پوهاند زيار،اکسفورډ، ۵ تله ۹۷
خوږې پښتيانا ته
[ زېږون: سويس،۱۳۶۶– د تلې (ميزان) پېنځمه ]
د بخت ستوری
موږ د ځمکې له تيارو تورو تروږميو،
بوږنوړو ماښامونو…
بدرگه موغرونه غرونه فريادونه
په تکل د هسکو هسکو اسمان لارو،
د رڼاوو او برېښناوو تر ټاټوبي…
*****
هرکلي ته مو ولاړ ځلنده ستوري،
لمرسپوږمۍ را گومارلي
-چارناچار په ناسوبتيا کې-
چې د غاو او نياو په ((تله))
کړي د بخت او دنياو ستوري
راروښانه اوځلانده
دا له ويره داوروينوتاند لبانو
شپه و ورځ په تورو نمرو کې رانغښتې،
دغه بوره او بدنامه تياره ځمکه !!؟
پوهاند م.ا. زيار
۲۹اگست ۱۸
* تروښنه
داڅه راپېښ شول يو وار:
هغه باغ باغ خنداوې،
ها گلورينې او ښايسته موسکاوې،
چې لرې برې نڅېدلې
له عمرو راهيسې
د دغه ښار پر سرکوشونډو باندې…
د تورځنگله ،
تورو اوبو،
توندو سيليو وتروښلې چېرې،
د کوم ناچېرې نشت اباد
تر جلوهلو دښتو،
تر مرگاني ساراوو ؟
اختطاف*
——————————
د استاد پوهاند زيار دوه شعره:
راڼه توري
د کاغذ پر سپينه ټنډه،
پر رڼه سپينه هېنداره
د سولگر(* ) مې
يو يو توری د برخليک کښم.
= = =
شپه او ورځ اوبه کوم د سترگو تور
او د تورې سياهي په څېر
پرې کاږم
ښکلي ښکلي تک تور توري.
= = =
وي ترڅو د سترگو تور مې
سياهي به رغوم ترې
او پرې کښم به يو يو توری
په دې هوډ او په دې موخه
چې کړم روڼ پرې
دغه تورتياره برخليک خپل!!؟
* سولگر= کمپيوټر
تلپاتې خوبولي
له هر رپ سره د سترگو
زمانه پر تاندېدو ده
او نړۍ پر ځوانېدو،
هلهله د نويوالي،
هنگامه د پرمخيون.
له هر پړک سره دستورو،
له هر څرک سره د لمر
نوې نوې نغمې زېږي،
نوې نوې انگازې د ارغنون
راځي له لرې
بوږنوي درانه خوبونه د پېړيو
د تلپاتې خوبولو.
* * *
آخوا آخوا لورالورې
– له خوښۍ او مستۍ نمانځي
د ماڼيو، اسمانڅکو څښتنان
زېږون جشن د ښادۍ د نوي کال
په سرو شنو ښکلو اورلوبو…
خو رادېخوا يې ددې خاورين غونډاري
-د برخليک دخوراړيانو-
په تيارو توروکوډلو کې کرلي
– وار له مخه-
غرغنډې د سرو اورونو
او شنه زهر يې را پاشلي
په سپېرو لارو کوڅو کې!