جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبطنزونهطنز || (خردجال) د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي

طنز || (خردجال) د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوي

لیکوال: عبدالنافع همت  

د (راسا) تحقيقاتي ادارې په تازه راپور کي راغلي چي خردجال (دجال) په مريخ کي ليدل سوی او ډېر ژر به په افغانستان کي راښکاره سي. د دې ادارې تحقيقاتي ډله چي څه موده مخکي مريخ ته د څېړنو لپاره ختلې د خپلو څېړنو په بهير کي يوه غار ته ورننوتلي، هلته یې (دجال) لیدلی چي له خپل شپېته نفري اجرائيوي شورا سره یې غونډه درلوده، راسا ډلي د دجال غونډي ته پټ غوږ نيولی او د غونډي پوره جريان يې ثبت کړی دی.

دجال ويلي چي په ځينو اديانو کي د ده او ټيم ځانګړني، امکانات او عامو خلکو د غولولو تاکتيکونه ياد سوي دي، ځکه یې نو د خلکو د غولولو لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړې ده. د جال پلاستيکي سرجري کړې او ځان يې د ښکلي ځوان په ډول جوړ کړې دی، پلاسټيکي سترګه يې هم ایښې، توري عينکي يې پر سترګو کړي او خپله ظاهري څېره يې د روحاني شخصيت په ډول جوړه کړې ده.

په راپور کي راغلي چي دجال خورا پرمختللې ټيکنالوژي په واک کي لري، دی به په دومره لویه الوتکه کي ځمکي ته راکښته سي چي پنځه زره کسه ځايوي او دا الوتکه دومره چټکه ده چي په يوه ثانيه کي زر کیلوميټره واټن وهلای سي. دا الوتکه له اوره جوړه سوې چي نه يې رادار موندلای سي او نه یې هم هيڅ ډول وسله په نښه کولای سي.  

دجال ويلي چي دوی د خپل تبليغاتي کمپاين ستراتيژي بدله کړې او د ديني کرکټر پر ځای د سياسي کرکټر په نوم ځمکي ته راکښته کېږي او تر بيا تر بريالي کېدو وروسته د خدایي دعوه کوي. دجال پرېکړه کړې چي ځمکي ته د راکښته کېدو ځای يې افغانستان ټاکلی دی،  استدلال يې دا دی چي په اوسنيو شرايطو کي افغانستان د دوی لپاره تر ټولو مناسب ځای دی، ځکه چي خلک له موجوده نظام او اپوزيشن دواړو څخه تنګ سوي او يوې معجزې او نامريي قوت ته سترګي پر لاره دي.

دجال مخکي لا افغانستان ته يو ټيم رالېږلی چي د انتخاباتو سيسټم په لاس کي واخلي. دجال او ملګرو يې ځانو ته تذکرې او پاسپورټونه جوړ کړي دي. د راسا په راپور کي د دجال د برياليتوب تر ټولو ستر راز دا ښودل سوی چي څو زره ټریلیونه امريکايي ډالر او پرمختللي وسلې ورسره دي. دوی ځمکي ته د راکښته کېدو لپاره دا وخت ځکه مناسب بللی چي په راتلونکي پسرلي کي په افغانستان کي د ولسمشرۍ انتخابات کېږي او سر له اوسه لا ځينو سياستوالو منډي ترړي پيل کړي دي.

د دجال سياسي مشاور (ډيويډ خېټور) ويلي چي د دوی يو هيئت کابل ته رسېدلی او هلته د بهرنيانو په نوم په پټه د لويو سیاسي ګوندونو، سياسي ائتلافونو، سیاسي شخصيتونو، قومي او قبيلوي دلالانو او شيطاني مفتيانو سره په خبرو لګيا دی او هدف يې دا دی چي د هر مهم سیاسي کرکټر هدفونه او د وجدان بيه ځان ته معلومه کړي. د دجال ویاند (جورج سوړن) ويلي چي د دجال د کانديد کېدو اعلان به د افغانستان د يوه مشهور روحاني شخصيت په استخاره سره اعلان سي.  

د راسا د دې راپور په اړه سياسي تحليلګر (ګنګس ماما) اندېښنه لري چي که دجال سياسي مشران په پيسو رانيسي، د پرمختللي ټيکنالوژۍ په مرسته درغلۍ وکړي په سلو کي سل امکان لري چي انتخابات وګټي. سياسي شنونکي له دې امله د دجال د بريالي کېدو چانس ډېر بولي چي هغه د افغانستان په ټولو ژبو باندي رواني خبري کولای سي او هغه کانديدان به چيلنج کړي چي د خپل ملت په دوو رسمي ژبو  نه پوهېږي.

د دجال لوی درستيز(ستر جنجال ميډکاټ بېلر) ويلي چي د انتخاباتو تر ګټلو وروسته به سمدلاسه يو لوی او مجهز پوځ جوړ کړي، خو تر هغو پوري چي دوی د نوي انساني پوځ تشکيلات جوړوي، د پاکستان پوځ به کرايه کوي او پرمختللي وسلې به ورکوي.

له بلي خوا د افغانستان يوه ديني عالم مولانا صراف هم ويلي چي همدا د دجال د راتلو وخت دی، ځکه چي ټولي نښي نښانې يې ښکاره سوي دي. مولانا صراف دا مني چي په ځينو ديني کتابونو کي د دجال د راکښته کېدو ځای خراسان يا اوسنی افغانستان یاد سوی دی.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسيون يوه غړي په دې اړه اندېښنه ښودلې او د ولسي جرګې په انتخاباتو کي د بايوميټريک په سيسټم کي ګډوډي او درغلي يې د دجال کار بللی او خپله اداره د دې پرمختللي ټيکنالوژي پر وړاندي کمزورې بولي، خو د دجال په غونډه کي يادونه سوې چي هغوی د انتخاباتو د کميسيون په تخنيکي سیسټم کي مستقيما ګوتي نه دي وهلي، بلکي د هغوی مامورينو ته يې پيسې ورکړي او هغوی په خپله درغلۍ کړي دي. سياسي شنونکي باور لري چي د ولسي جرګې په انتخاباتو کي له درغلیو څخه داسي ښکاري چي د ولسي جرګې د (۱۷) دورې اکثريت غړي به هم د دجال پلويان وي.

د راسا د دې راپور له خپرېدو سره سم ولسمشرۍ ته د کانديد کېدو لپاره د خلکو لېوالتیا ډېره سوې ده. په دې کانديدانو کي اکثریت يې غواړي چي د پيسو په مقابل کي دجال ته تېر سي او خپلي کولمې غوړي کړي. په دې ډول کانديدانو کي څوک د چرګو او څوک د پچو غله دي.  په دې ډله کي د داسي (احتلامي) کانديدانو نومونه هم ياد سوي چي د دوو خرو اوربشي نه سي سره بېلولای، خو د ډالرو په ټولولو او غلا کولو کي مفکِر مغز لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب