قمارباز ناول د روسیې د وتلي لیکوال فیودور میخائیلوویچ داستایوفسکي اثر دی. داستایوفسکي په (۱۸۲۱م) کال په مسکو کې زیږېدلی دی. نوموړی په روسي داستان لیکنه کې د روان او رواني سپړنې ستر ماهر او پر نړیوالو ادبیاتو د نه بیانېدونکي اغېز خاوند دی. پلار یې میخائیل اندریوویچ نومېده. داستایوفسکي خپلې لوړې زده کړې په اینجینري پوهنځي کې سرته رسولې. د دې لیکوال یوه عجیبه ځانګړنه دا وه چې د لېونتوب تر کچې په قمار میین و او له همدې امله د ژوند تر پایه په پردیو کوټو او کرایي کورونو کې اوسېده. په قمار کې د کړو قرضونو له امله زنداني شوی او له سختو ناخوالو سره مخ شوی دی. خو کله چې په (۱۸۶۶م) کال له زندان څخه د یوه نا معلوم کس لخوا په ضمانت ازادیږي، په دغه وخت کې یې دومره له ژوند څخه زړه تور وي چې نېږدې وي ځانوژنه وکړي خو یو فکر ورته را ولاړیږي هغه دا چې د خپلو پورونو د پرې کولو په موخه د قمارباز ناول لیکلو ته مخه کوي او قمارباز ناول په ۲۶ ورځو کې لیکي. قمارباز یو حقیقي رومان دی، لیکوال غوښتي چې پر ده د تېرې شوې بدمرغۍ برخلیک په هنري تورو کې انځور کړي او داستایوفسکي په خپل دې ناول کې د قمار د وخت اوولس یاداشتونه ځای پرځای کړي دي. دا لیکوال په قمارباز سربېره ګڼ شمېر نور داستاني اثار هم لري چې له یو شمېر څخه یې فلمونه هم جوړ شوي. داستایوفسکي په (۱۸۸۱م) کال د ۶۰ کالو په مړ او په پېټروبورګ کې خاورو ته سپارل شوی.
د یادولو وړ ده چې قمارباز ناول نورو ژبو ته په ژباړلو سربېره پښتو ته پیاوړي لیکوال او ژباړن لطیف بهاند په خوږه او روانه ژبه ژباړلی دی.
قمارباز د انساني شخصیت سپړنه
(موږ ته ژوند باید د ژوند تر مانا زیات ګران وي.)
دا د هغه کس وینا ده چې قمارباز ناول یې لیکلی دی. د پیودور میخائیلوویچ داستایوفسکي په دې لیکل شوي ناول کې د انسان د روان څېړنه، د روحي ژوند سپړنه او د ټولنیز اغېز څخه د انسان د اغېز څېړنه له ورایه ښکاري. په دې ناول کې لیکوال هڅه کړې ترڅو د اتلانو له روح، ذهن او خیالونو سره لوستونکي اشنا کړي. لنډه دا چې اصلي موضوع یې انساني شخصیت او د هغه سپړنه ده. د دې داستان اتل په خپله لیکوال دی چې د راوي په توګه راغلی او الکسي ایوانوویچ نومیږي، هغه اصلاً یو خوار ښوونکی دی خو دلته له یوه متقاعد جنرال سره د کورنۍ ښوونکی دی او د ده تر څنګ یوه نجلۍ چې پولینا نومیږي، د جنرال د ماشومانو روزنه کوي دا نجلۍ د ایوانوویچ معشوقه ده. یوه بله نجلۍ چې پېغله پلانچ نومیږي او د جنرال سره په دې موخه اوسیږي چې د هغه جایداد ترې قبضه کړي خو د جنرال پر ځای له قمارباز(ایوانوویچ) څخه د هغه ټولې ګټلې پیسې په یوه چل او هنر وهي او ځان پاریس ته رسوي. د جنرال ۷۵کلنه ترور انتونیده واسلیوونا نومیږي او دوی ورته انۍ وایي، سخته ناروغه ده، دا ښځه نور خپلوان نه لري او بې کچې زیاته شتمني لري. جنرال د انۍ مرګ ته سترګې په لار دی او د هغې د مال او دولت د میراث خوبونه ویني. خو د ده د انتظار خلاف پېښه کیږي او دا چې د انۍ دا دومره زیاته شتمني څه کیږي؟ او دغه راز الکسي ایوانوویچ په پولینا څنګه میینیږي؟ هغه د ده مینې ته څنګه ځواب وایي؟ او یا د جنرال هغه خوبونه چې د خپلې ترور د شتمنۍ په اړه یې لیدل ریښتیا کیږي که نه؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د یاد رومان لوستل یې ځوابولای شي.
د دې ناول لپاره د قمارباز د نوم ټاکل هغه څه دي چې د لوستونکو سره د تلوسې په سپړلو کې مرسته کوي ځکه قمارباز که څه هم د اصلي کرکټر ایوانوویچ صفت دی او د رومان له محتوا سره یې اړخ لګولی خو د رومان مفهوم یې تر یوه حده څرګند کړی دی. کله چې څوک په لومړي ځل قمارباز لولي که نور نه وي په دې خو پوهیږي چې په دې داستان کې د قمار مسأله ګرمه روانه ده. ما چې د ناول په اړه کومه تیوري لوستې پکې ویل شوي چې په ناول یا رومان کې تلوسه له نامه څخه پیلیږي او باید داسې یو نوم ورته غوره شي چې له یوې خوا د داستان له محتوا سره سمون ولري او له بلې خوا یې مفهوم څرګند نه کړي.
د ناول پیل چې لومړی پراګراف یې داسې و: (بلاخره تر دوه اوونیز ناسوب والي وروسته راستون شوم. زموږ یاران درې ورځې کیږي چې دلته په رولتینبورګ کې وو، ما دا فکر کاوه چې خدای پوهیږي دوی څومره راته سترګې په لاره دي، خو تېروتلی وم.) دا پیل ماته په زړه پورې نه و ځکه تر اوسه مې چې کوم ناولونه لوستي نو په قمارباز کې د هغه په شان کشش او جذابیت نه شته. د ناول پیل داسې شوی چې لوستونکی به یې تر ډېره په لوستو ستړی شي، خو وروسته د ناول په منځ کې د پېښو کشمکش د لوستونکي ستړیا ته دمه ورکولای شي. اصل کې خو د رومان یا ناول پیل باید په داسې یوه پېښه یا داسې کلماتو وشي چې د چنګک حیثیت ولري او لوستونکی له ځان سره یوسي؛ د بېلګې په ډول په متحرک تصویر، پر ډیالوګ یا په یوه ناڅاپي پېښه. خو د یاد رومان پيل داسې نه و.
په قمارباز ناول کې چې اصلي کرکټر یې الکسي ایوانوویچ(قمارباز) دی او د دې تر څنګ د قمارباز معشوقه پولینا، جنرال، انۍ، پېغله پلانچ، ډيګري، ایستلي او ځيني نور دي، د لیکوال د کمال له وجې د دوی له شخصیت او کړو وړو سره سم ژبه او تصویر ورکړل شوی. لکه انۍ چې د ډېر عمر څېښتنه وه، خورا بده او پوچه ژبه ورکړل شوې. کله چې الکسي ایوانوویچ انۍ ته قمار وهي نو دی په ډېره نرمه لهجه ورته وایي:(انۍ جانې دوولس واره مو پیسې کېښودې یوسلوڅلوېښت فریدریخسدوره مو وبایلل، انۍ زه تاسې ته وایم کېدای شي تر ماښامه هم صفر رانه شي.) خو انۍ یې په خبرو کې ورلویږي:(خوله بنده کړه پر صفر یې کېږده) او دې ته ورته نورې جدي او تېزې خبرې د دې د تند خوی ښکارندویي کوي. دغه راز یې هر کرکټر ته د هغه د کړنو او شخصیت سره سمه ژبه ورکړې. همدارنګه د دې رومان ډیالوګونو ته په کتو ویلی شو چې په قمارباز رومان کې ډیالوګونه منظم دي او ګډوډي نه لري.
قمارباز ناول چې ۲۵۶ صفحې لري له پیل څخه د رومان تر نیمایي پورې پکې کلکه تلوسه نه لیدل کیږي، له پیل څخه تر ډېره پورې د رومان صحنې داسې بې تلوسې دي لکه د درسي کتاب بېلابېل عنوانونه، خو وروسته له هغه کله چې الکسي ایوانوویچ انۍ ته قمار شروع کوي داستان خوندور او له تلوسې ډکیږي. معمولاً په ناولونو کې یوه صحنه په داسې ځای کې پای ته رسیږي چې لوستونکی د راتلونکې صحنې لوستو ته اړ باسي دا په دې چې تلوسه پکې وي، خو د یاد رومان تر نیمایي پورې دا ځانګړتیا کمزورې معلومیږي؛ ځکه د یوې صحنې خلاصون بلې صحنې ته د لوستلو قوي هڅونه نه لري.
په قمارباز ناول کې یو څه چې زما هېڅ خوښ نه شول او ماته یې د رومان په لوستو کې بېخوندي پېښه کړې وه، هغه د تصویرنو نشتون و. تر اوسه مې چې کوم ناولونه لوستي په هغه کې د خوندورو او خوځنده ژوندیو تصویرونو شتون د دې لامل شوی چې زه ټول ناول په خوند ولولم او له هرې صحنې یې خوند واخلم. په قمارباز کې ډېرې کمې صحنې تصویري بڼه لري، هغه ته هم په زړه پورې او خوځنده تصویر نه شو ویلای. په ټول رومان کې ماته دا تصویر خوندور ښکاره شو:(لاسونه مې رېږدېدل او کرښو مې د سترګو تر مخ منډې وهلې.) یا:(شونډې یې رېږدېدې، اوښکې یې بهېدې، په بڼو ولاړې وې او ورو ورو څڅېدې.) خو دا تصویرونه هم د پښتو ژبې د ناولونو هغه تصویر ته نه شي رسېدای لکه:(په موټر کې کېناستو، ونې په چټکۍ سره شاته روانې وې.)
په قمارباز ناول کې ټولې صحنې، کړنې او حتی د کرکټرونو خبرې ډېرې طبعي ښکاري خو په ځينو ځایونو کې داسې پېښې شته چې غیر طبعي دي. د بېلګې په ډول؛ په پولینا باندې د قمارباز(خپل عاشق) ګرانښت خو د جدایۍ پر وخت کې دا ګرانښت پټ ساتل. په طبعي ډول باید داسې شوي وای چې کله الکسي ایوانوویچ (قمارباز) پاریس ته روانیږي پولینا د هغه د ګرانښت او په هغه د مینتوب له وجې باید لږ ترلږه مخالفت ښودلی وای او دا ګرانښت چې قمارباز ورته بې کچې لیواله و ښودل شوی وای. په داسې حال کې چې داسې وخت بیا دا ګرانښت ظاهریږي چې د پولینا او د هغه د عاشق یو ځای والی یې ناشونی وي. دغه راز د پېغلې پلانچ سره د قمارباز ښېګڼې او د هغه بد چلند په داسې حال کې چې پېغله پلانچ ورته په بشپړ ډول محتاجه ده غیر طبعي ښکاري. یا قمارباز چې دا وخت یې زیاتې پیسې ګټلې دي، پلانچ ورنه په داسې بدو الفاظو قرض پیسې غواړي چې د قرض غوښتونکي له طبیعت سره نه ښایي. په انساني اند او طبعي توګه قرض غوښتونکی په داسې یوه چلند سره قرض نه شي غوښتی، که دلته قرض غوښتونکي(پېغلې پلانچ) ته لږ خواره او غوښتونکې ژبه ورکړل شوې وای د رومان په حقیقت او طبیعت به یې لا ښه دلالت کړی وای.
د قمارباز ناول پای خوندور دی ځکه د رومان د لوستلو په لړ کې چې د لوستونکي په ذهن کې کومې پوښتنې را ولاړې شوې بې ځوابه نه دي پاتې شوې او د پای بله ښه ځانګړنه داده چې د ناول په لوستو سره لوستونکی دې ته هڅیږي چې د رومان په محتوا او د کرکټرونو پر اعمالو فکر وکړي.
د قمارباز ناول په لوستو هر لوستونکی په دې پوهيږي چې په دې ناول کې د ټولنې او خلکو اصلاح ته ډېره پاملرنه شوې. دغه راز د دې رومان په لوستو لوستونکی په داستان کې بدو کارونو ته ورته له ډېرو نورو بدو کړنو څخه لاس په سر کیدای شي، ځکه دلته د بدو کړنو پایله بده ښودل شوې او د داسې یوې ټولنې لپاره چې قمار ته ورته کړنې پکې سرته رسیږي یو ښه اصلاحي لارښود دی. د اصلي کرکټر(الکسي ایوانوویچ) هغه ځانګړنه چې خپلې تېروتنې یې منلې او د خپل ژوند د تباهۍ لامل یې ګڼلې لوستونکي ته مثبت فکر ورکوي. دا چې ځينې خلک نورو ته د پیسو درلودو په خاطر احترام لري انجام ته یې ښه غور شوی. په ټوله کې د قمارباز لوستل لوستونکو ته دا فکر ورکوي چې پر بل چا تکیه کول کوم زیانونه لري او دا هم ښه ترې په ډاګه کیږي چې د انسان اصله څېره د هغه په باطن کې ده.