تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۱مه) د بې ځایه شویو نړیوالې ادارې په یوه لیک کې افغان کډوالو ته د ټولیزې سزا پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
یادې ادارې دغه لیک د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته استولی دی.
په لیک کې یادې ادارې ټینګار کړی چې، افغان کډوال او بېځایه شوي افغانان په خپله خوښه له هېواده نه دي وتلي، بلکې د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله اړ شوي دي.
دغې ادارې له نورو سازمانونو سره په ګډه ویلي چې، افغانانو جګړې او ځورېدنې ليدلي او اوس یې باید په اړه په ټولیز ډول قضاوت ونه شي.
په لیک کې غوښتنه شوې چې د یوه کس د یوې غمیزې له امله دې پر افغان کډوالو هیڅ ډول ټولیزه سزا او توند غبرګون یا چلند نه عملي کېږي.
د بې ځایه شویو نړیواله اداره داسې مهال دا لیک استوي چې، امریکا دغه هېواد ته د افغانان پر ورتګ بشپړ بندیز لګولی دی.
ټرمپ دغه بندیز په واشنګټن کې پر ملي ګارد د یوه افغان تر برید وروسته لګولی دی.
تازه د ټرمپ اداره اوس په فعاله توګه د هغو ټولو افغانانو بیا ارزونه کوي چې، جو بایډن امریکا ته لېږدولي دي.
د سپینې ماڼۍ ویانده، کارولینا لېویټ تېره شپه رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه، هر هغه څوک چې د امریکا ملي امنیت یا امریکايي وګړي له ګواښ سره مخ کړي له هېواده به ایستل کېږي.
هغې ویلي، “موږ د پناه غوښتنو د ارزونې ټول بهیر درولی دی او طبعاً د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) چې د بایډن د ادارې پر مهال پکې ډېر افغانان امریکا ته تللي، هم اوس ځنډول شوې دي.”