جمعه, مې 3, 2024
Home+اضافه کاري | اسدالله بلهارجلالزی

اضافه کاري | اسدالله بلهارجلالزی

همدا چې کوټي ته ورننوتم دسوځیدلو غوړیو بوۍ مې سپوږمي را وتخنولي. توراو شنه ددودونه په کوټه کې لکه نرۍ توره وريځ چې دبادونو توفان يي خوځوي ها خوا دې خوا تاویدل.باد به شیبه په شیبه دبخارۍ له چولوغوړسکه غوړسکه دودونه کوټي ته راایستل.په کوټه کې دفلزي اواوسپنیزوچپرکټونو اوبخارۍ ترمنځ فاصله کې دچپرکټونو بر سرته تیر اوپرچپرکټ کیناستم.  معلم صاحب غنی.چې په اداره کې لاهم په معلم مشهور و.خو موږ به ورته  لالا وایه، په تلیفون کې يې په ډیر احتیاط خبرې کولې. بیا یې زیاته کړه ښه ښه صاحب.دلیني تلیفون له یوه سوری یې لین راوکیښ او بیا یې انډل تاوو راتاووکړ.داکار يي څو ځله تکرار کړ.له هغه لورې دبلي اواز واوریدل شو.ده په تلواره ورته وویل: قوماندان صاحب! له ریس صاحب سره…

څوشیبې يې غوږ ورته نیولی و. ددواړو لوروخبرې يي اوریدې.همدا چې ددوئ خبرې خلاصي شو.یو ځل بیا دتلیفون شرنګهاری شو. ده بیا په ورو بلي ورته وویل: دهغه لوري غږ مې واوریده معلم صاحب! ددریم کنډک قوماندان ظابط خان راسره رخ کړه.

–        ښه صاحب. یو سور وزمه غوټ لین يي چې په وروستي سر پورې يي اوږده کلی وزمه اوسپنه نښول شوي وه ددستګاه په یوه بل سوری ننیوست اوانډل يي بیا تاوو راتاوو کړ.

–        بلی

–        له ریس صاحب سره

داځل يي هم تر ډیرو پورې دهغوئ خبرو ته غوږ نیولی و.

کله چې دهغوئ خبرې خلاصي شوې نوماته يي  دستړې مه شي په ډول خپل ګردی اونسبي غوښه ور لاس را اوږد کړ. او ورسره یی مخاطب کړم. اوهو اوهو زویه دروازه او کړکۍ خلاصه کړه دوک به مو له سده وباسي . ما داکار وکړ اوپه چپرکټ کیناستم.

– زویه دا څو موده وشوه په تلیفون خانه کې یوازې یم.پوره شل ورځي وشوې چې یوازې یم. او ته هم نه راځي.

ما یوازې دومره ورته وویل: زه هم کورته تللی وم. په دغه وخت کې بیا د تلیفون زنګ وشرنګیده.

داځل یی وار دواره په ښکنځل ځواب ورکړ. وایه دوسه څه خبره ده. دهغه لورې اواز مې واوریده ورته خبره يي ورته وکړه اوبیا دواړه په خندا شول. اوږدې خبرې وکړې.

ـ ګوره ته وار ودریږه. دریس زنګ ده چې څه وايي:

ـ هلو ریس صیب.

دزراعت مدیر

ـ کله چې هغه لورې غوږۍ پورته کړه نو ده وار دواره ورته وویل: له ریس صیب سره.بیا یی هماغه شنه اوسره لینونه چې په سرونو پورې يي فلزې کیلیانې غوندې مخیونه لیم شوي ول ددستګاه په سوریو کې ورننیاستل:  او په لین کې انتظار سړي يې غږ وکړ. رفیقه منافقه ښه يي ؟

 دهغه لوري غږ مې نه  ارویده خو ده بیا ورته وویل : ګوره نن برق تر ډیرو چالان که .

ریس مازیګرچې له دفتر راووت نو راته ویي ویل: چې ودرګ اشنا ته دې ووایه چې جنراتور خانه مه خوشي کوه او برق هم تر لسنمیو بجو پورې پریږده. بیا يي تر ډیرو غوږۍ غوږ ته نیولي وه. ما یوازې  دده ښه، ښه، ښه اوریدل.  دی را په خبرو بوخت و.چې ما بیرته دروازه اوکړکۍ بندې کړې. ځکه دودونه وتلي وو. خوچې څرنګه يې خبرې خلاصي شوی.په چپرکټ ایښي بالښت ته يي ډډه ووهله. د دواړو لاسونو ګوتي يي سره ننیستي لاسونه یې دککرۍ شاتني برخي یعني څټ ته يي تکیه کړل .بیا په نریو غاړو دالنډۍ په شونډو زمزمه کړه.

د اوبو غوړپ کولای نشم

په زړه مې نوم دجانان لیک دي وران به شینه.

چې له دې سره په سپینه ږیره کې داوښکو څاڅکي را توی شول.بیا داسې وویل:زویه !دادی دمحمدالله جان دشهادت شپږنیم کاله پوره شول.خدای خو دې قاری اوملګري يي ټول تباه کړي. ځانونه مجاهدین بولي. زما دزوی جرم دا وه چې مکتب يي وایه! خو اوس يي هغه هم پریښی و. کاشکي دوۍ پیوند مړ کړی وای:له هغه او والي سره ارتباط لري. اوبیا غلی شو.تر ډیرو پورې غلی ناست و. چې یوځل بیا ناڅاپه دتلیفون په دستګاه کې شرنګی شو.زه او دی یی وویرولو.بیا هم ریس و. معلم صاحب یوسوچ تاووکړ.او دریس غږ ورک شو.یوازې ده اوریده.هغه داځل یی له ده سره خبرې وکړې.او دده له لوري ورته دا یوه خبره له خولې ور ووته. اوس خوداضافه کاری  مستحق یم. دهغه لوري غږ مې وانه وریده ،خو ده غوږۍ کیښوده.په خندا یی راته کړه زویه! دا ریس ډیر چوتار،هوښیاراو په قانون پوه سړی دی.ماته کړه چې ته سپین ږیری يي په تا اضافه کار کول راته ظلم ښکاري. اوله دې وروسته اضافه کاری نشم درکولای. داکار چې کوي داهم درباندې ظلم دی.راته یی کړه شفیق چې دساختمان په امریت کې اجیر دی درسره به یی خدمتی کړم.دشپی به هغه کار کوي او دورځي ته. ما ورته وویل: اوس داضافه کاری مستحق یم کنه؟ ویل يې: هوددغې میاشتي اضافه کاري به درکړم.خودا يي هم وویل: سهار دانجنیررحیم سره ووینه،اوشفیق درسره بوزه.زه خو وایم چې شفیق راسره رانشي زه خوشاله یم.اوانجنیررحیم هم یو عجیبه سړی دی.ددولت په مال یی زړه چوي.زه وایم هغه هم نه غواړې ماته اضافه کاری راکړي. رحیم دومره پاک سړی دی. تیرکال دساختمان دامریت تحویلدار راته کسیه کوله چې له کابله یی ګارګرانو ته ژمنۍ موزې رالیږلې وي . واوره زیاته وه.نو دویش په وخت کې مې یوه جوړه ده ته(انجینر رحیم) ورکړې.خوچې زمی تیر شو.بله ورځ یی موزې راته راوړي.خدای خبر چې څو ورځي يي پښوکړې وې.خو ویل يي چې داموزې بیرته تسلیم شه. هغه ورته ویلې و.چې دموزو مصرف خو تیر شو.هغه دیوه کال له پاره وې. دا اوس ستا دي.ګوره! انجینر رحیم داخبره نه وه منلي.او موزې يې بیرته ورته تسلیم کړې وې. هغه ډیرپاک سړی دی.زه ویریږم چې ماته به هغه هلک راواستوي. او په دې توګه به په یوه ټک دوه مرغۍ ښکار کړي. هم به ددولت کار وکړي .او هم به ورته پیسي وسپموي.او پاته شو پیوند دابیا نو حال حال سړی دی.که یې زړه شوه اضافه کاري به راکوي او که یې نه شو نوبیا به راته وايي :چې هغه ده شفیق مې درسره کړی و. اود اضافه کاري له لیسته به مې وغورځوي.

–        غنی لالا! ډیره انديښنه مه ورته کوه.شکر اوس خو حبیب الله هم ځوان دی هرکار کولای شي.

هو هغه خو هر کار کولای شي.خو اوس مې ورته په یولک اوپینځه شپیته زره افغانۍ کوزده کړي. ما ویل: که زما دامعاش اواضافه کاري او دده ددهقانۍ یوڅه  د پروړې،رشقي اوغنمو روپۍ مو سره یوځای کړي وای نومني ته به یې له خیره سره واده  شوی و. هابله ورځ برقي ظابط راته ویل:چې زه به هم درته یوڅوروپۍ پور درکړم.

–        کوریې ودان

–        زویه برقی ظابط راڅخه  په زړه کې خفه هم دی.خو د مبارکی له پاره راغلی و.او  بیا یې دا خبره هم راته وکړه.

–        ظابط صیب برقي نوولی درڅخه خپه دی

–        زویه که رښتیا ووایم په دغې چښترمړی (څیښتن مړي) اضافه کاري .هم دی خپه شو او هم ظاهر.تاته خو معلومه ده چې ظاهر دریاست مخابره چې دی.او ظابط برقی خو دلته په تلیفون خانه کې و. ریس راولاړسو.ظاهر یی اسناد وارتباط ته ورکړ.او برقی یی واخیست مخابرې ته یی کیناوه. نو دلته یوه زه پاته سوم.کار راباندې زیات شو.اوس برقی اوظاهر داسې فکر کوي چې ما به پیوند ته ویلي وي.خو پیوند یو حال حال سړی دی.کله دچا په خوله کوي او بیا خو ریس دی. هیڅکله هم دهر مامور او.کاریګر خبرې ته غوږ نه نیسي.

–        که يي شفیق درته واستاوه نو بیا به اضافه کاری نه درکوي؟

–        هو ریس خو همداسې راته وویل:

–        خو ته ورته ووایه چې زه داکار کولای شم.

–        نه زویه اصلأ ریس غواړې داځوانان دموږه په ځای مقرر کړي.او داسې يي هم ویلې وو.چې دا نوي ځوانان باید کار زده کړي. په دې خبره کې انجینررحیم هم ورسره مصلحتي دی.او سږ راته تقاعد هم راکوي.

–        نو خو ته هم بیا حبیب الله ورته راوله .هغه خو ځوان دی.

–        زویه دحکومت په کار کې سړی فقط دومره کولای شي چې روزمره وچلیږي.خو په ازاد کار کې بیا سړی یوڅه کولای شي.زه هم که سږ تقاعد شوم نوبیا به ځان اجیرمعلم مقرر کړم.لاس اوپښی به وهم چې یوداسې کارپیداکړم چې هم اضافه کاري ولري هم معاش. دشپي اوه نیمي بجې وې چې له تلیفون خانې راووتم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب