دوشنبه, مې 20, 2024
Home+بازان ماتیږي | حفیظ الله بشارت

بازان ماتیږي | حفیظ الله بشارت

له دې پوښتنو سره څو ځله مخ شوی یم چې: د ناول په ډولونو کې تر ټولو زیات مینوال او لوستونکي کوم ډول ناول لري او ولې؟ او لوستل يې د نورو په پرتله څومره اهم دي؟

دې پوښتنو ته په څو لنډو ټکو کې ځوابونه لیکم:
اول، په ټوله کې داستاني ادب له شعر و شاعرۍ وروسته دویم هغه ژانر دی، چې د نورو په نسبت زیات لوستونکي او مینوال لري، دا ځکه چې دا ادبي ژانر له نورو بېل ځانګړی خوند، لذت، کشش او جذابیت لري، همداراز پکې لوستونکی خپل ذوق و شوق په پوره ډول خړوبولی شي.
دوه، د ناول هر ډول پر خپل ځای د ارزښت وړ دی، خو زما د تجربې په اساس پولیسي او جنایي ناولونه د ناول د نورو ډولونو په پرتله زیات مینوال او لوستونکي لري، دا ځکه چې: پولیسي او جنایي ناولونه له ډېرې تلوسې، جالبو او خوندور پېښو، له پېچلو او مغلقو قضیو، ډاروونکو او ناببره صحنو، اوچتې خيال پردازۍ او…. مالامال وي.
درې، د ناول عمومي ګټې به راتلونکي ته پرېږدو، اوس به یوازې د پولیسي او جنایي ناول پر اهم والي تم شو. د پولیسي او جنایي ناولونو یوه ګټه دا ده چې د لوستونکي ذهن د بعضو اندک پېښو پر وړاندې حساس او ځير اموخته کوي، لوستونکی د ډېرو مغلقو غوټو پرانیستلو ته هڅوي، د بعضو ناحلو قضیو پر وړاندې د فکر کولو لویه ساحه او ارته حوصله وربښي او…..
د پولیسي او جاسوسي ناولونو له ډلې مې دا ځل بازان ماتېږي ناول ولوست!
دا ناول د پولیسي ناولونو مخکښ ناول نګار “امیر عشیري لیکلی” او پښتو ژباړه يې هنرمن ژباړن “جبار فراز” کړې ده.
د دې ناول پیل له يوې مبهمې پېښې او صحنې کېږي، خو له دوه درې صفحو لوستو وروسته يې لوری د لوستونکي راکشش او جذابیت ته اوړي.
د دې ناول جاسوسي اړخ له جنایي او پولیسي هغوی ډېر دی، ځکه د دې ناول مرکزي یا اصلي کرکټر د طاهر په نوم یو اېرانی اصله او د متحدینو استخباراتي مامور دی.
د دې ناول کیسه ډېره عالي خو پلاټ یې بیا یو څه کمزورۍ لري، ځکه لیکوال د ځینو پېښو پایلې د دې پرځای چې د لوستونکي د توقع خلاف واقع کړي، برعکس يې په منځ کې د ځینو پېښو د پټولو هڅه کړې ده چې دې کار نه یوازې د صحنو مصنوعي والی رامنځته کړی، بلکې د ځینو غوټو په زر پرانیستلو کې یې هم رول لرلی دی. ښه مثال د طاهر قاهرې ته د تګ ماموریت دی. دی هلته په یوه رستورانت کې له یوه نارینه او دوه ښځو سره ویني، یوه ښځه چې په اصل کې د ده د هویت مالومولو لپاره ګومارل شوې او یوه جاسوسه ده، لیکوال هڅه کړې چې دا خبر له لوستونکو پټه کړي، خو پر دې نه دی توانېدلی چې غوټه په هنر مخکې بوزي، برعکس ترې ډېر زر، په‌ مصنوعي او بې خونده ډول پرانیستل شوې ده.
د بازان ماتېږي ناول پای له پيل او منځ دواړو ډېر عالي او جذاب دی. د دې ناول د کیسې پای داسې دی لکه یو کس چې د کانکور له اماده ګۍ وروسته کانکور ته له درې ډوله انتحابو سره ورځي. لومړی انتخاب او لاره سخت او د کامیابېدو چانس یې ډېر کم، دوهمه یې بیا سختي کمه او د بریالي کېدو چانس یې له شپېتو ور اوښتی او درېیمه یې بیا له هره اړخه د کامیابۍ پر پوله ولاړه وي، دا کس په لومړي او دوهم انتخاب او لاره کې پاتې راځي، درېیم انتخاب او لاره که څه هم نوموړي ته اسانه تر نظر ورځي، خو پايله يې د ده د فکر دومره برعکس راځي چې بریا ته تر رسېدو له لومړۍ او دوهمې هغې هم ډېر تیندکونه پکې خوري.
دا ناول د ژباړن له لوري د امیر عشیري هنرمندې اروا ته ډالۍ شوی او ټول ټال 332 مخونه لري چې په 2018 کال کې عمار خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب