د روس د ستر لیکوال لیف نیکولاوویچ تولستوی ، د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په نهمه ۱۸۵ کلن شو
ښه به دا وي چې لږ یې یاد کړو:
نوم: ليف نيکولايوويچ تولستوی
۱۸۲۸-۲۰۱۳
د ستر لیکوال د زو کړې د ۱۸۵ کالیزې په ویاړ
د زوکړې نېټه: د۱۸۲۸ م کال د سپتمبر ۹مه نېټه
د زو کړې ځای: د مسکو په ۱۶۰ کیلو مترۍ کې د تولا دښار ګوټي د «یاسنیاپالینا» سیمه.
د مرګ نېټ: د ۱۹۱۰ کال د نوامبر ۲۰مه نېټه
د خښولو ځای: د یاسنیاپالینا» په سیمه کې دده د کور ځنګل
آثار:
۱- جګړه او سوله
۲- آناکارنینا
۳- قزاقان
۴- رستاخیز
۵-ماشومتوب
۶-،زلمیتوب
۷-ځواني
۸-ابلیس
۹-اعترافات او د مسکو سرشمېرنه
۱۰-د ماشومانو کیسې
۱۱- شیطان او پیسې
۱۲-هنر څه ته وایي؟
۱۳-درې پوښتنې
۱۴-تش دهل
۱۵- مېږتون او کوتره
۱۶-سپېڅلی اختر
۱۷-د مرګ سرود
۱۸- د ایوان ایلیچ مرګ
۱۹-بیګناه محکوم
۲۰- ارباب او نوکر
۲۱- حاجي مراد
۲۲- دسیواستوپول داستانونه
۲۳-بې پایه مینه او نورې ډېرې ليکنې.
د هغه، بشپړ نوم ليف نيکولايوويچ تولستوي (۱۸۲۸-۱۹۱۰) دی.
روس لیکوال،متفکر، پر خپل هېواد سرښندونکی سرتیری، ګراف لیف نیکولايوويچ تولستوي،تر ټولو پېژندل شوی روس ليکوال،متفکر، د روسيې د سواستوپول د جګړو سپاهي، روښان اندی، مقاله ليکونکی،مذهبي مشر، د داسې مذهبي مقالو او نظریو ليکوال و چې په دودويزو افکارو کې د نوې لاره خاوند بلل شوی دی.
دی د کورنۍ څلورم ماشوم و.
هغه د نړۍ له ډېرو سترو رومانونو نه دیوه رومان: “جګړۍ او سولې” ليکوال دی. هغه دا رومان د پنځو کلو په اوږدو (۱۸۶۵-۱۸۶۹) کې وليکه. د کتاب موضوع پر روسيې د ناپليون د يرغل د زمانې پېښې، د روسيې د څلورو بډايو کورنيو د ژوند او ددغې جګړې پر وړاندې د روسي ملت د درېدا انځورونه دي.
هغه نه یوازې د روسيې امپراتورۍ د علومو اکاډمۍ غړی (۱۸۷۳) و بلکې یو ستر ټولنیز شخصیت هم و.
د هغه کورنۍ له خورا لرغونو او بډايو روسي کورنيو نه ده.
ليکوال، خپل کتاب تر ليکلو ۷ کالو وروسته په ۱۸۷۶ کال کې خپور کړ.
دا کتاب د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په ميليونو ميليونو وګړو لوستلی او دادی څه کم تر يوې نیمې پېړۍ وروسته هم خورا بېشمېره لوستونکي لري.
تولستوي، دا کتاب دخپلې مېرمنې صوفيا اندرییونا، په مرسته، اوه ځله بيا بيا وليکه او په هغه کې يې بدلونونه راوستل.
دې لیکوال چې د قفقاز او کريميا په جګړو کې خپله ګډون کړی او د جګړې ټولې ترخې،خوږې او غير انساني اړخونو يې په خپله ازمايلي او ليدلي دي ،د جګړو خورا بې ساری انڅورګر ګڼل کېږي،نو له دې کبله د ده د کتاب پر ځانګړتياوو د لیکنې پروخت،کره کتونکي په دې ټينګار کوي او وايي:
“هغه يوازينی ليکوال دی چې دجګړې رښتينې څېره يې په خورا قوت په ليکنه کې انځور کړې ده.”
که څه هم په دې ستر او بې ساري کتاب کې د ليکوال معنوي نظر دا دی چې هر څه او د پېښو تقدير له ازله په آسمانو کې دی، خو دی بيا هم د پېښو لپاره ځمکني دلايل لټوي.
تولستوي ، په ټول کتاب کې د ايمان پر بنسټ ،دټولو هلوځلو له لارې د ايمان او خدای په لټه کې دی. هغه د ايمان له برکته د ژوند موخه لټوي. هغه به ويل چې ايمان د ژوند رښتينې معني او له هغه نه خبرتيا ده.
د هغه لپاره ايمان ژوند دی، د ژوند قوت دی. هغه ايمان او مينه سره ومروړل .
هغه به ويل چې د خدای قدرت ستاسو په زړه کې نغښتی دی.
تولستوي پېژندونکي، په دې باور دي چې دده دغه نظر پر مهماتا ګاندي (۱۸۶۹-۱۹۴۸) او مارتين لوترګينګ (۱۹۲۹-۱۹۶۱) اغيز کړی دی.
د هغه د “جګړې او سولې “په کتاب کې پېښې پر څوبېلابېلو ببنسټونو راچورلي:
خدای پېژندنه، انساني فردي شخصيت، کورنۍ او دهغه روان ،ټولنيز کړه او د هغه لوړې ژورې ،سياسي تاريخي دريځ او دملتونو ملي غوښتنې.
دا رومان د روسيې د هغو پېښو تصوير باسي ، چې له ۱۸۰۵ کاله تر ۱۸۱۳ پورې په دې هېواد کې پېښې شوې دي.
په دې پېښو کې دوه هغه يې د روس او فرانسې سترې ،خونړۍ جګړې دي:
۱ – لومړنۍ جګړه “اوسترليڅ ” نومېږي. دا جګړه پر ۱۸۰۵ کال پر روسيې د فرانسويانو له يرغله سره سم پيل شوه او فرانسويانو وګټله.د همدې بري له برکته فرانسويان د روسيې خاورې ته ننوتل او ان تر مسکو ورسېدل.
۲-دوهمه ستره جګړه د “بارادينو “هغه ده.دا جګړه پر ۱۸۱۲کال د مسکو په څنډو کې پېښه شوه. په دې جګړه کې فرانسويانو ماته وخوړه او بېرته تېښتې ته اړوتل .
دا د روسي او فرانسوي پوځ ،دهغو بې شمېرو نښتو تر ټولو ددوو سترو هغو ،تاریخ دی چې له فرانسويانو سره پر روسيې د دوي د يرغل په وخت کې پېښې شوې دي.
ددې جګړو مشران: د روسيې ټولواک ،لومړي الکساندر(۱۷۷۷-۱۸۲۵) او د فرانسويانو هغه ستر ټولواک ناپليون بناپارت (۱۷۶۹-۱۸۲۱) دي.
کتاب په يوې ماښامنۍ مېلمستيا کې د اناپالوفنې په نامه د يوې درباري مينځې له هغې خبرې نه چې د روس او فرانسې د رارسېدونکې جګړې اټکل کوي، پيل کېږي.
هغه د دوه ټولواکانو د سيالۍ، د هغو د واک دلېوالتيا،له هغو سره دهغه د ولسونو د مينې تصوير باسي.
په کتاب کې د روس د امپراتور تصوير په بې ساري ډول ښکلی او د فرانسې هغه په بې ساري توګه کرکجن دی.
په داستان کې د اتلانو بېشمېرتوب، د ديالوګونو اوږدوالي، دهغو خوږوالي، د اتلانو بې ساري تصويرونه، د کلماتو خورا خوږه کارونه او نور ډېر ډېر هنرونه دپام وړ دي.
دا رومان ډېرو کره کتونکو، د روسي ملت د روح شعر ګڼلی دی،هغه شعر چې د وياړونو او حماسو په بڼه تخليق شوی دی. د داستان د هرې کرښې په لوستلو،لوستونکي په دې پوهېږي او دا احساسوي چې له يوه ستر انځورګره مخامخ دي.
دا ليکوال د زرګونو څېرو ،دبېشمېره ځايونو او د زرګونو حالاتو په منځ کې ځان ته هغه څېرې،هغه ځايونه او هغه حالات ټاکي چې په هنري ډول دده دداستان يوه غوټه ترې جوړه او بله پرې خلاصه شي.
هغه ( تولستوي) يو لوی او بې ساری انځور ګر دی.هغه چي کله يو تصویر باسي،دومره دقت، دومره پاملرنه، دومره په هر اړخیزه توګه او دومره په لېوالتيا هغه انځوروي چې هر څوک فکر کوي،دا هغه څه دي چې دی يې غواړي. د ساري په توګه کله چې دی يوه څېره انځوروي،هغه نه يوازې يوه څېره،بلکې د ليکنې په وخت کې،په څېره کې سترګې، د سترګو غټوالی، د سترګو رنګ، د سترګو خبرې، د سترګو جنګ، د سترګو زارۍ، د سترګو ځلا، د سترګو کتل، د سترګو غلچک، د غلچکو ګوزار، په سترګو کې پراته او پټ رازونه، له سترګو راخپريدونکې کرکه، له سترګو راوريدونکې رخه، په سترګو کې ځلېدونکې عاطفه، د سترګو باڼه،د بڼو لنډوالی، اوږدوالی، د بڼو ويشتل او نور نور د ټولنیز انساني ژوند او حالاتو تصوير ايستل او دغو حالاتو ته ژوند بښل، ټول او ټول په خورا رنګينۍ او مينې په پام کې ساتي.
تولستوي، چې هرڅه او هر حالات را اخلي،هغه دټولنيز بار تر بښلو وروسته، د خپلې عاطفې او تخيل په درياب کې لمبوي او بيا يې د کرښو غېږ ته سپاري.
تولستوي، يوازې په جګړه او سوله کې د ۵۰۰ په شا او خوا کې اتلان لري.که څه هم د هغه اتلان هر يو خپل ژوند،کړه او کرکتر لري، خو بیا هم په هنري انځورګرۍ کې کله ناکله سره ورته بريښي.
او دا د ده د هنري استعداد او تخلیقي توان نښې دي.
هماغه شان چې کله کله داسې تصور کېږي چې د نړۍ زياتره حماسې څه کم او زياته سره ورته دي.
د سارې په توګه د فردوسي د شاهنامې اتلان په درې ډوله دي: اساطيري، پهلواني او تاريخي.
دلته په دې داستان کې هم اتلان درې ډوله دي: يو اولسي هغه ،دوهم عيني اصلي او واقعي څېرې او درېيمه ډله يې د تولستوي د تخيل زېږنده اتلان دي.
ماګسيم ګورکي (۱۸۶۸ – ۱۹۳۶) ددې ليکوال په هکله وايي:
دغه انسان ،په رښتيا يو ستر کار ترسره کړ او دغه کارته يې ، په خورا ښکلا او صداقت ديوې پېړۍ تجربه وروبښله.
لومړي نيکولای ، ناپليون ،سردار اندرې،نيکولای رستوف ،ستر قوماندان کوتوزوف،پېير بېزاوخوف،ناتاشا رستوفه، ماريا بالکونسکايا،اناتول کوراګين،ساده سرتیری کراتایوف او نور…هغه اتلان چې ددې رومان اصلي موضوع پرې راچورلي.
ليکوال د خپل تخلیق د الهام د سرچینې په اړه په خپله ويل:
“يو څه مې په ګوګل کې لګېدلي دي،چې تر نيکۍ نه هم زيات دهغه لېواله يم،هغه پرتم او لوړوالی دی.”
ليف نیکولایوویچ تولستوي،د۱۸۲۸ کال د نوامبر پر شلمه د مسکو د سهيل په ۱۶۰ کیلو مترۍ کې د تولا دښار ګوټي د «یاسنیاپالینا» په سیمه کې زېږېدلی دی.
لا د دوو کلو و چې مور يې مړه شوه . د نهه کلو و چې پلار يې مړ شو.
هغه وخت د بډايانو ماشومان ،بهرنیو روزونکو چې زياتره هغه يې فرانسوي وو، روزل.تولستوي هم د خپلوانو او بهرنيو روزونکو تر څارنې لاندې وروزل شو .
دهغه مور پلار پنځه ماشومان درلودل.دی د کورنۍ څلورم ماشوم و.ده درې ورونه ،چې ټول تر ده نه مشران وو او یوه خور چې تر ده نه کشره وه درلوده ، لکه څنګه چې مو وویل،دده مور او پلار ددوی په ماشمتوب کې مړشول.ددوی روزنه خورا لرو خپلوانو کوله.
د تولستوي ،کورنۍ په ۱۸۳۷ کال مسکو ته راولېږديده. دی خپله تر ۱۸۴۰ کاله پورې په مسکو کې پاتې شو او وروسته چې د هغوی ترور مړه شوه،دا کورنۍ د کازان (دا ښار اوس د روسيې د تاتارستان د جمهوریت پلازمېنه ده)ښارته کډه شوه.هلته یې د پلار له پلوه بله ترور اوسيده.
زده کړې:
د هغه لومړنۍ ښوونکې، يوه فرانسوۍ وه.دهغې ترور ،فرانسوۍ روزونکې او د ښوونځیو ځينو نورو ښوونکو هغه ته بشپړې زده کړې ورکړې.لکه چې يادونه وشوه ،د۱۸۴۴ کال د اکتوبر په مياشت کې تولستوي د کازان دپوهنتون د ختيځو ادبياتو په څانګې کې لوړې زده کړې پیل کړې.
په هغه نندارتون کې چې په دې وروستیو کلنو کې د کازان په پوهنتون کې جوړ شوی و،دا ښودنه کوله چې تولستوي،پوهنتون ته د شاملېدو کانکور په خورا لوړه درجه تېر کړی دی.هغه هلته دهغه پوهنتون د ختيځو ژبو په ځانګه کې ،د تاتار-ترکي ژبه پيل کړه.
ددغه ځوان په نوبتي ازموینو کې د هغه د روسيې د تاريخ ،د مضمون نتايج د قناعت وړ نه و،هغه ته د دغه مضمون د تکرار سپارښتنه وشوه ، نو هغه و چې ده ځان د حقوقو پوهنځي ته بدل کړ . هلته هم دی په دې مضمون کې پاتې راغي . هغه و چې پر ۱۸۴۷ کال یې پوهنتون پرېښود.
د ادبياتو اوليکنو پيل:
تولستوي، د پوهنتون تر پرېښودو وروسته ،پر ۱۸۴۷ کال ،خپلې پلارنۍ سيمې ته لاړ او هلته ميشت شو.
هلته یې لیکنې پيل کړې.
دغه ځوان لیکوال، له خپلو بزګرانو او نورو مزدورانو سره د حاکم او بادار پر ځای نوي اړيکي پيل کړل.او له دې سره يې هممهاله د ژان ژاک روسو(۱۷۱۲-۱۷۷۸) دآثارو سره مطالعې ته دوام ورکړ.هغه له تمدن سره تربګني پيل کړه.
له دې سره هممهاله هغه د موسيقۍ زده کړې ،انګريزي ژبې او دحقوقو لوستلو ته دوام ورکړ.
دده خاطرات او يونليک ښيي چې ده خيريه کارونه هم کول او پر ۱۸۴۹ کال کې د خوارو بزګرانو ماشومانو لپاره يو ښوونځی هم جوړ کړ.
هغه ښه پيانو غږوله او کلاسيکه موسیقي يې ډېره خوښېده.
دهغه دخوښې موزيکانت یوګین سبستیان باخ ( ۱۶۸۵د مارچ ۲۱ – ۱۷۵۰د جولای ۲۸) و.
او پر ۱۸۵۰-۱۸۵۱ کال کې يې خپله لومړۍ کيسه ((ماشمتوب))وليکله. او پر ۱۸۵۱ کال کې يې د ((د پرونۍ ورځې تاريخ))کيسه وليکله.
یو کال وروسته پر ۱۸۵۲ کال تولستوي،د ورور په بلنه قفقاز ته لاړ.هغه کومه ځانګړی هدف نه درلود ، په لومړيو وختونو کې یې هلته کوم رسمي کار نه کاوه.هغه يوازې له خلکو سره کتل او خپلې څېړنې کولې.
دا هغه وخت و چې په قفقاز کې روسي پوځ په جګړې لګيا و.
تر څه مودې وروسته،هغه په روسي پوځ کې چې په قفقاز کې په جګړه بوخت و،د تانک د قواو غړی شو.تر پوځي روزنې وروسته يې دقفقاز په جګړو کې ګډون وکړ.
تولستوي په قفقاز کې دوه کاله پاتې شو،خو کله چې هلته د کريمسکايا،جګړه پيل شوه، د خلکو او خاورې په نامه يې په جګړه کې ګډون وکړ .دی تر ۱۸۵۵ کال پورې دجګړې په ډګر کې پاتې شو. هغه په جګړې کې آن د زړورتيا او مېړانې نښان هم واخيست. ده د يوه ښه افسر نوم وګاټه.
ددغه وخت په اړه دده خیالات د هغه د “سواستوپول کيسي” په نامه په داستانونو کې خپاره شوي دي.
تولستوي،د ” ماشمتوب ” تر داستانه وروسته د “زلمیتوب” او بیا ” ځوانۍ ” په نامه داستانونه وليکل.
کله چې روس دا جګړه بایلوه دی پلازمینې پترزبورګ ته لاړ او هلته د روس له خورا ښو ادیبانو سره آشنا شو.
پر ۱۸۵۶ کال یې له پوځي خدمته د تل لپاره استعفا وکړه .
څومره چې دی مشهوريده او خلکو له ده سره خواخوږي ښودله ،په هماغه کچه دی له خپل شهرته ستړی کېده او دا کار ددې سبب شو چې پرته له کومه دليله د هېواد د پرېښودو تکل وکړ.
او تر دوه درې میاشتو وروسته یې اروپا ته مخ کړه.هغه په فرانسه ، سویس ، آلمان او ایتالیا کې له لیکوالو،پوهانو سره وليدل او د علمي او روزنیزو مرکزونو له کار او وګړو سره يې پېژندګلوي وشوه.
۱۸۵۲ کال و چې له پترزبورگه د “سفريمنيک “په نامه خپریدونکې مجلې چې نکراسوف هغه چلوله،دهغه د “ماشمتوب “په نامه د داستان خپرول پيل کړل.
نکراسوف نیکولای الکسیوویچ (د ۱۸۲۱ دنوامبر ۲۸ – د۱۸۷۷ د دسامبر۲۱) بل ستر روسي ليکوال دهغه د لومړنۍ ليکنې تر ليدو وروسته وويل:
دا يو نوی استعداد دی او خورا هيله ورته کېږي.
لیف،دا وخت کوم مسلکي ،اديب نه و.ده نه دليکوال په توګه بلکې د وزګارۍ په وخت کې يو نيمه ليکنه کوله.هغه يو ساده محصل،معمولي هېوادوال،ښوونکی او دبېلابېلو عقايدو مطالعه کوونکي و.
تولستوي، تر دغه وخته هېڅکله د ادبياتو په هکله کومې ځانګړې خبرې نه کولې.نوموړي به تل د عقېدې،اخلاقو،ټولنيزو اړيکو او کله ناکله هم د تاريخ په اړه خبرې کولې.
دغه استعداد، د ۱۸۵۲ کال د سپتمبر په مياشتې کې يو ناڅاپه ټولې، روښان اندې روسیې وپيژانده.هغه دا چي د سفريمنیک، مجلې، د” ماشمتوب ” په نامه دهغه يو داستان خپور کړ .که څه هم هغه له دغه داستان سره ،آن خپل بشپړ نوم هم ليکلی نه و.هغه یوازې په مستعار ډول لیکلي و: د :ل،ن،ت. لیکنه.خو ډير ژر ټول لوستونکي په دې خبر او پوه شول چې دا لیکوال لیف نیکولاوویچ تولستوي دی.
هغه اروپا ته په خپل سفر کې ،په لومړي سر کې فرانسې او د هغه پلازمېنې پاريس ته لاړ .هلته د ناپليون د شخصیت لمانځنې او بې پايه ازادۍ ،حيران کړ.هغه ادبي هنري محافل،موزيمونه او کتابتونونه وکتل. په دې سفر کې يې هغه ښار هم وکوت چې ژان ژاک روسو هلته ژوند درلود.
تر لومړي سفره وروسته ، ډیر ژر اروپا ته په دوهم سفر ووت. هلته یې په فرانسې او جرمني کې ولسي ښوونځي ،دهغه جوړښت او نصابونه وکتل.بیا لندن ته لاړ ، هلته يې له روسي پوهان الکساندر ایوانوویچ ګيرڅن (۱۸۱۲- ۱۸۷۰)او پېژندل شوي ليکوال چارلز ديکنز (۱۸۱۲- ۱۸۷۰)سره ليدنې کتنې درلودې.
کله چې بېرته روسيې ته راستون شو، خپل بزګران يې ازاد کړل .ټول خلک يې سره برابر وګڼل. هغه د بزګرو او ساده خلکو د ماشومانو لپاره ښوونځي پرانستل . ده خپله او دهغه څو اشنايانو په دغو ښوونځیو کې درس ورکاوه.
تولستوي، پر ۱۸۶۲ کال د ياسنیاپالينا په سیمه کې روزنيزه مجله راوويسته.په دې مجله کې ده روزنيزه مقالې او داستانونه خپرول ،خو دده دغه هڅې هغه وخت هومره دپام وړ ونه ګرځيدې.
کورنۍ:
ليف تولستوی لا د زلمیتوب له کلونو د مسکو د يوه پېژندل شوي ډاکتر له کورنۍ سره چې په خټه جرمن و، پېژندګلوي درلوده.
دغې کورنۍ درې لوڼې درلودې او ده غوښتل له مشرې هغې سره چې لیزا نومېده واده وکړي،خو ناڅاپه دهغه اراده بدله شوه او منځنۍ هغه یې چې صوفيا اندرييوانا(۱۸۴۴-۱۹۱۹)نومېده ،خوښه شوه.
په دغه وخت کې تولستوي، څلور دیرش کلن و ،خو پېغله صوفيا لا د ۱۸ کاله وه .دوی چې پر ۱۸۶۲ کال واده سره وکړ،لیف تر ښځې ۱۶ کاله مشر و.
هغوی تر ډېره پورې خورا ښه او نيکمرغه ژوند درلود.
صوفیا، نه یوازې دهغه خورا ښه ملګرې،با وفا ښځه بلکې ده ته په کار او ادبياتو کې ښه مرستندويه هم وه.
له واده سره د لیکوال نیکمرغي پيل شوه.ددغې ښځې دپوهې،شتمنۍ او هنري ذوق له برکته،ليف تولستوي لومړی په روسيه او بيا به نړۍ کې ستر شهرت او وياړ تر لاسه کړ ،خو ددې ټولو سره سره د تولستوي او ښځې ترمنځ اړيکي تل خواږه نه و.يو نيمه خوابدي او شخړې رامنځ ته کېدې ، شر او شور به پورته وه.
دغې نيکمرغې جوړې ، تر ډېرو کالو ګډ ژونده وروسته،ځکه ونه شو کولای خواږه ژوند ته دوام ورکړی چې تولستوي دخپل ژوند بڼه او هيلې بدلې کړې،خو سره دې هم دوی ۱۳ ماشومان درلودل.
د ۲۰۱۰ کال د څېړنو له مخې اوس د نړۍپه ۲۵ هېوادونو کې د تولستوي نه وروسته دده د کورنۍ د دوهم او درېیم نسل تر ۳۵۰ پاتې شونکي ژوند کوي.دده دغه لمسیان،کړوسیان او پردیان هر دوه کاله وروسته د مسکو په څنډو کې،دهغوی په بلارنۍ مېنه کې،په یاسنیا پالیانا کې راټولېږي.
دوی نه یوازې ليدنې کتنې او د زړه خواله کوي بلکې کنفرانسونه او علمي غونډې هم جوړه وي.
د ګډ ژوند په لومړيو لس دولسو کلنو کې يې “جګړه او سوله “او د “انا کارنينا “ستر رومانونو وليکل.
دغه ستر استعداد ددغو آثارو په کرښو کې خپل نبوغ ومروړه .همدا آثار وو چې ده ته يې نړیواله پېژندنه او ویاړ ور په برخه کړ.
هغه د جګړې او سولې ،رومان په ۱۸۶۵ کال کې پيل او ۱۸۶۹ کال کې يې بشپړ کړ.
دا وخت دی د ۳۶ کلونو و.د ځوانۍ ،توان او تفکر غوره شېبې.
د داستان لومړې درې برخې يې ،بر ۱۸۶۸کال په روسکي ويستنيک،نومې مجله کې خپاره کړل.دغو برخو بې شمېره مينه وال پيدا کړل او ډېر ژر يې نورې برخې هم کرار کرارخپرې شوې.
لیکوال، په دې اثر کې دټولنې ټول وګړي،له ساده سرتيري نه نيولي بيا تر ټولواکه پورې انځور کړي دي.
هغه ستر کشش او جاذبه چې د روسي متن په لوستنه کې لوستونکي احساسوي ،هېڅ ژباړې ته ځکه لېږديدای نه شي چې تولستوی هغه ،د روسي روح خورا وړو ځانګړتیاوته په پام کې ليکلي دي.
د جګړې او سولې د داستان ځانګړتياوې :
هغه اثر چې د کلونه ګوزراونه نه هغه زړولي شي،نه يې هېرولی شي بلکې د هرې ورځې په تېریدو سره د هغه د پرتم وياړ لاپسې زياتېږي.
په دې اثر کې د يوه ملت د روان ،دهغه ویاړنې او غرور او دهغو ستاینې او ويرنې ، داسې غوټه او سپړل شوي دي چې ،هغه يې په يو ستر نه تکراریدونکي او بې سارې اثر بدل کړی دی.
د خورا وړو غوټو سپړل ، هنري شننه او رواني ځانګړتياوو ته په پام سره دتاریخی پېښو ، انځورونه ددې اثر غوره نښې دي.
ځینې نورې ځانګړتیاوې داسې يادولې شو:
۱-د ليف نيکولاوويچ تولستوی دا ليکنه ،هنر،فلسفه ،تاریخ او اخلاق سره رامروړي.
۲-د روسيې او نړۍ او تر غوره نه غوره رومان دی.
۳-دا یو شاعرانه رومان دی.نثر نه دی،شعر دی.ددې کتاب لپاره باید روسی ژبه زده کړل شی.
…