جمعه, مې 10, 2024
Homeروغتیاد هوږې د خوړلو، ۱۰ روغتیایي ګټې

د هوږې د خوړلو، ۱۰ روغتیایي ګټې

۱ – د چین د Jiangsu د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په ولایتي مرکز کې تازه څېړنه ښیي، هغه خلک چې په اونۍ کې دوه ځلې اومه هوږه خوري نو د ژبې د سرطان (کنسر) په ناروغۍ د اخته کېدو چانس یې ۴۴ سلنه کمېږي.

۲.  په منظم ډول د هوږې خوړل تاسې سره د جنسي قوت په لوړولو کې پوره مرسته کولی شي، ځکه چې هوږه کولی شي چې د وینې د جریان تنظیم په ښه شکل ترسره کړي.

۳.  په یوه څېړنه کې، چې په Antimicrobial Chemotherapy ژورنال کې چاپ شوې، راغلي چې هوږه د هغو ناروغیو لپاره چې له مضرو بکتریاو څخه منځته راځي، اغیزمن او ښه انتي بیوتیک دي.

۴.  د هوږې خوړل په وینه کې د شکر کچه تنظیموي.

۵.  په ټوله کې، هغه خلک چې د هوږې له خوړلو سره عادي وي په کنسر د اخته کېدو، بیخي کم چانس لري.

۶ . هوږه د زړه لپاره ډېره ګټوره ده. د Emory پوهنتون یوه څېړنه ښیي چې هوږه د زړه په وړاندې د ناروغیو په مقابل کې مبارزه کوي.

۷.  د هوږې خوراک کولی شي چې ستاسې د وینې فشار نورمال وساتي. ۸.  د هوږې منظمه خوړل، وینه نرۍ کوي او د وینې د لخته کېدلو او د سکتې د خطز مخنیوی کوي.

۹.  د هوږې خوړل مو په وینه کې د کلسترولو کچه نورماله ساتي.

۱۰ . د هوږې منظم استعمال مو د دماغو په نورمال ساتلو کې هم مرسته کولې شي. .

ژباړن: طارق تسل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب