جمعه, دسمبر 13, 2024
Home+ماڼۍ (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

ماڼۍ (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

     د دوه کلنو تخنیکي زده کړو په انسټیټیوټ کې د درسي ساعت وروستۍ شېبې وې، د څلورم  سمسټر زده کوونکو شور ماشور جوړ کړی و، ځوان استاد نجونو او هلکانو ته د عملي کار د سیمینار موضوعات ور وېشل، رخصتۍ ته لس دقیقې پاتې وې چې ټولو ته د ټاکلو موضوعاتو د وېش جنجالي کار ختم شو، ښوونکی له خپلې څوکۍ پاڅېده او له زده کوونکو یې په لوړ غږ وپوښتل:

 -باوري یم چې ټولو ته موضوعات ورسېدل، غیر حاضران دې خدای وبښي، بیا به ورسره ګورو، نور نو تللی شی.

   د ټولګي له وروستي قطاره یوه ارام او د ښکلې څېرې لرونکي زده کوونکي له خپل رسا غږ سره لا اوچت کړ

-استاده! ماته کومه موضوع نه ده رارسېدلې، که یې راکړئ مهرباني به مو وي.

-استاد ولاړ ځوان ته وکتل، غوښتنه یې ناوخته وه، له غوسې یې په شونډو موسکا وغوړېده او وویل:

-ولې، تر اوسه پورې ویده وې، مخکې به دې غږ کړی و.

تر څنګ یې یوه بل زده کوونکي ور غږ کړ

  • استاده! ملامت نه دی، دا بوخت انجنیر صاحب نن یو څه وروسته ټولګي ته راغی، زه یې ضمانت کوم چې بیا به داسې نه کوي!

    ټولو زده کوونکو وخندل او د استاد پر تندي بېرته د خوښې نښې وغوړېدې، همغه زده کوونکی یې د لوست د تختې خواته را وغوښت او په ټیټ غږ یې ورته وویل:

-برهانه! تاته یوه اسانه خو ځانګړې کورنۍ دنده درکوم، ته به له لرګي نه یوه داسې درې پوړیزه ماڼۍ جوړوې چې ښکلې بهرنۍ نما ولري، څه کم یو متر مربع ساحه کې جوړه شوې وي، په داخل پسې یې مه ګرځه، خو بهرنۍ ډیزاین، کړکۍ، برنډې، ستنې او روکونه به یې بیخي د امریکا د سپینۍ ماڼۍ په څېر جوړوې او بیا به یې ته ولسمشر وې.

      د لومړي قطار زده کوونکو او ښوونکي وخندل، د برهان څېره هم له خوښۍ وځلېده لکه ورکړې کورنۍ دنده یې چې خوښه شوې وي، ویې پوښتل:

 -یاني د ماڼۍ نقشه جوړه کړم؟

-نه، نه، د لرګي ماڼۍ به جوړوې، همدا ماڼۍ به بیا زموږ په ډیپارټمنټ کې ستا د انجینرۍ یادګار وي، نور نو د بني اسرائیلو غوا مه ورڅخه جوړوه، وسایل لرې، یوازې لرګي او دړې پیدا کړه.

-تاج محل ته ورته؟

-نه، زه په عشق او محبت باور نه لرم، احساسات نه فکر به په کار اچوې، له سیاسي زاویې ورته ګوره، د سپینې ماڼۍ په څېر به وي.

 د رخصتۍ شور ماشور شو، زده کوونکي له ټولګیو راووتل، برهان هم له خپلو ټولګیوالو سره په استاد پسې له ټولګي ووت.

+++

      برهان د جمعې په ورځ پوره یو ساعت د لرګیو او نازکو دړو په پرې کولو تېر کړ، د یو متر مربع درې پوسته لرګي له پاسه یې پر پنسل د ماڼۍ نقشه جوړه کړه، د پایو لپاره یې لرګي او میخونه غوڅ کړل، په ښوونیز مرکز  کې له زده کړو درسونو او عملي کارونو یې په خپلو نوو وسایلو ګټه واخیسته، خو له پیله یې هېڅ شی هم دده په زړه نه راتلل، بې خونده او بې رقمه وو. 

   د کور دروازه یې ټک ټک شوه، کار یې پرېښود، ورغی، د تره زوی یې و، یونس، ستړي مه شي یې وکړل او بیا یې په خندا ورته وویل:

-کور کې خو وايي چې برهان به له خیره انجنیر شي او ته نجاري کوي، دا څه په ګردونو او خځلو لړلی یې؟

-برهان وخندل او ځواب یې ورکړ

– د کاکا زویه! کورنۍ دنده ده، باید له دې لرګیو یوه ښکلې درې پوړیزه ودانۍ جوړه کړم، بس د نومرو او سیالۍ خبره ده، وبه شي که نه؟ 

    یونس د هغه کړی کار له نظره تېر کړ، بیا ورته نږدې د برنډې په څنډه کېناست او ده ته یې وکتل:

-فکر نه کوم چې دا وړۍ دې شړۍ کړې، خو که دې له لالا سره مشوره کړې وی، بیا به دا کار درته اسانه و.

برهان وخندل، څو قدمه وړاندې ورغی او په خوښۍ د هغه مخ ته ودرېده

-هله وایه! اوس هم له ورخه اوبه نه دې تېرې، ته خو هم په نجاریو او مستري توب کې ډېرې ګوتې وهې، څنګه یې کړم؟

-دا کار ته مه کوه، ښار ته لاړ شه، د نجارۍ او حکاکۍ کوڅه کې د یو چا ادرس درکوم، هر څه ورته ووایه، بس د ناوې په څېر ماڼۍ به درته جوړه کړي، کټ مټ لکه ته یې چې غواړې، د کاکا پیسې مې چې نن تاته په درد ونه خوري، څه وخت به یې خوري، یو څو غم لړلې ورکړه.

دواړو وخندل، کوټې ته ننوتل، یو ساعت وروسته برهان له تشنابه پاک او غوړ راووت، د خپل کور مخکې ټکسي کې سپور شو او مخ په ښار یې حرکت وکړ.

+++

     برهان د نجارۍ او حکاکۍ کوڅه کې له دوو درېیو هټیوالو د یوسف پوښتنه وکړه، چا ته نه و معلوم، په څلورمه هټۍ کې یوه بوډا نجار ورته وویل:

  -هغه ځوان پېژنم، له مانه مخکې څلورم دوکان کې کار کوي، کارځی د هغه نه دی، په کې شاګرد دی، که څه فرمایش وي، ماته هم ویلی شې.

-له لرګي څخه درې پوړیزه ماڼۍ جوړوم، کولی شې؟

بوډا نجار سترګې پټې کړې، ساه یې واخیسته او بیا یې برهان ته وکتل:

-نه زوی جانه! همغه ځوان ډېر هنرونه یاد لري، په سمه پته راغلی یې، ورشه.

برهان دکان ته ورننوت، یو سپین رنګه او ښکلی ځوان په کار بوخت و، سلام یې پرې وکړ او ویې پوښتل:

-یوسف ته یې؟

-هو، مهرباني، څه کار مو و؟

-د تخنیکي زده کړو د مرکز محصل یم، کورنۍ دنده کې د لرګي یوه ماڼۍ جوړوم، بیروني رنګ او نما یې دې ښکلې وي، د ننه پروا نه لري، د نومرو او سیالۍ خبره ده، د کاکا زوی مې یونس را استولی یم.

یوسف غلی و، د لرګي په یوه څوکۍ کېناست او بیا یې ده ته وکتل

-څو په څو کې وي؟

-یو په یو کې یا څه کمه.

-وبه شي، خو پیسې او وخت غواړي، دا زما لومړۍ تجربه ده، کله مې دا کار نه کړی، خو کوم یې، زه له نقاشۍ سره هم علاقه لرم.

-څومره؟

-دوه زره اوغانۍ او اته ورځې وخت، کور کې  د مازدیګر او ماښام تر منځ کار پرې کوم، دلته مې استاد اجازه نه راکوي، د شخصي کار اجازه نه لرم.

-نه، اتلس سوه پیسې درکوم او پینځه ورځې وخت، کېږي؟

یوسف غلی و او بیایې ځواب ورکړ

-سمه ده، متعلم یې، یونس مې هم شناخته دی، که نه نو بیخي نوې تجربه او سخت کار دی.

برهان جیب ته لاس کړ، پینځه سوه افغانۍ یې ورته ونیوې: 

-هه، دا پیسې بیانه درسره واخله، نن دوشنبه ده، شنبې مازدیګر ورپسې راځم، پوره زحمت ورسره وباسه.

+++

     د شنبې مازدیګر څلور بجې وې چې برهان په پوره تلوسه د یوسف د نجارۍ دوکان ته ور ننوت، مخامخ پر مېز یې د لرګي په ښکلې ماڼۍ سترګې ولګېدې، له خولې یې واه ووتل، دوکان کې څوک نه معلومېدل، په یوه شېبه کې ماڼۍ ته لاندې باندې شو، کړکۍ او د پوړونو جوړښت یې له نظره تېر کړ، کټ مټ هغه څه وو چې ده غوښتل، د دوکان له شا نه چا ورباندې غږ کړ

-همدا شی دې غوښتل ځوانه!

-هو زیات زحمت دې ورباندې وېستلی، په لاسونو مو برکت…

سړي یې خبره ور پرې کړه

-ما نه دی کړی، یوسف وېستلی، زما یو شاګرد دې په همدې سرخوړلې ماڼۍ دا څو شپې له کار وېستلی و، ښه خو دا وه چې خپله دې جوړه کړې وی، د کورنۍ دندې مانا همدا وي!

شاته یې وکتل

د پاخه عمر نجار ولاړ و، تروې ټنډې او کنډاسو غاښو یې څېره بدرنګه کړې وه، څه یې ونه ویل، په همدې وخت کې یوسف راننوت، اول یې خپل استاد او بیا برهان ته وکتل:

-خوښه دې شوه؟

-هو، بیخي عالي ده

-خو یو بل کار هم وکړه

-څه کار؟

-رنګ یې کړه، زه په رنګ نه پوهېږم، خو یو تکړه رنګمال پېژنم، د همدې کوڅې بر سر کې دی، اصل او بهرني رنګونه لري، زما نوم ورته واخله، همدا اوس یې رنګوي، تر سهاره به وچه وي، بیایې یوسه.

      د ماڼۍ جوړونکي نظر یې خوښ شو، د هغه پاتې پیسې یې ورکړې، د رنګمال دوکان ته ورغی، د رنګ خبره یې ورسره وکړه، په اووه سوه افغانۍ ورسره جوړ شو، ماڼۍ په ځانګړي ماشین رنګېدله، نور نو بېرته مخ په کور په خوښۍ روان شو. 

+++

    د یکشنبې په ورځ د تخینکي زده کړو ادارې د ښوونکو په دفتر کې ګڼ استادان او زده کوونکي د انفرادي او ګروپي د ډيزاین شوو نقشو او تخنیکي پروژو د ورکړو کورنیو دندو په کتلو بوخت وو، نور یې سرسري له نظره تېر کړل، خو د برهان د کورنۍ دندې ستاینې پینځلس شل دقیقې ونیولې، د واه واه او ماشاءالله ستاینې روانې وې، برهان هم د خپل لارښوود څنګ ته په هسکه غاړه او فاتحانه سټایل ولاړ و، ټولو ښوونکو او زده کوونکو د هغه د خلاقیت او وړتیا ستاینې کولې، د ماڼۍ د بېلابېلو ظریف کار او دقت یې د خبرو موضوع وه، برهان به هم تر خپل توانه څه ناڅه تشرېح ورکوله، په پای کې یې لارښوود استاد را وړاندې شو او هغه ته یې وویل:

   نومرې دې پوره دي، خو  بل کار هم وکړه، یوه بله اوږده پېژندونکې دړه به هم ورسره ولګوې چې د زده کوونکي یاني ستا، لارښوود استاد او کال نوم ورسره لیکلی وي، ځکه چې دا د غوره طرحو سیالۍ ته وړاندې کېږي، ددې کار ګټه دا ده چې هم به موږ خلک وپېژني او هم به اداره کې یو یادګار وي.

      د برهان هم دا مشوره خوښه شوه، یو ساعت پس یې لرګینه او زرینه ماڼۍ له ځان سره اوچته کړه، د یوسف دکان ته یې ځان ورساوه، خپله نوې طرحه یې هم ورسره شریکه کړه، یوسف له خپل کاره سخت خوښ شو، یوه شېبه یې سوچ وکړ او بیا یې برهان ته وویل:

  • دا کار  یاني پېژندویه دړه به د ماڼۍ ډيزاین او ښکلا ته زیان ورسوي، زه یوه بله تر دې ښه مشوره درکوم.
  • څه مشوره؟
  • دا هر څه باید پر ملي درې رنګه بیراغ ولیکل شي او بیا به همدا رختي بیراغ د ماڼۍ پر سر راځوړند وي، متن یې زه درته لیکم، دوې کوڅې وړاندې مطبعه کې یو ملګری لرم، په ښکلي او ګلالي بیراغ به یې درته ډيزاین او چاپ کړي.

+++

       د ازموینو په پای کې د فارغو زده کوونکو لپاره د ستاينې ځانګړي محفل کې د برهان لرګینې او رنګه ماڼۍ ـ چې پر سر یې ملي بیراغ را ځوړند و ـ لومړۍ جایزه وګړه، د برهان غاړه د هغه د ماڼۍ په څېر د ګلونو له هارونو ډکه شوه، په خوله یې موسکا خپره وه. څو کسانو او فرهنګي ادارو ستاینلیکونه هم ورکړل، نغدي پیسې هم په جایزه کې شاملې وې چې د تخنیکي ادارې عمومي مشر په خپل لاس ور وسپارلې. دا د برهان په ژوند کې ډېره عجیبه ورځ وه، له خوښۍ په جامو کې نه ځایېده، خو زړه یې بې ځایه وو، نه پوهېده ولې یې له دې بریا سره ډېر زړه نه لګي.

  د لارښوود استاد ستاینې یې هم روانې وې چې ګني د هغه تر لارښوونه لاندې یې داسې ښکلې ودانۍ ډيزاین او بشپړه کړې ده، یوازې او ډله ییز عکسونه اخیستل کېدل، د فراغت خوښي یې یو پر دوه وه. 

  په پای کې لارښوود استاد پر اوږه لاس ورکېښود:

-افرین برهانه! زه پوهېدم چې ددې کار وړتیا او خلاقیت لرې، خوښ یم چې زما خواریو ځای ونیوه او ته په خپل دې پر له پسې سخت او هنري کار زموږ د ادارې په ممتاز ډيزاینر بدل شوې، زما شمله دې لوړه کړه.

برهان پیکه خندا وکړه او د استاد لاس یې په خپلو سړو ګوتو کې ټینګ کړ.

+++

    یوسف په دکان کې لاس تر زنې ناست وو، د پوهنتون او تخنیکي زده کړو د ادارې زده کوونکي یې لیدل چې د رخصتۍ پر مهال په خبرو او خندا کوڅه کې روان دي، خپلو کورونو ته ځان رسوي، د درسونو او ټولګیو خبرې کوي، پاڅېده، په ګردجنه هېنداره کې یې وکتل، څېره یې په ګردونو او خاپونو لړلې وه، په همدې کې دوه ځوانان له خپلو کتابونو ور وګرځېدل، نري وچ کلک ځوان سلام وکړ او بیا یې پوښتل:

-تاسې نجاري کوی؟

-هو، ولې

-د لرګي کوچنۍ ماڼۍ او کورونه جوړولی شی؟

-یو څه خو کولی شم

-له تخنیکي زده کړو فارغ یې که پوهنتون دې ویلی؟

-نه، هېڅ هم نه، ولې دا پوښتنه کوې؟

-نو د لرګینو کورونو او ماڼیو جوړول دې چېرته زده کړي؟

-له ځانه، څوک نه وو چې په پوهنتون راباندې ووايي، خو څنګه ماڼۍ غواړئ؟

یوه زده کوونکي خپل مبایل راویوست، د همغه  ښکلې لرګینې ماڼۍ عکس یې په کې راوست او د هغه مخته یې ونیوه

-چې کټ مټ دغسې وي، دا زموږ په انسټیټیوټ کې یوه تکړه زده کوونکې جوړه کړې، نن یې لویه جایزه هم وګټله.

     برهان مبایل ورڅه واخیست، په ځای کې ودرېده، عکس یې زوم کړ، درې پوړیزه ښکلې ودانۍ وه، په سر یې ملي بیراغ ټینګ و، بیراغ یې رانږدې کړ، د جوړونکي محصل او لارښوود استاد نومونه ورباندې روښانه لیکل شوي وو، پر اصلي او درېیم نامه سپین رنګ وهل شوی و، هېڅ نه ښکارېده. مبایل یې بېرته هلک ته ورکړ، ځای پر ځای کېناست. ولاړ ځوانکي ورباندې غږ کړ.

-کټ مټ همداسې ماڼۍ غواړم، پیسو کې هم لانجه نه کوو، سم کار راته وکړه.

یوسف دواړه له نظره تېر کړل، خو سترګې یې له اوښکې ډکې شوې، ښکته یې وکتل، سر یې په دواړو لاسونو کې ټینګ کړ، لکه د هیلو ماڼۍ یې چې یو ځل بیا نړېدلې وي. په دوکان کې چوپتیا اوږده شوه، راغلو ځوانانو کوم ځواب تر لاسه نه کړ، یو بل ته یې وکتل او نور یې په سترګو کې له دوکانه څخه د بېرته وتلو پرېکړه وکړه. 

۱۳۹۹، د کب ۲۲مه

1 COMMENT

  1. ګل رحمانه وروره کیسه چې هر قسم لیکې موږ به یې ګورو، دا دغوږ عکس کي دي و تاند ته زیات مه ورکوه. هسي نه چي کوم زوی مړی یې در نظر کړي بیا به سم نه باندي اورې یومخ نادره ښکاري. که هاغه ارنست همینګوی ژوندی وای، خدازده څه به یي ویل درته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب