جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد کډوالو لویه کمیشنري له پاکستانه غواړي د افغانانو د ایستلو بهیر...

د کډوالو لویه کمیشنري له پاکستانه غواړي د افغانانو د ایستلو بهیر ودروي

تاند(یکشنبه، د قوس ۵ مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمیشنرۍ پرون وویل، د پاکستان له چارواکو یې افغانستان ته په ډله ییز ډول د بې اسناده افغانانو د ایستلو د بندولو غوښتنه کړې ده.

دې کمیشنرۍ دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د افغانستان واکمنې ادارې اعلان کړی چې له دې وروسته د پاکستان له لوري افغانستان ته په زوره هیڅ ایستل کدونکی تر هغو نه مني چې په پاکستان کې د افغانستان کونسلګرۍ د هغه هویت تایید کړی نه وي.

د افغانستان د طالبانو حکومت وايي، پاکستان یو شمېر خپل اتباع هم د افغانانو په نوم افغانستان ته استولي دي.

له پاکستانه په تېرو ۲۵ ورځو کې تر ۴۰۰زره ډېر افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي.

پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو او څلورو لکو ته رسېږي، چې له دې ډلې یو ملیون او اووه لکه یې بې اسناده دي.

دغه بې اسناده افغانان داسې مهال افغانستان ته ایستل کېږي چې د ژمي سړه څپه له مخکې پیل شوې او په افغانستان کې بېوزلي هم زیاته ده.

ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي له پاکستانه په تېرو ۲۵ ورځو کې تر ۴۰۰زره ډېر افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ تر څنګ ځینو نورو نړیوالو سازمانونو او حکومتونو هم له پاکستانه د افغانانو د جبري اخراج د بندولو غوښتنه کړې، خو پاکستان دا غوښتنې نه دي منلي.

د بلوچستان اطلاعاتو ایالتي وزیر جان محمد اڅکزي ویلي، د جنورۍ میاشتې تر پایه به تر یو ملیون پورې هغه بهرنیان له پاکستانه وشړل شي، چې د ده په خبره په غیرقانوني ډول په پاکستان کې مېشت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب