غیر شاعرانه کیدلی شي. زموږ تخیل، فکر او  نظریات دا هر څه یو عامیانه ژبه ده چې غیر شاعرانه ورته وایو کله چې زموږ دا غیر شاعرانه الفاظ او خبرو ته یو رنګ ورکړو په شاعرانه یې بدلوو. 

شاعرانه جلا ژبه ده، بیلې کلمې او جملې دي. شاعرانه تصویرنه او فکر پکې وي، که موږ ډیره ساده کلمه ووایو نو هغه خوند نه شو ترې اخیستی کوم چې په شاعرانه الفاظو کې پروت وي. 

 نرکس سهاک : شاعرانه او غیر شاعرانه کلمې لرو که چیرې مو شاعرانه او غیر شاعرانه کلمې نه لرلې نو بیا به یو شعر د لوستونکو د پام وړ نه ګرځیده اغیزه به یې تر عادي خبرو او بحث ورها خوا نه و.  لکه څنګه چې موږ علمي او ساینسي  موضوعات په ډېر ساده الفاظ لیکو، شاعرانه الفاظ نشو پکې پیدا کولی. شاعرانه کلمې هم همدا ساده ساده کلمې دي چې د انسان په روح او روان تاثیر کوي خو یوازی لیکوال  او شاعر پر پوهېدای شي چې دغه کلمې چېرې او په کوم ځای کې وکاروي. دا د شاعرانو خپل هنر ښکاره کوي چې څنګه یوه ساده کلمه په یوه شاعرانه کلمه بدله کړي او د خپل هنر په قالب کې یې ځای کړي. دوي  خپل عاطفه او احساسات ورسره ګډوي او یو ساده کلمه ډیره زیاته خوندوره کوي. 

هیله پسرلی : شعر زموږ روح ته زموږ لاشعور ته مخاطب وي. ځیني کلمات د یوې ژبې د شعر په کلتور کې رېښې لري او له ځان سره ډېرې کیسې لري. مثلا، زیتون چې کومه معنا د عربو په شعر کې لري زموږ په شعر کې یې نه لري. یا مثلا منګی یا مازدیګر ، چې کومې معناوې، ښایست، کیسې او سمبولیزم زموږ په شعر کې لري ممکن د نورو ژبو په شعر کې یې ونه لري. 

عادله ستانکزۍ: زما په نظر کلمات شاعرانه او غیر شاعرانه نه دي خو که چیرې موږ هغه کلمې چې ډیر په شعر کې کارول کېږي ته شاعرانه ووایو او هغه چې کمې کارول کېږي ته غیر شاعرانه نو دا بیا سم کار نه دی. هره شاعره چې پر شعر برلاسې وي کلمات شاعرانه کولی شي. مطلب دا چې کلمات شاعرانه او غیرشاعرانه نه وي بلکې په شعر کې په شاعرانه او غیر شاعرانه بدلېږي. 

منزې غفورزۍ: زما په نظر ځینې الفاظ شاعرانه دی او شعر هم په همدغو کلماتو  باندې جذاب وي او  خلک یې خوښوی او  په ذهن کې هم ښه پاتې کیږی. شاعرانه کلمات تصویرونه او سمبولونه لري. ځینې کلمات خوندوره او روانه موسیقي لري. 

ځولۍ لمن: زه فکر کوم چې ځینې لغتونه په خپل ذات کې شاعرانه وي، جزباتي وي،  یا د انسان احساسات راپاروي لکه بیرغ،وطن، مور..دا هغه لغتونه دي چې حتا که په شعر کې استعمال هم نشې بیا هم شاعرانه دي.


1 COMMENT

  1. سلامونه،
    -دا تصادف ګورئ چې شاعر پلسطينی دی : تخلص یا لڼډ نوم ېې له درویش دراني اخیستی او
    نوم ېې له محمود عباس سره عین دی!!
    نازکخیالي ې دراني ته ورته ده ؛ لاکن سیاست ې مهمود غُندې اپرچونیستي نه دی!!
    -آ بله ورځ مې یوې وبپاڼې کې دا بیت ولوسته او ژړا مې راغله:
    ماشومان که د مشرق که د مغرب دي== د ژړا او د خندا انداز ې یودی!
    +وروراجمل پسرلي او آغلو پښتنو شاعراتو!! خویندو ته د آنلاین ادبي بهیر د خوژو مضامینو مبارکۍ وایم.
    Bruxelles /26Nov.023

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب