پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادب په تیاره کې مزل | سدالله غضنفر

 په تیاره کې مزل | سدالله غضنفر

څو ورځې دمخه په کابل کې د افغان ادبي بهیر په غونډه کې په یوې لیکنه باندې اوږدې خبرې وشوې او ګڼو کسانو په کره کتنه کې برخه واخیسته  خو بحث راټول نه شو او نتیجې ته سره ونه رسیدو.

د بحث د تیت و پرک والي اصلي وجه دا وه چې ځینو کسانو لیکنې ته د مقالې په سترګه کتلي وو، ځینو نورو لنډه کیسه ګڼلې وه او په اخر کې خو د یوې خاطرې په حیث هم تبصره ورباندې  وشوه.

د لیکنې موضوع په کانکور کې د کامیابۍ لپاره د کورسونو له اهمیته څرخیدله. هغو چې لیکنې ته د مقالې په سترګه کتلي وو، ډیر بحث د کورسونو د ضرورت په شتون او نه شتون کاوه. یو شمیر نورو چې لیکنه لنډه کیسه ورښکاریدله، د پلاټ، تلوسې او کرکټرایزیشن په باب خبرې وکړې. لیکوال ما ته نژدې ناست و او ورنه وامې وریدل چې خاطره یې لیکلې ده. خو د خاطرې په حیث ما ته پکې دا مشکل پیښ و چې د بل چا زړه او ذهن ته یې نو څنګه پکې لاره کوله او اوږدې مکالمې یې څنګه په یاد پاتیدلې.

پوره دوه کاله پخوا د ۱۳۸۶ کال په سنبله کې هم د کابل په یوه ادبي غونډه کې برخه والو ته دغسې مشکل پیښ شو. غونډه په قلم ټولنه کې وه، د الحاج حسام د دریو تازه چاپ شویو اثارو مخکتنه وه. د ده یو اثر ته ځینو د ناول په سترګه کتل او یو ډول بحث یې ورباندې کاوه خو ځینو نورو ورته د واقعي رپورټ له عینکو کتل او بحث یې بل ډول و.

دغو دوو پیښو ته مې د دې لپاره اشاره وکړه چې لوستونکي په ادبي اثر باندې د پوهیدو او قضاوت په وخت د هغه ژانر په نظر کې نیسي. د ادبپوهنې په تر ټولو پخواني او مشهور کتاب یعنې بوطیقا کې ارسطو د اثارو په ژانرونو خبرې کوي او د ژانرونو د ځانګړنو په رڼا کې په اثر باندې د قضاوت معیارونه راښیي.

البته، کره کتنه ډیر ډولونه لري چې د ژانر په بنیاد کره کتنه یې یو ډول دی خو د کره کتنې په نورو ډولونو کې هم په اثر باندې د پوهیدلو او قضاوت کولو لپاره د هغه د ژانر په اړه څه نا څه معلوماتو ته اړ یو. لوستونکي د هر ژانر له اثره بیله توقع لري.

لیکوال که د خپل اثر د لیکلو په وخت د ژانر په اړه هیڅ تصور نه وي کړی، دا نو داسې ده لکه چا چې په تیاره کې بې څراغه مزل کړی وي. ځینې لیکوال د تواضع په خاطر د خپل اثر ژانر نه ښیي. زما په ګومان تر دې ډول تواضع یو څه کبر بهتره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب